شیخ الاحرار شهید احمد یاسین

Categories:


 

درنو لوستونکو د نومیالی شخصیت شیخ شهید احمد یاسین دغه یوه لنډه پیژندنه د التقوی څخه په ډیر شی قبوله کړی.

کوچنیتوب:

شیخ احمد یاسین په ۱۳۱۷ لمریز چې له ۱۹۳۶زیږدیز کال سره سمون خوری، د غزې د تړانګې د المجدل ښارګوټی په الجوره نومي کلی کې وزیږید. د شیخ پلارهم ډیر نیک سړی وو او په خپل وخت کی یی د خپلو کلیوالو مشری ورپه غاړه وه شیخ دری کلن وو چی پلار یی وفات شو. دپلار له مړینی یی وروسته د خپلودوو نورو وروڼو سره د نفقی په پیدا کولو کی مرسته کوله او چی کله د مدرسی سن ته ورسیده د الجوره په ابتدایی مدرسه کی یی په درس پیل وکړ او تل دخپل دټولګی له پنځو لومړنیو کسانوڅخه په شمیر کی راته.

مهاجرت او معیوب کیدل:

د دوی کلی هم لکه دنور کلیو په څیر د صهیونستیانو تر بمبارد لاندی راغی او ویجاړ شو.نوموړی

له خپلې کورنۍ سره یوځای په ۱۹۴۸ زیږدیزکال غزی ته چی له الجوره سره نژدی پروت ده مهاجرشو دلته یی خپل لومړنی درسونه پای ته ورسول اود فلج کیدو له امله یی دقاهری په عین شمس پوهنتون کی هم یو کال تیرکړ. نوموړی یوه ورځ د غزی په پنډغالی کی دفوټبال په لوبه بوخت وو چی د ملا په تیر یی ضربه وارده شوه او په ځوانه ځوانی کی د ۱۲ کلو په عمرد پښی د ساق له برخی

فلج شو تر دی وروسته د معلولینو په څرخ کیناسته او ګرځیده

شخصیت:

دشیخ په شخصیت کی ځینو ځانګړنو ځای درلود چی کولای شول په لږ وخت کی زیات تعداد خپل کړی او هغوی په خپلی کړنی او ویلو قانع کړی، تل به ارام او با وقاره  و او په هیڅ خبره کی به یی د عکس العمل ښودلو بیړه نه کوله که تری به پوښتنه وشوه نو د یو څه وخت غورکولو وروسته به یی ځواب ورکاوه داسی څوک به نه وی چی شیخ یی پیژندلی وی او له هغه سره فکری تفاهم ته نه وی رسیدلی،هغه داسی یو شخص و چی هیڅوک یی په تقوی او صلاحیت کی شک نه شی کولای نوموړی نمونه،شکیبا،هوښیاراو اینده لیدونکی و.

اوسپنیزعزم اودسیاسی ژوند پیل:

  مګر دې پیښې اتل شیخ له ټولنیزو، سیاسي او خپلواکۍ غوښتونکیو فعالیتونو څخه راونه ګرځاوه.

په غزه کی د اخوان المسلمین خوځښت د خپل هر اړخیزتوب له امله ډیر نوموتی و دغی خوځښت دځوانانو لپاره پوره منظم روزنیز،فرهنګی او ورزشی پروګرامونه درلودل چی د شیخ توجه یی هم ځانته واړوله لدی کبله له نوموړی اسلامی حرکت سره یوځای شو او دخپلی ځوانی لمړنی پسرلی یی پدغه سیاسی اوفکری فعالیتو کی مصرف کړل .

کله یی چی په ۱۹۵۸ کال کی خپلی لومړنی زده کړی پای ته ورسولی نو هوډیی وکړ چی د استادی دنده پر مخ بوځی نو خپله غوښتنه یی د پوهنی رءیس ته وړاندی کړه هغوی یی هم غوښتنه رد نشو کړای او د الرمال په ښوونځی کی استاد شو.

فرهنګی اوسیاسی فعالیتونه:

شیخ احمد یاسین پدی دلیل چی معیوب ده چندان دومره د امنیتی دستګاو تر څار لاندی نه وو پدی اساس نوموړی له دی فرصت څخه ګټه پورته کړه او د ځوانانو په روزنه مشغول شوهغه یو ځانګړی پوهه او درایت درلوده خبرو به یی په زړونو اثر کاوه ځوانان یی پدی منظور وروزل چی تر څویی نورو ځایو ته واستوی او هلته دوی نور نسلونه وروزی د هغوی لپاره یی دقرانکریم اونورو فکری درسونو حلقی جوړی کړی. البته د نوموړی فعالیتونه یواځی په مسجد او مدرسی پوری تړلی نه وو بلکی په خپل کاله کی هم بوخت وو.

قیادت اورهبری:   

د اخوان المسلمین دخوځښت مسولیت تر ۱۹۶۸ زیږدیز کال پوری د استاد اسماعیل خالدی په غاړه وه کله چی هغه بهر ته ولاړ نو یوی ډلی د حرکت رهبرانو شیخ احمد یاسین د هغه لپاره غوره کړ.

شیخ اداری تشکیل نوی کړ او په هغه کی یی له نوی قوتونو او تازه نفسو ځوانانو استفاده وکړه هغه په دی معتقد وو چی اسلام یو هراړخیزنظام دی او باید د دنیا هر ګوټ ته ورسیږی هغه  زیاتی کمیتی لکه د زکات ،صلح...او داسی نوری جوړی کړی او مسولیتونه یی د توانایی په لحاظ ددعوت سپاهیانو ته وسپارل.

شیخ یاسین په ۱۹۸۰ کال کی دایران د اسلامی انقلاب په مهال د مجد المجاهدین په نامه یوه ډله جوړه کړه.په ۱۹۸۷ کال کی یی د حماس غورځنګ په فلسطین کی جوړ کړ چی ترننه پوری د اسراییلو او یهودو د وحشیانه ظلمونوپه مقابل کی یی ځانونه سپر کړی دی.

زندان او تبعید:

شیخ په ۱۹۸۳زیږدیز کال کی داسرایلو لخوا د وسلې ساتلو او پوځي غورځنګ جوړونې په تور ونیول شو. او د محکمې لخوا په ۱۳ کاله بند محکوم شو خو د یو کال زندان تیرولو وروسته بیرته د زندانیانو د مبادلی په صورت کی خوشی شو.

هغه تر ۱۹۸۷ کال پوری ډیرمشهور نه وو خو د ۱۹۸۷ کال د دیسامبر په ۱۴ کله چی د حماس د اسلامی مقاومت مشهوره ډله یی جوړ کړه خورا نومیالی شو او له همدی کبله   په ۱۹۸۹ زیږدیز کال کی د اسرایلیانو له خوا محاکمه او د عمر تر پایه په بند محکوم شو . خو وروسته له اتو کالو بند تیرولو د شاه حسین د اردن د هغه مهال د پاچا په واسطه او د هغه له   خوا د اسرایلیانو د دوو بندیانو په بدله  آزاد او د اردن خاوری ته تبعید شو. د اسرایلیانو د بند د آزادیدو څخه وروسته د خلګو د پاره یو نمونه شو اوډیر د قدر او ستاینی وړ وګر ځیده .

شهادت:

شیخ یاسین هیڅ کله د اسرایلیانو سره د سولی غوښتونکی نه وو او د عمر تر پایه پوری یی  د فلسطین د خاوری پر پوره آزادی باندی ټینګار کاوه . په ۲۰۰۳ کال کی  د امریکا تر حمایی لاندی – دسولی دلاری نقشه - په نامه ځینی مرکی او سیاسی لید نی کتنی را منځ ته شولی ، چی مقصد یی د اسرایلو سره سوله او د هغوی د موجودیت  پیژدنه وو . شیخ یاسین دغه توطیه په کلکه وغندله او هغه سره یی سخت مخالفت وکړ.  خوپه پای کی حماس او ځینی نورو فلسطینی ډلو د اوربندیز سره  موافقه ومنله  اما کله چی اسراییلو د حماس د ډلی دوه مشران او۲۱ نور عام وګړی په بیت المقدس کی ووژل دغه اوربند هم مات شو او له مینځه ولاړ.

شهید شیخ احمد یاسین د ۲۰۰۳ زیږدیز کال د مارچ د میاشتی په دوه ویشتمه نیټه د سهار د لمانځه د اداء کولو نه وروسته کله چی د مسجد څخه دباندی راوته د غزی په ښار کی د اسرایلیانو د چورلکو دیو توغندی برید له امله په شهادت ورسید.)انا لله وانا الیه راجعون)

ولاتحسبن الذین قتلو فی سبیل الله امواتا بل احیاء عند ربهم یرزقون ط

 

راټولونکی: خاکسار وقار

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

1 Response to شیخ الاحرار شهید احمد یاسین

دوشنبه تیر ۱۴, ۰۶:۰۹:۰۰ بعدازظهر

ديمکراسې

داچارو غوندی جوړه سليقه ده
ګندچې نه سی نامنلې يې مزه ده
ظاهر وايي تمدن دولسونو
خو په تل کې يې ديهودو سرچينه ده

ارسال یک نظر