مسلمان ځوان

Categories:





ليکنه: خاکسار"وقار"
داچی هره ټولنه ځوان ته په خوراستر اهمیت قایله ده سبب یی د ټولنی په مختلفوبرخوکی د هغه بنسټیز رول لوبول دی.
د ټولنی د تشکیل لپاره ځوان دملا د تیر حیثیت لری اونه شتون یی کولای شی ټولنه له ډيرو بدوپایلوسره مخ کړی خوکله داسی هم پیښیږی چی شتون یی ټولنه دتباهئ په خواراکاږی همدا ډیره مهمه خبره ده ځکه چی ځوان په خپل ځای نه مجسم خیرده اونه هم مجسم شرخوکه دیون اوحرکت څرک پکی پیداشوبلازیات کارونه کولای شی که د ټولنی ښه رهبری وکړی کولای یی شی اوکه خدای مکړه دبدی رهبری لپاره مټی راونغاړی نوهم وروسته به تری پاتی نه شی.
يوعالم وايي " ځوان یعنی توده وینه " گورئ کله چی وینه گرمه وی ډیره ښه اوپه تیزئ سره په رگونوکی ځغلی دبدن هری برخی ته ځان رسوی خو که داوینه بیکاره اومکروب لرونکی وی ټول وجود به متضرراو حتی د مرگ ښکارکړی اما که میکروبی نه وی صافه او پاکه وی نودوجود دصحتمندی لپاره به ډیره گټوره ثابته شی .
هو! داسلامی ټولنی د ژوندئ ساتلو او بقالپاره هم دغسی پاکی وینی (ځوان) ته اړتیا ده ترڅودغه ټولنه د عروج مرحلی ته ورسوی یعنی داسی ځوانان چی هغوی په اسلامی مواصفاتوسمبال وی اوخپل مسولیتونه په بشپړډول له پیژندلو وروسته اداکړی.
دیومسلمان ځوان مسولیتونه په لاندی ډول خلاصه کیدای شی
1: دستراتیژیک ژوند پلی کو ل 2 :داسلام صحیح پوهه 3:دمشکلاتواوچلنجونومقابله
4:دکارپه ډگرکی دموجوده تخصصاتوتوجه 5:دقیق تنظیم 6:غوره رهبری 7:طاقت تیارول 8:داسی تصمیم چی یاس اوناامیدی له منځه یوسی
په همدی توګه استاد دکتور یوسف قرضاوی د ځوان مسولیتونه څلور ښیی:
1:اسلامی پوهه 2:علم 3:عمل 4:خپل منځی اړیکی
یومسلمان ځوان د پورتنیو مسولیتونو په پوره ادا کولو سره کولای شی چی خپله ټولنه نیکی خوا ته رهبری کړی او له هرډول افاتو څخه یی په امن کی وساتی.

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts