رمضان او ځوانان


لیکنه : شیخ محمد الدویش
ژباړه: خاکسار وقار

زلمیه وروره!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وبعد:
څو ورځې لا نه کیږي چې د رمضان پرلمانځلو مو پیل کړۍ : دا پدې معنی ده چې مونږ او تاسې ډیر څه د ویلو او پوهیدلو لپاره لرو، او همدارنګه ته هم لکه د خپلو نورو مسلمانو وروڼو په څیر له دې برکت څخه ډکې میاشتې پر رارسیدو خوښ یې.
ای ګرانه وروره! په دغې مبارکه میاشتې کې دا یوه موکه په لاس راغلې چې مې وکولای شو په خورا ښکاره او روښانه توګه له تا سره خبرو ته کښینم، او هغه ارزښتناک څیزونه چې له ماسره دي تا ته وړاندې کړم.
ښایي دغه روښانه وینا لږه ترخه تمامه شي خو پدې سره پوهیږو چې نتیجه یې څومره خوږه ده، او پدې هم ښه پوهیږو چې یو څوک خپلو غلطیو ته نه متوجه کول لدې کبله چې دوست مو ده یا پیژندنه ورسره لرو څومره ترخه پایله لري.

پرهیزګاري ده خو!
ای ورورکه! د رمضان په میاشت کې مو داسې پیښې ډیرې تر سترګو شوي چې: یو ځوان ده په خپلو شهواتو کې دومره ډوب شوی چې له بنسټیزو عباداتو بیخي بې پروا ده او د هر ډول لویو ګناهونو په کولو یې چورت هم نه خرابیږي.
بیا پدغه مبارکه میاشت کې دا ځوان وینو چې د لمونځ ، روژې او نورو مسائلو په زده کړه بوخت وي لکه:
 په اودس کې یې ناخبره له پوزې څو څاڅکي وینه تللې، آیا دا پر اودس کومه اغیزه لري او که نه؟
 یا له یوه ځایه د تیریدو په وخت یې څه ګرد او خاورې تر ستوني تیرې شوي ددې حکم به څه وي؟

 هغه د خپلو سوالونو د ځواب پیداکولو لپاره ډیر زیار باسي، او که چيرې پرې قضا یا کفاره هم لازمه شي نو منلو او کولو ته یې پوره تیار وي.

ګرانه وروره! د دیني مسائلو په اړه پوښتنه کول او پر هغو پوهیدل خورا مهمه خبره ده او څوک دا حق نه لري چې رد یې کړي، یعنې که یوڅوک ګناه وکړي نو له هغې څخه دا حق نه اخستل کیږي چې ګویا هغه دې نور د طاعاتو یا عباداتو په هکله پوښتنه هم نه کوي.

عجیب نظم او تړاو
ځیني ځوانان چې له بدو کارو یې منع کوې او نیکو کارونو ته یې رابولې، وایي: هغه څه چې ته ورته وایې پرې پوره قناعت لري، خو دا نفسي خواهشات یې ډیر پرې زورور دي او نشي کولای ځان کابو کړي، په پیل کې یې دا عذر لږ منطقي وي، خو که په رمضان کې یې حالت ته وګورو بیخي بل ډول تر سترګو کیږي. چې کله د سحر د اذان په پیل کیدو شي نو سمدلاسه له خوراکه لاس نیسي، که له خوبه هم ناوخته راپاڅیدلۍ وي او یا یې لومړې مړی په خوله وي. همدارنګه د روژه ماتي پر وخت بیړه نه لری تر څو اذان نه وي شوی د دسترخوان پر لوري لاس اوږد کړي، د ورځې په اوږدو کې که هر څومره لوږه یا تنده پرې زور راوړي دا فکر یې په مغزو کې هم نه ګرځي چې د روژی دیوال ونړوي او دهغې پر حریم تیرۍ وکړي.

آیا دا کړنې نه ګورې څومره نیکې دي او پر دې دلالت کوي چې هغه ددې توان لري ترڅو د نفس د غوښتنو لپاره ځان سپر کړي او یا هغه په خپل کابو کې راولي؟! ګرانه وروره بې له شکه روژه راته دا درس راکوي چې د الله په فضل او غوښتنه مونږه کولای شو خپل هر څه ډیر پیاوړي وساتو او خپل نفس هم په کابو کې راولو.


آیا هغوی مو لیدلي؟ ( د نیکانو ډ له)
یو مسجد ته چې امام یې زړه راښکونکی اواز لري کله ولاړ شۍ، هلته به د نیکو ځوانانو یوه ډله بیامومې چې امام پسې یې اقتدا کړې او خپل رب ته په پوره خشوع سره لمونځ ادا کوي، که چیرې دا لمونځ او جماعت تر سحره هم اوږد شي نو هیڅ د ستړیا یا خفګان احساس به پکې پیدا نه کړې ، حال دا چې ډیری ځوانان د جماعت هیڅ پروا هم نه لري. خو د رمضان په دې اخرو لسو ورځو کې که بیا راشې نو له څو تنو پرته به نور ونه مومې، ځکه همدا څو تنه د زیات اجر ګټلو لپاره راغلي وي او غواړي چې رب ورته د ګناهونو پوره بخښنه وکړي، پداسې حال کې چې ددوی یوه بله برخه بیا پداسې کړنو لاس پورې کوي چې له تاسې پټ نه دي. څه به وشي که دا ځوان چې له کوڅو او بازار کې له ګرځیدو پرته بل څه نه لري له ځانه وپوښتي :
 آیا زه هم دغو سپیڅلو مسلمانو ځوانانو په څیر کیدای شم؟
 هغوی هم ځوانان دي، نفسي غوښتنې لري او زه هم خو هغوی څنګه بریالي شوي؟
 آیا زه دا توان په ځان کې لرم؟
 هغوی خو توانیدلي او زه ولې ...؟

که وغواړي نو بریالی به شي
محترمه وروره! ډیری ځوانان په سرغړونه او غفلت کې ګیر وي، داسې کارونه کوي چې هیڅ د مسلمان له شان سره نه ښایي، خو وروسته همدغې ډلې ته د رب په فضل لارښوونه وشي، یو غوره بدلون پکې راشي او بالاخره د نیکو او صالحو خلکو له کاروان سره یو ځای شي.
ښایي په نوموړو کې ستا ملګري هم وي او یایې ته وپیژنې،
 څنګه هغه ډله بریالۍ شوه او پاتې برخه یې ناکامه؟
 څنګه دوی و توانیدل چې توبه وکړي اوهغه نور نه؟

 ډیرۍ ځوانان چې له توبې کولو پاتې راغلي علت یې د ایمان ضعف یا بې باوري نه ده بلکې دوی داسې انګیري چې پر ځان کې د بدلون راوړلو توان نه لري، آیا دا پورته یاد مثالونه ورته ژوندۍ نمونې نه دي او ددې دا نه توانیدل یو له ځانه جوړ شوی خیال نه ده؟

تردې وړاندې چې دا ګل مړاوی شي
ای زلمیه وروره! هغه چې ملا یې راوتې، امسا یې دریمه پښه ګرځیدلې او د پخوا وختو نښې پرې راڅرګندې شوي، آیا هغوی په همدې ډول  دنیا ته راغلي ول؟
 بلکې نه، هغوی هم یو وخت لکه تا غوندې پیاوړي او چالاک ځوانان ول، که زه او ته هم ژوندي پاته شو نو یوه ورځ به ددې حالت مزه هم څکو، او څومره سخته بریښي هغه ورځ چې دا ښکلاء او تازګي چې اوس یې لرو مخ پر کډه نغاړلو وي او دا مستي او نشاط بالاخره پای ومومي.

نو ګرانه ورورکه! څه کیږي چې د ځوانی دغه ارزښتناکې شیبې یو غنیمت وګڼو، وړاندې له دې چې یې له لاسه ورکړو او بیا پښیمانه شو، ټول یې د رب په طاعت او عبادت کې تیر کړو.

ځواني دې څنګه تیره کړې؟
د قدر وړ وروره! بې له شکه چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا وینا به دې اوریدلې وي او یا به دې په یاد وي چې: « د قیامت په ورځ به انسان له ځایه قدم پورته نه کړي تر څو د څلورو پوښتنو ځواب ور نکړي:
 ۱- عمر چې په څه کې یې تیر کړی؟
۲- ځوانی چې څنګه یې تیره کړې؟
 ۳- مال چې له کومه ځایه یې لاسته راوړی؟
۴- او نوموړۍ مال یې چیرته مصرف کړی؟» [ترمذی]

ګرانه وروره! راشه نن او همدلته له ځان سره فکر وکړو چې آیا کوم قانع کوونکی ځواب ددې پوښتنې لپاره چې :« ځواني دې څه ډول تیره کړې» د هغه چا په مخ کې چې هیڅ شی هم ترې پټ نه ده، لرو؟  
او یا دا اوس مو چې د کومې ځوانۍ په تیرولو پیل کړی د نوموړي ازمیښت ځواب له ځانه سره لري؟
 نو بیا ولې لدې فرصت نه ګټه نه پورته کوو او د هغې سختې ورځې، سخت ازمیښت ته ځآن نه چمتو کوو؟

 له اوو نه اوم شه
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ویلي دي چې: د قیامت په ورځ لمر د یو میل په اندازه مخلوقاتو ته نژدې کیږي، هر ډول کړاوونه او سختۍ به آخري حد ته رسیدلي وي، خو په هماغه ورځ هم بیا داسې کسان شته چې د الله جل جلاله له رحمت نه برخمن او د عرش تر سیوري لاندې ځای لري، د هغوی له ډلې یو هم ده « هغه ځوان چې د الله جل جلاله په طاعت او عبادت کې لوی شوی وي»
 نو څه شی دومره ستره مانع ده چې تا د هغې ډلې له شمیرونکو منع کوي؟
څه شی ده چې نه دې پریږدي دومره لوی عزت او شرف ته ورسیږې؟

لږ په هوښ کې راشه او سمه لاره غوره کړه، له دغې مبارکې میاشت نه هغې مرتبې او مقام ته د رسیدو یوه وسیله جوړه کړه. څومره لوړ ارزښت لري هر هغه څه چې ته یې په دغه مبارکه میاشت کې خپل رب ته وړاندې کوې!.

ای زلمیه وروره! تا به لیدلي وي چې د ډیرو خلکو حالت پدې میاشت کې بدلیږي، مسجدونه به دې لیدلي وي چې له لمونځ کوونکو او د قرانکریم له تلاوت کوونکو څخه ډک وي، ډیرۍ خلک به دې لیدلي وي چې پر اعتکاف یې لاس پورې کړی وي، او ځیني نور به دې لیدلي وي چې خپل مال د الله په لار کې مصرفوي.
نو په دوی ټولو کې ستا ځای کومه ده؟
آیا کوم ځانګړۍ ځای دې په دغو ځایونو کې ځانته لټولۍ؟.
آیا له توبې کولو او د نیکو خلکو له دې کاروان سره یوځای کیدو پرته کوم بل افضل عمل په مخکې لرې؟

وړاندې له دې چې اجل راورسیږي او دې نړۍ ته د تل لپاره د خدای پامان ووایې، آیا د ځان لپاره دې په دې مبارکه میاشت کې دغه غوره بدلون هدف ګرځولۍ ، پداسې حال کې چې د خدای پر غوښتنه توان یې هم لرې؟

توبه او نامعلومه وعده
هو! ډیر ځوانان پر دې قانع دي چې پر غلطو روان دي، هیله لري چې خپل تګ لوري ته تغیر ورکړي خو د یو فرصت په تمه وي، تر دې چې یو خپلوان یې وفات شي او یا د کومې عبرتناکې پیښې ښکار شي، دی هم ټکان وخوري او د توبې لپاره تیار شي. خو معلومه نه ده چې ښایي دا مړۍ پخپله واوسي او نور خلک ترې د عبرت درس واخلي؟ دا هماغه حادثه وي چې یې ورته انتظار ایسته خو پایله داشي چې پخپله ددې حادثې ښکار شي او نوموړې حادثه یې ژوند ته د پای ټکی کیږدي.

ای ګرانه وروره! دا واوره چې انسان په دې نړې کې له یوه فرصته زیات بل نه لري نو بیا ولې د هغې لپاره ځان په خطر کې واچوي.

لدې ټولو وروسته آیا اوس مو هوډ کړۍ چې توبه وباسو او پر سمه لاره روان شو؟
بې له شکه، خو دا هوډ او عزم پر نفس ډیر سخت تمامیږي، نو باید پر لاره یې هر څه تحمل کړو، او د الله په غوښتنه او فضل ډیره نیکه ، خوږه او میوه لرونکي پایله به  ولري.

دا به استعفاه ورکم

محمود نظری


د تلویزیون د خبرونو په لیدو مې سمدلاسه خپل دوست ته په خوشالۍ تلیفون وکړ
- مبارک ! مبارک!
- څه خبره ده ؟
- اخیر یو واکمن په خپله خوښه استعفاه وکړه.
-چيری؟!
دلته ان وزیران د یو مامور په یوه کوشنۍ غلطي استعفاه ورکوي همدا ددوی دپرمختګ یوه وجه ده.
- په افغانستان کې یادوم
- رښتیا وايي؟
- هو رښتیا وایم زیری مې درباندې
- رښتیا هم په زیري ارزي، له دې مالومیږي هلته هم دایو پوه له خپل اهلیت څخه په کښته څوکۍ کار کوي
- بلکل همداسې ده.
ته رښتیا وایي هر څوک چې له خپل اهلیته په کښته څوکۍ کې کار کوي د فساد په لیدو هرومرو استعفاه ورکوي او خپل ژوند لیک نه خرابوي.
د افغانستان په تاریخ کې تر اوسه داسې یو واک لرونکي په خپله خوښه استعفاه نه ده ورکړې. کنه هیواد به مو تر وخته آبادوای زموږ د ناا هلو واک لرونکو داشعار دی :یا مرګ یا څوکۍ
-له دی استعفاه کولو څخه مالومیږي چې بېله هغه نور ټولو کم اهلو ته لوړی څوکۍ ورکړ شوي دي که ددې څوکیو لیري شول بیا داسې څوکۍ په خوب کې لا نشوای لیدلی، هر یو خپل واک ساتي او حملې او توبرې ته منتظر دي. ان یو وزیر دحاجیانو د قرباني پیسې ژوندی تیري کړې او په سا یې ونه وهلې هلته څوک سواره نه پریږدي پیاده خولا پریږده!
-ولي هلته پوښتنه نشته؟
- پوښتونکي د ځواب ورکونکی بد تر دی
- رښتیاته پوهیږی هغه څه ویل؟
-یا
«هغه ویل: ما تر ستاسو ټولو ډیر کفنونه څیري کړي، تا سو خلک غولوئ، په حلوا حلوا د خلکو خولې نه خوږیږي،داستا سو کارونه په ښورماغه کې زړې کرل دی ، ژبې مې وېښتان وکړه چې وایم د فساد مخه ونیسئ، څوک يي نه اوري.
نوربس، زما زړه په ولس ټکی ټکی شوی دی مګر ټول کاڼه دی هیڅ څوک څه نه اورې زه خپله غاړه باسم او استعفاه ورکوم چې په دې ګناه کې شریک نشم»
- ښه داسې يي وویل؟
نشه خو نه وو؟
-یا، هغه د اسې سړی نه دی
- له خولې یې ځار شم، چې رښتیا وايي، چې لس نفره داسې پيدا شي هیواد به ګل اوګلزار شي
په دی هیواد کی څوکۍ ته نفر نه پيدا کیږي چوبخطي نفرو ته څوکۍ پيدا کیږي
-ښه ټولو نورو دوستانو ته ددې لوی افتخار مبارکي ورکړه او ورته ووایه ، اوس که خیر وو هیواد آبادیږي .
په سبا مې بیا د تلویزویون خبرونه ته غوږ کیښود چې د دنیا او دولت غبرګون به څه وي
ومې لیدل هغه سرغنه سهار تر ټولو مخکې دوتر ته راغی
ددوتر پياده په اریاني ترې وپوښتل :
سلام، تاسو
هغه سرغن ورته ویل:
ومې نه پيژندې تاسو څوک یاست
هغه ورته ویل :
زه سنګري ستا د دوتر پیاده یم
هغه ورته وویل: ښه ښه ما چې ویل بل څوک يي ،هو، رښتیا زما د نن سهار چای نه دی په یاد ته کور ته تلیفون وکړه چې ما څښلي دي که یا
یو یو کارمند د هغه دوتر ته راتی د هغه په لیدو به وارختا شو د هغه لاسونه به يي مچ کړل او ورته يې ویل :
ښه شو چې نن راغلاست
هغه له یوه وپوښتل:
ولي نن رخصتي ده؟
یو کارمند ورته وویل :یا تاسو پرون په دولت کې د فساد دنه ورکیدو لامله نیوکه وکړه او د اعتراض په ډول مواستعفاه ورکړه
هغه جرتک ونیوی او ویل يي:
زه خو لیونی نه یم استفعاه ورکم هغوی دی استعفاه ورکړی
له ځانه سره مي وویل : ښه پرون لیونی شوی وو

رمضان د نیکیو پسرلۍ



ليكنه: شهید امام حسن البنا

ژباړه: زاهدالله مصلح

امام حسن البنا د رمضان د نيکمرغه مياشتې په اړه ډېرې ليکنې کړي چې وخت په وخت  د مصر په اخوان جريده کې خپرې شوي، دغو ليکنو اوس د يو کتاب بڼه غوره کړې چی د (خواطر رمضانيّه) په نامه سره ياديږی.

له نوموړي کتاب څخه څو مهم سرټکي ستاسو مخې ته ږدو:

ای د خير غوښتونکيه پاڅه!

رمضان په کال کې يواځې يو ځل راځي،  د دې مياشتې په پيل کې د اسمان دروازې پرانيستل کيږي، د الله په نيکو بند ګانو ډېر برکتونه وريږي، او د الله د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځي.  په دغه مياشت کې الله د خپلو نيکو بندګانو دعاګانې مني، د اطاعت کوونکو بدله زياتوي، او د ګناهګارانو او خطاکارانو څخه  مخ اړوی. زمونږ خوږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي:

کله چی رمضان راشي نو د اسمان  دروازې پرانيستل شي او د جهنم دروازې وتړل شي، سرکښ شيطانان تړل کيږي او د الله له  پلوه يو اواز کوونکی داسې اواز کوي: ای د بديو غوښتونکيه! ودريږه، او ای د خيرغوښتونکيه  پر مخ ځه!     بخاري

د روژې مياشت په داسې حالاتو کې  راغله چې مسلمانان د ډول ډول ستونزو او کړاوونو ښکارشوي دي، د دې ستونزو سره  مقابله د الله د تأييد او مرستی څخه پرته امکان نلري، لکه څرنګه چی الله جل جلاله  د خپلو مومنو بندګانو سره ژمنه کړې: ( مومنان هغه کسان دي، که چیرې مونږ دوی ته پر ځمکه ځای ورکړو نو دوی لمونځ دروي، زکات ورکوي، د نیکۍ امر به کوي او له بدۍ څخه  به ایسارول کوي، او د ټولو کارونو پای الله لره ده.) الحج ۴۱:۲۲

نن مسلمانانو ته د نيل سيند، د فلسطين او د عربو جزيرې،  د بر  عظیم، او د هندوستان او حيدر آباد په رياست کې  د مسلمانو لږکيو ستونزې پرتې دي او له دې پرته په اروپا او افريقا کې د مسلمانانو مشکلات او داسې نورې ډېرې ستونزې شته چې ترې وتل د الله د مرستې او تأييد پرته ممکن  نه دي. او د الله مرسته په نافرمايۍ سره نه، بلکې په اطاعت او مننې سره راځي، نو له دې امله خو د دې سترې موکې څخه د ګټې اخيستلو په خاطر خپلې ملاګانې وتړئ، زړونه  مو له وسوسو څخه پاک کړئ، نفسونه مو چمتو کړئ، په زړه او روح دواړو سره د رمضان هرکلی وکړئ، ډېره زياته توبه او استغفار وکړئ، او تل د الله سره اوسئ او اړيکې  ورسره ولرئ تر څو هغه لوی ذات له تاسی سره وي، نو بيا به هيڅوک هم پرتاسې ځواکمن  نشي .

د عبادت حکمت

په اسلام کې چې هر څومره عبادتونه او عملونه فرض کړی شوي هغه له حکمت څخه خالي نه دي .

اصلا الله جل جلا له په خپلو بندګانو يو ستر رحم کړی چې داسې اصول او ضوابط يې ورته ټاکلي چې په پلي کولو سره يې  د دنيا او اخرت دواړو برياليتوب تضمينيږي. د الله په وړاندې د عبادت د قبليدلو  لپاره تر ټولو مهمه او بنسټيزه قاعده داده چی د نيت اخلاص او د زړه ګډون پکې وي.  که چيرې د عبادت بنسټيز محرک د الله رضا او خوښي نه وي نو داسې عبادت بيا نه کوم  حيثيت لري او نه هم کومه بدله، بلکې حديث دی چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي: ډېر داسی روژتيان شته چې هغوی ته د هغوی له روژې څخه د لوږې او تندې پرته بل هيڅ شی هم  نه رسيږي.

دوهم اصل دا دی چې اسلام عبادت  کوونکي په کړاوونو  نه اخته کوي، بلکې د عبادت لپاره يې آسانه شرايط ټاکلي او رخصت يې هم پکې ورکړی، لکه څرنګه چی څوک ناجوړه  وي نو هغه ته دا ازادي شته چی روژه ونه نيسي او بيا يې کله د ځواکمنيدو پر حال  ونيسي او که يې د ځواکمنيدو څه هيله نه وي نو بيا دې فديه ورکړي. (دا هم مه هيروی  چی بې له کوم عذره له عبادت څخه محرومي هميشنۍ محرومي ده)

دريم ډېر مهم اصل دا دی چې دا ټول عبادتونه بايد د انسان پر وګړيز او ټولنيز ژوند ژور اغيز ولري، دغه عبادتونه  د  اخروي بريا سره سره بايد په دنيوي ژوند هم ډېر اغيز ولري، او ګټه ورته ورسوي،  اسلام هيڅ داسې عمل نه دی فرض کړی چی پايلې او اغيزې يې د انسان په عملی ژوند کې  را څرګندې نه شي. شريعت چې کوم عمل هم فرض ګرځولی نو هغه ټول په ټوله خير دې او د انسان پر ژوند يې نيغه اغيزه وي، او چې له کوم عمل څخه يې منع کړی نو هغه هم له دې  امله  چی د انسان د ژوند لپاره ضرر رسوونکې  وي.

زه له اسلامي هیوادونو دا غوښتنه  کوم چې هغوی د نورو هیوادونو د قوانینو د سرغړوونکو په څیر د روژی نه نیوونکو ته  درنده سزا وټاکي، تر څو هیڅوک هم د دې سپیڅلې میاشتې د حرمت د پایمالولو جرات ونکړي.  په دی ضمن کې څو سرکاري محکمو ته زما د رسمي هدایاتو جاری کول بسنه نه کوي، چی نه یې پیروي کیږي او نه یې هم د سرغړونی په صورت كې کومه سزا ورکول کیږي. حکومت باید خپلی  دندې  او مسولیت ته پاملرنه وکړي او په داسی  مواردو کې دروند غبرګون وښیی. (جولای، ۱۹۴۶)

د نیکیو پسرلى!

په اسلام كې د عبادت حیثیت د  ماليې یا جریمی د اداکولو په څیر نه دي، بلکی ټول اسلامی عبادتونه د رب او بنده تر منځ یوه سپیڅلې اړیکه ده، چې په دې سره دبندګانو په زړونو كې یو تلپاتی نور را پیدا کیږي او ګناهونه، وسوسې او چورتونه یې له منځه ځي. تر ټولو په زړه پورې خو لا دا چې  دا د انسان عزت او تکریم دی، چې د خاورین پیدایښت سره سره بیا هم د عبادت له لارې  د خپل ذوالجلال رب سره اړیکې ټینګولای شي. د رمضان میاشت د عبادت او اطاعت پسرلی دی،  او په دی سره الله جل جلاله د بندګانو شپو او ورځو ته ښکلا ور بخښي او همدا د دې  مياشتې د ښايست لامل دی،  اطاعت خو تل يو غوښتل شوی صفت دی، خو د رمضان په مياشت كې نو بيا د هغی په قدر،  قیمت او ښکلا کې څو پلا ډیروالې راځي. د الله  جل جلاله په وړاندی د عبادت ثواب او قدر ډیر زیات دی، خو په رمضان كې یې بیا بدله  او ثواب بې شميره دی. د رمضان د مياشتې تر ټولو ستر او مهم عبادت روژه ده. د فقهي  له اړخه که روژه د ماتیدونکو شيانو څخه د لرې والي نوم دی، نو له روحاني اړخه روژه  يواځې او يواځې د الله راضي کولو، د هغه نږدېوالي، د خپل نفس، فکر،ارادې، سوچ او شعور د محور جوړولو ته وايی، په دې مياشت کې د قرآن سره د ځانګړیو اړيکو جوړول په کاردي، او په ډیروالي سره د قران تلاوت په کاردې ځکه چی دا مياشت د قرآن مياشت ده.  جبراييل (ع) به په رمضان کې په ځانګړي ډول راته او د پیغمبر ص څخه به یې قرآن اوریده،  پیغمبر ص د خپل ژوند په وروستي کال کې دوه ځلې جبراییل ع ته قرآن اورولی. دا هماغه  قرآن دې چی د صحابه کرامو او زمونږ له مخکنیو سره موجود وو، مونږ يې هم هماغسې  اورو او وايو لکه څرنګه چې هغوی اورېدلی او ويلی، نو بيا کوم لامل دی چی دې سپیڅلی  قرآن زمونږ ژوند هاغسې بدل نکړ څرنګه يې چې د هغوی ژوند بدل کړی وو؟ په دی سپیڅلي  کتاب سره ولې زمونږ په اخلاقو او معاملاتو کې هاغسې بدلون رانغی کوم چې د هغوی په  ژوند کې راغلی وو؟
 دا ځکه چې هغوی په دې کتاب ټینګ  ایمان راوړی وو،  په تدبر سره یې لوست،  احکام به یې پلي کول او خپل ځانونه یې په بشپړ ډول ورته وقف کړی وو، مونږ او تاسو هم د هغوی په څیر کیدای شو، که چیرې د هغوی په  څیر ایمان پرې راوړو، د هغوی په څیر سم ورسره لاړ شو، حرام یې حرام او حلال  یې حلال وګڼو، په ایتونو کې یې غور او فکر وکړو، احکام یې پلی کړو، او د قران سره  سم خپل ژوند عیار کړو، نو ایا مونږ دې کارته چمتو نه یو؟

د دې میاشتې د ځانګړيو او امتیازي عملونو څخه د بې وزلو سره مرسته او ډېره صدقه هم ده، پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې د ورکړې او سخا یوه نمونه وه، په دې میاشت کې به یې سخا د تیز باد په څیر کیدله.

همدارنګه دعا او په ډېر والي  سره استغفار هم د دې میاشتې له ځانګړنو څخه شمیرل کیږي، دا میاشت د دعا د قبلیدو میاشت  ده، الله جل جلاله د دعا غوښتونکو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي، د توبه کونکو توبه  قبلوي او د روژتیانو دعا نه ردوي.

نو ای مسلمانانو ورونو!

پام چې د دې میاشتې نیکمرغه شپې  درباندې د الله جل جلاله د خوښۍ او رحمت راټولولو پرته تیرې نه شي.
د رمضان مبارکه میاشت الله جل جلاله د روح د ډاډ وسیله ګرځولې ده
په دې کې د ورځې په روژې سره د ټولو دنیاوي خوندونو او بې هوده کارونو څخه لیرې والی را منځ ته کیږي، او د شپې د الله  جل جلاله په وړاندې د ودریدو او د قران په تلاوت سره زړونه روښانه کیږي او روح ته ډاډ حاصلیږي.

نو ای زما ورونو!

د دې لپاره چې د دې فرصت څخه مو  بشپړه ګټه اخیستې وي، نو د پیل له ورځې په ټینګ هوډ سره دې مدرسې ته ورننوځئ، هر وخت او هره شیبه خپلې توبې نوې کړئ، په غور او فکر سره د سپیڅلي قران تلاوت کوئ،  خپل نفس د روژې له ګټو سره اشنا او روښانه کړئ، څومره چې کولای شئ د شپې د ودریدو  اهتمام وکړئ، ډېر وخت په ‌ذکر تیر کړئ، خپل روح د مادیت له فتنې وژغورئ، او هڅه وکړئ  چې د دې نیکمرغه میاشتې څخه متقیان او پرهيزګاران ووځئ!
حسن البنا

۱۹۳۶، نومبر، ۱۷

ځوانان او د مطالعې کمزورتیا




لیکنه: آبتین امیري

ژباړه: خاکسار وقار



اسلام او علم
الله «جل جلاله» د ټولو امتونو له منځه اسلامي امت د خپل دین د ابلاغ او رسولو لپاره غوره کړ. د اسلام راتګ سره سم مسلمانانو ډیرې سترې لاسته راوړنې درلودې، ډیری هیوادونه یې فتح کړل. نړۍ ته یې پریمانه اخلاقي ارزښتونه وړاندې کړل. لا دوه پیړۍ پرې نه وې تیرې شوې چې د خپلواکۍ، عدل او برابرۍ ازانګې یې په نیمه نړۍ کې خپرې شوې.

دې دین سره د مسلمانانو د تړاو له کبله نړۍ د یو ستر تمدن درلودونکي شوه چې، په مادي او معنوي علومو کې یې بشر ته ډیری خدمونه وړاندې کړل، ډیری مفکرین یې نړیوالو ته وروپیژندل تر دې پورې چې له ختیځه تر لویدیځه نړۍ د مسلمانو علماؤو تر اغیزې لاندې وه.

«ایمان» او «هدایت» د هغه وخت د مسلمانانو دوه سترې پانګې وې. د ټولو دینونو تر منځه یواځې اسلام ددې آیت ویاړ تر لاسه کړ چې الله (جل جلاله) پکې فرمایي:

(الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا) مائده: ۳

د دغه خوځښت او ویاړ پیل له هاغه ځایه کیږي له کومه چې پر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) وحی نازله شوه او هغه د پیغمبری لپاره غوره شو، هغه وخت چې هغه ته له اسمانه دا اواز راورسید:

(اقرا باسم ربک الذی خلق* خلق الانسان من علق* اقرا وربک الاکرم* الذی علم بالقلم* )

پدې توګه د رسالت او دعوت د پیل ټکۍ د لوست او مطالعې پر بنسټ وه، او د اسلام معجزې، قران او هغو ته د رسیدو لاره په مطالعه او هغه کې تدبر کولو کې نغښتې وه.

په اسلام كې د ليك لوست ارزښت
په لومړیو کې مسلمانان د قرآن په لیکلو او لوستلو، د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له رحلت وروسته د احادیثو په لیکلو او لوستلو او تر دې وروسته په دې وروستیو پیړیو کې د نورو علومو په ټولولو او لوستلو بوخت شول، آن تر دې چې د دنیا او معنوي علومو کې تر هر چا مخکې شول.

د لوست او مطالعې ارزښت په نوموړي وخت کې داسې وه چې کله د بدر په غزا کې مسلمانانو ډیری مشرکین یرغمل ونیول، اعلان وشو چې که هر یو له مشرکینو فدیه ورکړيی یا لسو مسلمانانو ته لیکل اولوستل وروښیي ازآذ به شي.

آیا د نړۍ په نورو جنګونو کې د بندیانود خوشې کیدو لپاره دا شرط ایښودل کیږي؟

بلکه نه! اصلا دا په اسلام کې د علم او لوست د اهمیت او ارزښت خبره ده، چې حتی د جنګ له مصلحتونو نه یو دا هم ګڼي.

د مطالعې كمزورتيا د امت د شاتګ نښه
متاَسفانه چې دې امت خپل تاریخې شالید او یادښت لدې کبله له لاسه ورکړ چې له علم او لوست سره پردي شول، د خپلو پخوانیو مخکښو علمي لاسته راوړنې یې هیرې کړې، تر دې چې د لوست او مطالعې د کمزورتیا له کبله یې په نړۍ کې خپل مخکښتوب هم له لاسه ورکړ.

د نني مسلمانانو د مطالعې کچه د دوی د رسالت او اوسني تمدن لپاره بسنه نه کوي. هغه څوک چې غواړي پدې نړۍ کې یو څو کلیمي د ویلو لپاره ولري او خپل د اسلامي رسالت دروند پیټۍ پورته کړي نو باید علمي، فکري او د مطالعې اړخونه یې ډیر پرمختللی وي. بایده په اسلامي علومو کې، د مسلمانو علماوؤ په اثارو کې، د موجوده وخت په لاسته راوړنو او نورو ټولو علمي اړخونو کې پوره پوهه ولري. که داسې نه وي نو له نورو ایډیالوژیو او فکرونو سره د رقابت او مقابلې ډګر ته نشي دانګلی. په اوسني وخت کې که څوک غواړي چې یو عادي او ساده مسلمان اوسي یا که یو داعي او مسؤل مسلمان، اړینه ده چې یوه اندازه مطالعه ولري، یواځې د قرآنکریم له تفاسیرو، نبوي احادیثو او اجتهادونو سره بلدتیا په اوس وخت کې د اسلامي کلتور د عامولو لپاره بسنه نه کوي.

نن شرایط بل ډول دي او نړیوالې اړیکې دومره ترینګلي شوي چې له مطالعې پرته ډیره ستونزمنه ده که په دې نړۍ کې څو خبرې هم د ویلو لپاره ولرې. له ننه وروسته نور نشې کولای چې دیني زده کړې یواځې په څو ویناوؤ کې راونغاړې.

ننۍ نړۍ د ډول ډول نژدې ایډیالوژیو زیږنده ده. لدې امله ډیری اسلامي علماء او مفکرین د کار پر ډګر ورننوتي او له اسلام څخه د غورې دفاع پخاطر یې د ډول ډول کتابونو او لیکنو په لیکلو او کتلو او د ډول ډول ویناوو په اوریدلو او وړاندې کولو پیل کړی. ډیرو خو لا خپل ژوند او ځان هم دې لارې ته وباښه.

دا ټولې هڅې د اسلامي امت ویښتابه او نړۍ کې ددوی د هویت د څرګندیدو لپاره کیږي، او که د اسلامي امت ځوان نسل وغواړي چې له لوست او مطالعې نه لرې پاته شي، دا ټولې هڅې بې ځایه ځي، او پردۍ کلتور طبیعي ده چې پر اسلامي ټولنې ځان واکمنوي.

د مطالعې دا کمزورتیا یواځې اوپه ځانګړي ډول ځوانانو کې نشو رانغاړلای بلکه د اسلامي ټولنې په ټولو برخو کې یې لیدلای شو حتی ډیری علما هم پدې رنځ اخته دي.

همدا سبب ده چې د اسلامي هیوادونو د مطالعې کچه له نورو، حتی د نړی له فقیرو هیوادونو ځینې هم ټیټه ده.

هغه ‌دین چې پیل یې په لوست او مطالعې کیږي او ویاړ یې هم په همدې کې نغښتی ده، د پیروانو حالت یې اوس دې پولي ته رسیدلی ده چې د لوست په وروستی لیکه کې ولاړ دي، په خپل میراث او نړیوالو علمي لاسته راوړنو کې ځانګړې ونډه نه لري. زمونږ په ژوند کې لوست او مطالعه یو حیاتي اصل ده، پدې باید پوه شو چې هر انسان که په هره علمي کچه (نبوغ، فوق الاستعداد، بااستعداد…) کې اوسي لوست او مطالعې ته اړتیا لري. د نوي علمي لاسته راوړنو لپاره کوښښونه او پر هغو پوهیدنه، په اوسني وخت کې د ناپوهی د لمنځه تللو یواځینی لاره ده، د اسلام صحیح فهم ته د رسیدو لپاره هم باید له علمي لاسته راوړنو او د نورو علماوؤ له فکرونو څخه خبر اوسې.

نن د پوهې او فکري چمتوالي یوه ډیره مهمه لاره مطالعه ده، بې له مطالعې نشې کولای چې په یو پیاوړي فکر او کړنلارې ټولنې ته ننوځې، لدې امله هیڅ عالم یا متعلم له یو څو کلونو درس ویلو وروسته دا نشي ویلی چې په پاتې عمر کې مطالعې او لوست ته اړتیا نه ویني، او که دا تصور منځ ته راغی نو په جرآت سره ویلی شو چې د ټولنې زوال په پیل کیدو شو او ددې پر ځای چې په نوموړې ټولنه کې مصلح او له دین څخه صحیح فهم لرونکي کسان راښکاره شي، ځای به ناپوهو، بدفهمو او متعصبو خلکو خپل کړای وي.

مطالعه کول، یعنې ښه او ډیر پوهیدل،یعنې ترټولو ښې خبرې کول، یعنې ښه فکر او ښه عمل کول، نو داسې څوک پیدا کیدای شي چې له دې ځانګړنو بې نیازه وي!!؟

د پوهې د لاس ته راوړلو يوازېنۍ لاره
لوستل پوهې ته د رسیدو یواځينی لاره او پرته لدې کومه بله لاره شتون نه لري، که مطالعه نه وي نو طبیعې ده چې پوهه به هم شتون ونه لري. الله (جل جلاله) فرمایي:

(هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون) الرعد : ۹

«آیا برابر دي هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي»

دې حکم کې هغو کسانو ته هم اشاره ده چې د عبادت په بهانه یې د مطالعې او زده کړې لاره پرایښې او ددوی په اند چې دغه د ثواب له لیارې ښایي نیکمرغۍ ته ورسي، خو حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمایي:

« د عالم لوړوالی پر عابد دومره ده لکه زما لوړوالی ستاسې پر تر ټولو ادنی باندې» روایت الترمذی

د مطالعې دا کمزورتیا ددې سبب ګرځیدلی چې مسلمانان تر ټولو وروسته پاتې او د دښمنانو په دام کې ښکیل شي.
پدې شرایطو کې باید د مسلمانانو ځوان نسل ددې خطرناک زیان خواوې ښې وپيژني او په ټولنه کې د مطالعې د کچې لوړول او ددې کلتور عامولو ته د خپلو پلانونو په لومړیو لیکو کې ځای ورکړي، یعنې هم باید خپله په ورځ کې د مطالعې لپاره یو ځانګړی وخت ولري او هم دغه زمینه نورو ته په ځانګړي ډول ښځو ته برابره کړي.
په اوس وخت کې ښځې ځانګړی داسې ځای نه لری چې په هغه کې ګډې دیني ناستې وکړي، زیاتې دیندارې ښځې په کورونو کې ناستې دي او دیني پیغامونه ورته درست او پوره نه رسیږي. نو ددوی د مطالعې د کچې د لوړولو لپاره کوښښونه اصلا دداسې خلکو لپاره کوښښونه دي چې د راتلونکي نسل د روزلو دنده پر غاړه لري نو بایده چې دوی له دین څخه درسته پوهه ولري.

له یاده دې پاته نه وي که له یوې خوا د اسلام دښمنان زیاتې پروپاګندې په اوس وخت کې په اسلامي فکر پسې کوي نو له بلې خوا زیات داسې اسلامي علما‌ء راښکاره شوي چې خپل ټول ارزښتناک عمر یې د اسلامي فکر د بیا رغونې، د اسلام د حقیقي څیرې پیژندنې، د معاصر مسلمان تړاو له دین سره او د درستو اسلامي عقایدو د خپرونې لپاره وقف کړی.

ځوان مسلمان نسل که غواړي چې د وخت له پولي واوړي او په نړۍ کې څه د ویلو لپاره ولري نو باید پدې پوه شي چې «څه باید وکړي؟» باید د لوست پر اسلحه خپل ځان او فکر سمبال کړي، ځکه د سیالی په اوسنی نړۍ کې کمزوری انسان ځای نه لري، هغه څوک چې پیاوړی فکر او د هویت ځانګړنه لري نو د یو درست او صحیح پلان له لیارې یې هدف ته د رسیدو لاره هم لنډه ده، نو باید لوست او مطالعه په ځانګړي جدي ډول په پام کې ونیول شي ځکه هغه د اوزګار وخت له مشغولتیا ډیره هاخوا خبره ده.

پورتنۍ لیکنه له اصلاح انلاین څخه راخستل شوی

لطفا ما ووهه!


لیکنه: شیخ الغامدي
ژباړه: خاکسار وقار

د وینا له خلاصيدو وروسته مې یو ځوان خوا ته راغی، راته یې وویل:

- ښاغلى استاده! غواړم له تا سره څو خبرې وکړم!

- ولې نه ګرانه!

- زه ستاسو له خبرو څخه ډیر اغیزمن شوم او اوس یوه اراده لرم غواړم چې توبه وباسم.

- ښه تصمیم مو نیولی دى، ناهیلی کیږه مه، د الله د بښنې هیله مند اوسه.

هغه ته مې د توبې د فضیلت په اړه خبرې کولې چې متوجه شوم نظر یې په ناڅاپې ډول ځمکې ته غورځي او بیرته یې د کابو کولو هڅه کوي.

بالاخره يې را ته وويل:

- استاده! کولای شې ما ووهې؟

په اندیښمنه لهجه مې ورته وویل:

- هو؟!

بیا یې وویل:

- کولای شې چې ما ووهې؟

- ستا جدي غوښتنه ده؟

- هو بیخي جدي وایم.

- ولې؟

- دا اوس چې له تاسره په خبرو بوخت یم، زه په نشه کې یم، هڅه کوم چې ځان کابو کې راولم خو اعصاب مې په واك کې نه دي، په الله سوګند زه د خیر په لټه کې یم، غوښتنه کوم چې ته مې په سر ووهې تر څو مې حواس په کابو کې راشي.

ډیر اندیښمن شوم… زه د لومړي ځل لپاره له داسې پیښې سره مخ شوی وم…

- څوکلن یې؟

- ۱۸

- ته ۱۸ کاله عمر لرې او په شرابو روږدی شوی یې؟ که دې پلار له دې کړنې خبر شي بیا به څه کوې؟

- الله دې زما پلار ته هدایت وکړي… نور یې څه په ژبه رانغلل.

- ولې؟

- پلار مې زه په شرابو روږدی کړی یم.

- پلار دې شرابي دى؟

- هو، همدارنګه ورور مې، ترونه مې، او زه پرې هم له ډیرې مودې روږدی یم.

خپلو خبرو ته یې داسې دوام ورکړ:

- ښایي تعجب وکړى که درته ووایم زمونږ په کورنی کې یواځینی نیک انسان، زما مور ده. دیرش کاله کیږي چې مور مې له پلار سره ژوند کوي او ټوله کورنۍ هم پدې ډول ده. پلار مې مونږه نورو بهرنیو هیوادو ته هم له ځانه سره بیولو، هلته به یې د نڅا ځایونو (نایټ کلب) ته بوتلو، زما مور به یې هم پدې مجبوروله چې راسره ولاړه شي، خو مور به مې همالته هم د فساد په دې مجلس کې سر ځوړند نیوه او دا الفاظ به یې په خوله ول: سبحان الله… الحمدلله… لا اله الاالله… الله اکبر… تر دې چې بیرته به راوګرځیدو. زه هم غواړم چې توبه وباسم، ښایي د مور سترګې مې زما په توبه کولو روښانه شي…

- له شراب څښلو پرته، بله ستونزه هم لرې؟

په ځواب کې یې د څو نورو لویو ګناهونو یادونه هم وکړه…

- لمونځ کوې؟

- نه، څلور کاله کیږي چې له لمانځه سره مې خدای پاماني کړې ده، که کله له چا سره په کوم مسجد یا مدرسه کې ګیر راشم نو بیا لمونځ کوم خو هغه هم بې اودسه!

- عجیبه ده! څلورکاله بې لمانځه؟ له لمانځه پریښودو سره خو د دې ګناهونو کول طبیعې خبره ده. ځکه الله (جل جلاله) فرمایي: «لمونځ د فحشا او بدو کارو منع کوونکی ده» عنکبوت: ۴۵.

هغه ته مې وویل:

- که ریښتیا هم غواړې نو پر لمونځ کولو پیل وکړه، همدارنګه له شراب څښلو لاس ونیسه او نور بدکارونه هم پریږده، که ته رښتیا هم په خپلو خبرو کې ریښتینی یې نو له یوې اونۍ وروسته به دې وګورم…

له یوې اونۍ وروسته مې لیدلو ته راغی، ترې مې وپوښتل:

- څه دې وکړل؟

- پر الله سوګند چې له هماغې ورځې مې یو لمونځ هم نه دی پریښی او نه مې یو غړپ شراب خولې ته نژدې کړي…

- باید خپل ملګري بدل کړې، ډاډه اوسه چې الله به له هغوی ښه ملګري درکړي، یوه اونۍ وروسته مې بیا خواته راشه!

تر دې وروسته مې چې بیا ځل ولیده راته یې وویل:

- خوښ اوسه استاده! زاړه ملګري مې پریښودل، همدارنګه له بې معنی سندرو اوریدو مې هم لاس ونیوه، اوس هره ورځ کم تر کمه د قرآنکریم یوه پاره تلاوت کوم، خپل ټول لمونځونه هم اداء کوم او هر نیک کار مې چې له لاسه پوره وي مخ ترې نه اړوم. اوس احساسومه چې په نیکبختۍ او سعادت کې شپې او ورځې تیروم، داسې ارامي او نیکبختي چې دنیا یې په مقابل کې هیڅ ارزښت نه لري او دا د الله (جل جلاله) له طاعت نه پرته په بل ځای کې پيدا کیدای هم نشي.

له ځانه سره مې وویل:

- سبحان الله! د الله (جل جلاله) رحمت څومره ستر ده… یوه میاشت مخکې دغې ځوان ماسره د نشې او مستی په حال کې خبرې کولې او اوس ترې حتی د تهجد لمونځ هم نه پاته کیږي، او د ایمان روښنایي یې پرمخ ځلیږي…



رجب طیب اردوغان




رجب طيب اردوګان

رجب طيب اردوګان د ترکيې لومړې  وزير دعدالت او پرمختيا دګوند رئيس ،مشهوره سياسي څيره ، دسياسي ځيرکتيا څخه داسې برخمن کس ،چې دخپلو هیوادوالو زړونو ته يې لار موندلې نوموړې توانيدلې ، چې په نړيوالو او  اروپايي سياسي ناستو پاستو کې خپل ځان پر نورو ومني  ، خو پردې سربیره  درجب  طيب په اړه تل ناندرې راپورته کيږي  سيکولر خلک  دا او دده  ګوند  هروخت څاري .
اردوګان په خپل سياسي تاريخ کې  له يو لړ دريځونو او سياسي  ناندرو سره مخ شوی خو نوموړی  په ډير مهارت  ورڅخه سرلوړی  راوتی ډيری وخت يې داسې رول تر سره کړی ، چې هرڅه يې په خپله ګټه راڅرخولي  .
دترکيې لومړی وزير دهرې ورځې په  تيريدو د اتل  په څيره کې راڅرګنديږي  نوموړی  لومړی سياسي کس و ، چې پر غزة يې د اسرائيلو بريد وغنده همدغه دليل و ، چې ولسمشر شمعون  پيريس پرې د ډافوس په سيمينار کې نيوکې کولې کله ، چې نوبت  اردوګان ته  ورسيده دغونډې سمبالونکي به  يې خبرې ورپرې کولې ده څوځلې  ورنه غوښتنه وکړه ما پريږده ،چې خپلې خبرې پوره کړم ، خو سمبالونکی ، چې دواشنګټن پوسټ  ورځپاڼې مشهور ليکوال دی او له  اسرائيلو  سر ه يې خواخوږي له هيچا پټه نه ده اردوګان ته مناسب وخت نه ورکاوه هماغه و ، چې  اردوګان د ملګرو ملتونو دعمومي سر منشي بان کي مون  ، دعرب ليګ د مشر عمروموسی  په حضور کې  له تالاره اووت  او داغبرګون يې وښود ، چې سمبالونکو ډلې  دا نه پرېښود ، چې د غزې د جګړې په اړه د شمعون پیریس پر څرګندونو يو څه ووايي .
د حيرانتيا او ستاينې خو داده ،چې  نوموړي هغه مهال  له څوکۍ  راپورته شو ، چې ولسمشر شمعون پيريس څوځلې دده خبرې ورپرې کړې  کله ، چې ورته شمعون وويل : « که چيرې پر ترکيه په لسګونو توغندي وروتوغول شي تاسې به څه کوی ، حماس خوموږ ته بله لار نه ده پرېښی » . اردوګان ،چې دناستو خلکو چک چکو په غوسه کړ نو ده ورغبرګه کړه : « اسرائيل  د وژنو ښه تجربه لري ، وړاندې له دې ، چې توغندي وتوغول شي تاسې  دغزې پر غاړو په لسګونو ماشومان  له کومې ګناه پرته ووژل  . دا ډيره دخفګان خبره ده ، چې تاسې هغه  چاته لاسونه پړقوې ، چې  په  زرګونو ماشومان  او نور بې ګناه خلک يې  وژلي  دغسې وژنې هيڅ توجيه کیدای نه شي » .
وړاندې له دې ، چې له تالاره  راووځي  سمبالونکو ته يې وويل : « شمعون 25دقيقې خبرې وکړې او ما ته دومره وخت  رانه  کړل شو ،چې زه  نيمايي خبرې  وکړم زه وځم او فکر نه  کوم ، چې بيا به ډافوس ته راوګرځم » .
راځې ، چې د لومړي وزير رجب طيب  اردوګان د ژوند لوړو ژورو ته تم شو .
کورنۍ:
رجب طيب اردوګان د 1954  ز د فبرورۍ پر 26 نیټه  داستانبول د  قاشم پاشا په غريبه او بيوزله سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستي  پلار يې د ترکيې په شمال کې د ( رزا) په  ولايت کې دکانالونو د کیندلو  کار کاوه  استانبول ته په دې  موخه  راغی که بخت ورسره ياري  وکړي او دخپلې کورنۍ  ژوند يې  لږ ښه شي .
اردوګان خپلې لومړنۍ زده کړې تر سره کړې  ، بيا د امامانو او خطيبانو په ښوونځي کې شامل شو  له  دې وروسته په استانبول کې  دمرمرې  پوهنتون د اقتصاد او سوداګرۍ پوهنځي ته شامل شو اردوګان د خپل ماشومتوب پر مهال  پر سړکونو وچه ډوډۍ ، ليمو خرڅ کړي ، ترڅو بل چا ته یې لاس اوږد نشي او  له خپلې کورنۍ  سره يو څه مرسته وکړي ، دخپلو زده کړو لګښتونه  هم  پوره کړي  نوموړې دزده کړې پر مهال  دفوټبال  د لوبې مينه وال و . نوموړي د جمهوري ګوند له مشر سره په يوه تلويزوني  مناظره  کې  په ډاګه وويل «  دلومړنيو او منځنيو زده کړو پر مهال ما بله چاره نه درلوده  پرته له  دې ، چې هندوانې او وچه  ډوډۍ وپلورم  غوښتل مې ،چې له  پلار سر ه مې مرسته وکړم  او دخپلې زده کړې  لګښتونه  پوره کړم  ځکه پلار مې بيوزله و » .
سياسي ژوند
نجم الدين اربکان  ، چې داسلامي سوکالۍ د ګوند مشر او وروسته بيا د ترکيې  لومړې وزير شو يو له هغو کسانو ، چې  د  اردوګان  پرسياسي ژوند يې  اغيز له ورایه جوت و ، اردوګان به تل له  اربکان  سره ملګری و ان تردې ، چې دسياسي  بنديز  راوروسته  ، چې په 1980 ز کې له اوښتون  وروسته  پر اربکان  ولګول شو  اردوګان به له ده سره ليدل  کيده  اردوګان خپل سياسي ژوند د نجم الدین اربکان پر مشرۍ د ملي ژغورنۍ  دګوند له لارې پيل کړ او په 1976 ز کې  په  استانبول کې دګوند ولایتي مشر شو وروسته  بیا په 1985 ز کې په استانبول کې  دسوکالۍ  دګوند ولایتي مشر شو او دګوند له پلوه دوه ځلې  په 1987 ز او1991 ز کې دپارلمان دغړیتوب  لپاره ونومول شو ، خو بخت ورسره دواړه ځل یاري ونه کړه  .
په 1994 ز کې دهمدغه ګوند لخوا د استانبول  د ښاروالۍ  ټاکنو ته کاندید شو د استانبول ښاروالي په ټوله ترکیه  ستره او مشهوره هغه ده  اردوګان د خپل ریاست  پر مهال  د ښار پر ښکلا سربیره یو شمیر لاسته  راوړنې  درلودې ،. اردوګان دخپل ریاست پر مهال  د یومیلون ونو نیالولو پروژه رامنځته کړه او شین  چاپيریال یې راجوړ کړ  چې  نوموړې  یې خپل ولس ته نور هم نږدې کړ .
حکومت دسوکالۍ ګوند ناقانونه  اعلان کړ او نجم الدین اربکان یې  له  هر ډول سیاسي فعالیت څخه  منع  کړ د ګوند غړي پاڅيدل او د فضلیت په نوم یې بل ګوند جوړ کړ خو ددې ګوند برخلیک هم د پخواني هغه په څير و محکمې دا هم ناقانونه اعلان کړ او اسلامپال یې په ترکیه کې پسې واخیستل .
په همدغه ګوند کې نوو پالو دعدالت او پرمختیا په نوم  بل  ګوند جوړکړ  او مشري یې اردوګان ته ورترغاړې شوه  ، خو دټولټاکنو کمیسون  دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره رجب طيب اردوګان  په  ټولټاکنو کې له ونډې اخیستو  منعه کړ همدارنګه  محکمې دده  په حق کې پریکړه وکړه ، چې اردوګان  نه  د کوم  ګوند مشر ي کولای شي او نه یې غړیتوب  تر لاسه کولای شي او دا رښته ( حق ) نه لري ، چې پارلمان ته  کاندید شي .
زندان
سره له دې ، چې اردوګان په  ترکیه کې له پراخه ملاتړ او کاریزما څخه برخمن دی  ، خو په 1988 ز کې د دیار بکر محکمې حکم وکړ ، چې اردوګان دې زندان ته واستول شي  او 10 میاشتې دې هلته پاتې شي،  له دې وروسته هیڅ ډول سیاسي فعالیت نه شي کولای  لامل یې دا ، چې  اردوګان په خپلې یوې سیاسي  وینا کې دغه لاندې شعر ويلې  و « مسجدونه  زموږ قرارګاوې  ، پګړۍ زموږ  سپرونه  ،منارې زموږ نیزې او مومنان زموږ  سرتیري دي » . دا د یو  ترکي شعر پښتو ژباړه ده محکمې  دا  وانګیرله ، چې ديني انګیزه لري او په ترکیه کې د سیکولر نظام  د ړنګولو هڅه ده  نو حکومت  ځکه دده د نیولو امر کړې او نوموړې  له دې وروسته حکومتي  دنده نه شي تر سره کولې .
اردوګان په زندان کې څلورمیاشتې  تیرې کړې خو په خپل کور کې هم د حکومت تر څارنې لاندې و  د یو څه وخت په تیریدو حکومت ورته عفوه  وکړه او په ترکیه کې د سزا  په قانون کې یو څه اسانتیا  رامنځته شوه،  اردوګان دا زمینه تر لاسه کړه ، چې خپل سیاسي  فعالیت  بیرته  پيل کړي .

لومړی وزير
د 2002 ز په فبرورۍ کې په ترکيه  کې د لومړي وزارت لپاره  ټولټاکنې اعلان شوې  او يو شمير ګوندونو خپل کانديدان درلودل اردوګان دغه ټاکنې د 2003 ز دمارچ پر 14 مه نیټه  له اټکله پورته بري وګټلې  ، سره له دې ، چې په دغو ټاکنو کې د ترکيې سيکولر ګوندونو هم  ونډه  اخیستې وه  او د ترکیې سیاسي وضعیت د دوی په لاس کې  و ، خو ډیرو خلکو او رایه ورکوونکو پر اردوګان باور وکړ سره له دې ، چې اردوګان  دیني تمایلات لري،خو ځان یې  د ترکيې  له سياسي نظام او اساسي قانون سره  ، چې سیکولر هغه دی  او دین له سیاسته  جلا بولي برابر کړ خپله اردوګان په څو مناسبتونو  کې داخبره کړې ده ، چې دده ګوند سخت دریځه هغه نه دی بلکې منځلارې ګوند دی  اردوګان له سیکولر ګوندونو سره د ټکر تګلار غوره نه کړه ،بلکې یو پياوړې حکومت یې جوړ کړ او هغه کسان یې پر دندو  وګومارل ، چې دسمون او بدلون پلویان و . اردوګان د مختلفو ډلو له استازو سره خپلې دوستانه  اړیکې تودې وساتلېاو دایې  په اثبات ورسوله ،چې نوموړې له سیاسي زیرکتیا برخمن دی  او دده اسلامي شالید ددې لامل نه شو ، چې سخت دریځه تګلار خپله کړي .
اردوګان له یو شمیر شخصیتونو  اغیزمن شوې لکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نوموړې دیني روزنه او پالنه یې ښه بیلګه ده،  ورپسې دده استاد نجم الدین اربکان  ، دا زمینه یې ورته برابره کړه ، چې په 1999 ز کې د استانبول ښاروال شي او همدارنګه دوه مسلمان شاعران  محمد عاکف او نجيب فاضل  هم په هغو کسانو کې راځي ، چې اردوګان  ورڅخه اغیزمن شوې . اردوګان لومړې کس دی ،چې په ترکیه یې معلولو کسانو ته دا زمینه  برابره کړه ،چې د ترکیې په پارلماني تاریخ کې لقمان ایوا ، چې په سترګو ړوند و پارلمان ته لار ومومي .
اردوګان په 1978 ز کې له امنې  سره واده وکړ او څلور اولاده لري ، چې دوه یې زامن او دوه یې  لوڼې دي او په امریکا کې لوړې زده کړې  تر سره کوي .  
ډافوس کنفرانس 2009 ز
د 2009 ز دجنورۍ پر 29 مه نیټه دترکیې لومړي  وزیر رجب طيب اردوګان  له کنفرانسه په غوسه ووت  ځکه د کنفرانس سمبالونکو ورته مناسب وخت  ورنه کړ ، چې د شمعون پيرس پر خبرو تبصره وکړي  د اسراییلو ولسمشر  پر غزې له برید څخه دفاع کوله او په لوړ  اواز یې خبرې کولې او خپله ګوته به یې رجب  طيب اردوګان ته خوځوله  اردوګان  به څه کوي که چیرې هره شپه پر استانبول توغندی وتوغول شي  .
اردوګان داسې خبرې ورته  وکړې  ته  له ما مشر یې  خو دا تاسې ته نه ښايي ، چې په دغه لهجه  او لوړ اواز خبرې وکړې  له دې څخه دا ثابیتږي ، چې ته ګناهګار یې ، داسرايیلو لښکر په غزة  کې ماشومان وژني ستاسې وزیرانو او رئیسانو ماته ويلي که دوی چیرې  د ټانکو پر شا غزې ته ننوځي نو د ډيرې  نیکمرغۍ احساس به وکړي دغه  مهال د کنفرانس سمبالونکې ورته  وخت  نه ورکوه نو د احتجاج په  توګه لهغونډې ووت. د حماس  مشرانو یواځې دومر ه وویل:  عرب مشران یې باید له ده څخه زده کړي .
له روهي ویبپاڼې څخه په لږه زیاتونه