څلورم انځور_ لومړۍ برخه

Categories:


دټپ په بدل کې یې ګلونه اورول

دا دعوت لسم کال دی او د لسو کالو تر زیار او محنت وروسته هم دمکی مشران او اوسیدونکي دې ته چمتونشول چې الله پاک واحد او لاشریک وګڼي.د الله د رسول خبره ومني او مکه د الهی دعوت په مرکز بدله کړي، بر عکس یی دا سوچ مل شو چی د الله رسول ختم کړي،ځکه تر یوه مهاله خو دمهربانه تره ابوطالب ډاډ و چې هغه هم رخصت شو،پنځه ویشت کلنه ملګرې خدیجة الکبری هم وفات شوه، اوس نو د دعوت سرلارۍ چاته مخ واړوي!!

مکی خپلی بهتریني مرغلرې د هغه په غیږ کی واچولې خو اوس ددې اړتیا وه چی چیرته د یوه رب د بندګۍ پربنسټ یوه ټولنه جوړه کړي چې هغه په ټوله نړۍ د یوه خدای د بندګۍ او مننې دواکمنۍ مرکز وي. ددی تصور د عمل لپاره نبي کریم صلی الله علیه وسلم طایف طرف ته مخه کړه ځکه طایف مکی ته هغه مهال ترټولو لنډ ښار،ښیرازه او باغ لرونکي سیمه وه ګویا چی هلته به دده دعوت ومنلئ شي او د هغه ځای سرداران به ورسره مله شي.

لاره ستغ لرونکو غرونو او ژورو کندو نه ډکه وه موسم هم د ګرمۍ وه هغه هم د عربو ګرمي چی د استوا تر کرښې لاندې واقع ده ، عمر او سن هم پنځوسو ته رسیدلئ ځواني هم نه ده چی سفر ورته ستونزمن نه وي، د سپرلئ بندوبست هم شونی نه وه ځکه چی ټول مال او دولت د دعوت په کار کی لګول شوی وه،نو باید چې پیاده روان شي، دلارې ملګری یې حضرت زید بن حارثه وه چی زوی یې ورته ویلي او دحق د لاری ملګری یې وه.

طایف ته ورسیدل نبي کریم صلی الله علیه وسلم د طایف د بنوثقیف د قبیلي دری سردارانو کره تشریف یوړو عبدیالیل،مسعود او حبیب کره او هغوی یې د الله بندګۍ ته راوبلل دمکې دلس کن کشمکش پر مهال طایف ته د نبی کریم (ص) امیدونه او هیلي یوپربل پسی ورژیدې، د واک ، مرتبې او نوم په غرور کی ډوبو سردارانو ددعوت د کاروان سره ټکر وکړ. دهغوی ځواب لږ د اوریدو وړ دی.

د زخمي زړه لپاره لومړی غشۍ دا وه:

الله پاک ته نور څوک پیدا نه شول چی ته یې رسول کولې او د سورلۍ لپاره د یو خره وس هم نه لری؟

دویم خپله سیاسي نظریه وړاندې کړه :

د کعبې پرده به تار تار شوې وه چی ته پیغمبر وای.

دریم منافق ته یې هم زور ورکړ :

زه تا سره بیخی خبرې نه کوم ځکه چی که ته د الله رسول یې نو زه ددی وړ نه یم چی د الله له رسولانو سره خبرې وکړم او که درواغ وایې نو دومره ذلیل هم نه یم چی له درواغجنوسره وغږیږم.

نبي علیه السلام په زړه زخمي د طایف له سردارانو مایوسه شو او طایف نه د وتلو تکل یی وکړ خو د سردارانو لخوا لوچکو او لوفرو خلکو ته وویل شول چې ورپسې شی او په کاڼو یې وولی نو په ډیره بې رحمۍ یې پر نبی علیه السلام د کاڼو باران وکړ آن تر نوکونو یې په وینو کې لیت پیت کړ او چی د زخمونو او درد له لاسه به کیناست نو بیا به یې ودراوه او د کاڼو باران به پرې پیل شو چې د کاڼو په باران کی له اوږدې لارې وهلو وروسته یو باغ ته ورننوت.

اوس دا منظر وګورئ چې کوم زړه به ورته ټینګ شي .

په وینو سور بدن د لارې ملګري حضرت زید بن حارثه اوبو خواته راووړ او پڼې یې ترې ویستلې نو وینو له تلو سره نښلولې وې چې ترې جلا کول یی اسانه نه وه .

دا څه ډول ورځ وه چې د هر چا لپاره او تر قیامته د ټولو لپاره وه څومره دردناک منظر دی چې ټولو واپس کړ.

یو ځل حضرت عایشې وپوښتل چې ای د الله رسوله ایا پر تا تر احد سخته ورځ هم راغلې؟

نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :

ستا د قوم لخوا چې څومره ځور او کړاو راکړل شوی نو تر هغې هم سخته ورځ په طایف کې هغه وه چې عبدیالیل ته مې بلنه ورکړه او هغه ونه منله.

له هیلو سره طایف ته سفر، زخمي زخمي بدن، د ژوند تر ټولو سخته ورځ...... دا ټول سترګو ته ونیسئ بیا سوچ وکړئ چې په شونډو یې کوم الفاظ ول:

الله له خپلې بې وسۍ څخه تاته شکایت کوم.

د خلکو پر وړاندې څومره وځورول شوم او څه راسره وشول ای په مهربانو کی ترټولولویه مهربانه! زما دا یو سوال واوره.

د بې کسو او بې وسو مرستندویه! ته زما مالک یې زه دې چاته سپارلی یم او حریفانو راسره داسی معامله وکړه خو بیا هم که ته رانه راضي نه شې ماته ددې خبرو څه پروا نه راځي که هر څنګه کیږي ستا دعفوې په تمه یم.

زه ستا هغه نور ته پناه وړم چې د دنیا او اخرت چارې پرې سمیږي.

زه ستا لدې نه چی ته راباندې غوصه شې پنا غواړم او ستا له غضب نه تاته پناه دروړم.

تر هغه به تا خوشحاله وم ترڅو رانه راضي شې. زه کمزورۍ یم خو الله زورور دۍ.

د زړه دغه کیفیت مو ولید، دعوت ته تنده او دهغه په خاطر طایف ته له کړاوونو ډک سفر،په خپل رب باندې باور او د هغه د رضا هڅه،دغه رنګ خو ډیر څرګند دی.

څه نور رنګونه هم شته چې تاسې یې باید ووینئ

بیا نو................

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

2 Response to څلورم انځور_ لومړۍ برخه

عبدالله
شنبه اردیبهشت ۱۸, ۱۱:۰۸:۰۰ قبل‌ازظهر

ګرانه خاکسار جانه وروره
الله دی تاسی ته اجرونه درکړی او الله دی مونږه او تاسی ټولو ته د عمل کولو توفیق راکړي تر څو وکولای شو په ګډه سره اسلام او مسلمانانو ته په هر راز او حالت کی خدمت وکړو الله دی په مونږه ټولو کی د صبر او زغم توان پیدا کړي تر څو د وخت د هر راز ظلم په مقابل کی نا توانه نه شو
ستاسی د بریالیتوب په هیله

شنبه اردیبهشت ۱۸, ۱۱:۳۱:۰۰ قبل‌ازظهر

دغسې یاره لږ ویښ شئ تبصرې ولیکۍ دعاګانې وکړۍ تاسی خو بیخی تبصره نه کوله زما مو زړه بیخی خفه کړۍ وه چې ولا خاکساره بلاګ دې څوک نه ګوري.
او عبدالله جانه ستا دی کور ودان وي چی دې نورو ته دی لاره هواره کړه اوس به انشا الله ډیر خلک تبصره پری ولیکي څوک چی وایم د مطلب ګورۍ نو مهرباني وکړۍ یوه تبصرهم له یاده مه باسۍ
عبدالله وروره تانه هم مننه او دعا ګانو ته به دی ثم امین ووایم
د نورو وروڼو دتبصرو په هیله

ارسال یک نظر