آیا غواړې چې له ګناه څخه خپل زړه بیل کړې؟؟

Categories:

ت

ژباړه: خاکسار وقار
غواړم توبه وباسم خو نه یې شم کولای...نشم کولای چی له ګناه نه خپل زړه بیل کړم...د شپې په ډیره برخه کی د الله د عبادت لپاره ویښ اوسم داسې عبادت چې اوښکې مې له سترګو جاري کیږي،خو د ورځی لخوا بیا په هماغه پخوانیو عاداتو اخته یم هیڅ بدلون په ځان کی نه وینم...له ځانه په تنګ شوم...ډیر ځلي مې هڅه وکړه،په زیاتو حلقاتو کی کښیناستم،زیات وعظونه مې واوریدل،هڅه مې وکړه چی توبه وباسم او خپل زړه پاک کړم،خو تر اوسه پخپل نفس کی د کوم مثبت بدلون پر راوستلو بریالۍ نشوم،
ستونزه چیرته ده؟
ولی خپل ځان نشم بدلولای؟
همدغسې ښایي زیات کسان اوسي چی بیرته د ګناه لورته د ګرځیدو لاملونه وپیژني.راځۍ په ګډه سره ددی رنځ د درمل لارې وسنجوو ترڅو یی د درمل اصلي لاره پیدا کړو. که اصلي عوامل مو پیدا کړل نو هغه وخت به یی درمل کول ستونزمن نه وي:
لمړۍ عامل:
د ګناه سره مینه او تړل کیدل: ترهغه پورې چی په زړه کې دې دګناه ستنې محکمې وي نو خوا چی کوم بدلون درکې راشي. فضیل ابن عیاض(رض) وایی >> که د سهار له لمانځه ویده پاته شوی او ونه توانیدې چی قیام الیل وکړې نو پوه شه چی د ګناهونو په بند کې یې<< ، بایده له ګناه متنفر اوسې، پدی پوه اوسه چی د هر غم او درد سرچینه،او د هر ډول روحی او روانی ناروغیو،خفګان، پښیماني او نورو ستونزو اصلي لامل هماغه ګناهونه دي چی ستا زړه ته یی لاره پیدا کړې. د زړه له دې ډول ګناهونو د پاکولو لپاره له دعاؤ کار واخله په ځانګړي توګه دا دعا ډیره لوله : «اللَّهُمَّ بَاعِدْ بَیْنِی وَبَیْنَ خَطَایَایَ کَمَا بَاعَدْتَ بَیْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ اللَّهُمَّ نَقِّنِی مِنْ الْخَطَایَا کَمَا یُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْیَضُ مِنْ الدَّنَسِ اللَّهُمَّ اغْسِلْ خَطَایَایَ بِالْمَاءِ وَالثَّلْجِ وَالْبَرَدِ»
ددی تر خوا هیڅ ډول د ګناهونو کوچني مه شمیره که ستا په اند کوچني هم وي.
دویم عامل:
توجیه کول د مثال پتوګه ځیني ګناهونه داسی توجیه کول چې په کومه مذهبي کورنۍ کې نه ده لوی شوی یا له مصیبتونو ډکه کورنۍ کی تربیه شوۍ ده......پدی ډول که په توجیهاتو کې بریالی اوسې نو باور وکه چې هیڅکله به هم د کوم مثبت بدلون څښتن نشې. له همدې ځایه ده چی په خپله ګناه باندی اعتراف کول د توبې له اصلی رکن څخه شمیرل کیږي.حضرت محمد(ص) د مسلمانانو مور حضرت عایشې ته فرمایي: «إِنَّ الْعَبْدَ إِذَا اعْتَرَفَ بِذَنْبِهِ ثُمَّ تَابَ تَابَ اللَّهُ عَلَیْهِ» متفق علیه.
یعنی که انسان په خپله ګناه قانع شي او تری توبه وباسي نو الله (ج) هغه بخښي.له همدې ځایه مونږه ته فلسفه او حکمت د دغې دعا ښه راڅرګندیږي چی:«أَبُوءُ لَکَ بِنِعْمَتِکَ عَلَیَّ وَأَبُوءُ بِذَنْبِی‌‌ 
دریم عامل:
پر دین نیوکه: زمونږه غیر سالمې تربيي مونږه ته پر دین د نیوکې پوهه را نصیب کړې یعنی فکر کوو چی دین لکه زندان داسې ده، ټولیزه (اجتماعي)  فلسفه هم همدغه لیدلورۍ په خلکو کې رواجوي او وايي: دین تا له هر ډول خوند او لذت څخه محروموي ځکه چی هر څه حرام دي.دا فلسفه د بریالیتوب راز یواځې په ښو پریمانه پیسواو مقام او قیادت پورې تړي.
داسې نه یو تربیه شوي چی په ژوند کی زموږ ارزش او مقام الله سره ده، دا نیمګړې روزنه ددی باعث کیږي چی پر دغه پاکه لاره زموږ درانده قدمونه او قوي اراده رانه واخلي. نو بایده ده چی خپل ځانونه داسې وروزو لکه څنګه چی زموږ لارښود حضرت محمد(ص) خپل اصحابان روزلي ول،اصحابو چی د جاهلیت په وخت کې یې بتانو ته سجدې کولې او زیات نور ناروا کارونه یې کول د ایمان راوړلو سره په داسې میړونو او شخصیتونو بدل شول چی په تاریخ کې یې سارۍ نه تر سترګو کیږي.
څلورم عامل:
د هدف نه لرل: باید ترټولو د مخه د خپل ژوند اصلي هدف وپیژنو، دنیا باید د هدف په توګه غوره نه کړو...خپل نیت تصحیح کړو.په خپل ذهن او فکر کی د دنیايي او ایماني اهدافو یو تعادل برقرار کړو... عالم برزخ په یاد راوله، د هغه ځای سوالونه چې له تا به پوښتل کیږي،هلته درنه ستا د مقام ،غوړې وظیفې او لويې کورنۍ پوښتنه نه کیږي بلکی درنه پوښتي چی :
رب دی څوک ده؟ 
 دین دی څه ده؟ 
 پیغمبر اونبي دې څوک ده؟

پنځم عامل:
دژوندانه چاپیریال:کله چی په خپل ځان او ژوند کې د یو نوي مثبت بدلون د راوستلو په فکر کې يې نو هغه ملګري چی پخوا دې درلودل (هغه چی ستا همفکره نه دي) له ځانه لرې کړه ځکه کیدای شي چی هغوی ته ستا دغه کار یو ریشخند او مسخره ښکاره شي او ستا پر نوې لارې درته ستونزه پیداکړي... نو اړینه ده چې نوي ملګري ځانته غوره اوپیدا کړې داسي ملګري چی ستا همفکره اوسي د پخوانیو ملګرو تمسخر ته ارزښت مه ورکوه یواځې پرخپل نوي هدف چی الله سره دې تړون کړئ  غور کوه.
شپږم عامل:
تسویف(نن او سبا کول): نن او سبا مه کوه، مه وایه چی دا اوهغه وکړم،خپله اراده راتلونکي ته مه ساته همدا اوس پیل وکړه، مرګ خبر نه درکوي او ستا په انتظار کې نه ده تر څو ځان د هغه په واک کې ورکړې، ته د مرګ انتظار باسه ځکه چی هره شیبه امکان لري درته راشي، آیا هره ورځ نه ویني چی مرګ ،بی له دې چی اطلاع ورکړي د سلګونو او زرګونو تنو کوچنیو،ځوانانو،کم عمره او مشرانو تر خوا راځي او روح یې اخلي، کوم فرمان او تعهد داسې درسره وجود نه لري چی ته دې تر څو نورو ثانیو هم ژوندۍ اوسې... نو!
ژرکوه! دخپل د ژوند لورۍ غوره کړه او دغه ایت خپل نصب العین وګرځوه :
(فَأَیْنَ تَذْهَبُونَ) [التکویر/۲۶]
نن او همدا اوس کولئ شې چی له خپل رب سره نوۍ او تازه تړون وکړې ښایي سبا ډیره لرې وي!
سرچینه: نوګرا

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

9 Response to آیا غواړې چې له ګناه څخه خپل زړه بیل کړې؟؟

سه‌شنبه اردیبهشت ۲۱, ۰۸:۴۹:۰۰ قبل‌ازظهر

درنو لیدونکو لدی مو ډیره مننه کوم چې دا مطلب مو ولیده هیله ده چی خوښ شوۍ به مو وي
که وخت مو نه نیول کیږي نو دلته یوه تبصره هم کیږدۍ مهرباني به مو وي

انس
سه‌شنبه اردیبهشت ۲۱, ۰۹:۱۵:۰۰ قبل‌ازظهر

وقار صاحب تاته دې الله تعالی اجرونه درکړي واقعا ډیر ګټور مضمون وه الله دې پری د عمل کولو توفیق راکړي
یوه خبره تا هم یادونه ترې کړې وه زه هم دا تاکید کوم چی د ګناه په پریښودلو کې قوي تصمیم حتما مهم ده یو متل غوندې هم ده چی وایي تصمیم د بري لومړۍ شرط ده.
بله دا خبره ډیره مهمه ده حتما په خپلو ځانو کی مثبت بدلون راوستل پکار دي ددی لپاره چی زموږ کور او کلۍ همدارنګه وطن له دی اوسني حاله ووځي الله (ج) فرمایي: لایغیرمابقوم حتی یغیرماباانفسهم ط
الله ج تر هغه پورې د یوه قوم حالت نه بدلوي تر څو دوی پخپله د خپل ځان حالت بدل نه کړي
الله دی وکړي چی په مونږه ټولو کی مثبت بدلون راشي
امین ثم امین

چهارشنبه اردیبهشت ۲۲, ۰۱:۵۰:۰۰ قبل‌ازظهر

بس زه به هم درته ووایم چی ثم امین

ناشناس
چهارشنبه اردیبهشت ۲۲, ۰۹:۳۹:۰۰ قبل‌ازظهر

ګرانه وروره ډیره په زړه پوری لیکنه ده.
پاک الله دی تاسو ته ددی بدله درکړی.او الله مو تل د خپل دین لپاره هر قسم خدمت ته امده اوتیار لره سره زمونږ.

رحمت الله شاکر
چهارشنبه اردیبهشت ۲۲, ۰۹:۴۰:۰۰ قبل‌ازظهر

ګرانه وروره ډیره په زړه پوری لیکنه ده.
پاک الله دی تاسو ته ددی بدله درکړی.او الله مو تل د خپل دین لپاره هر قسم خدمت ته امده اوتیار لره سره زمونږ.

چهارشنبه اردیبهشت ۲۲, ۱۰:۳۹:۰۰ قبل‌ازظهر

شاکر صاحب او هغه بل ورور چی نوم یی نه ده لیکلې زما سلامونه ومنۍ لومړۍ مو ددی درنه مننه کوم چی دلته مو تبصره ولیکله الله دی تاسې ته هم اجرونه درکړي انشاالله ټول به خپل هدف ته چی هغه اسلام ده خدمت کوو او ددی خدمت کولو لپاره خپل ځان جوړول پکار دي الله دی په مونږه کی مثبت بدلون راولي او الله دی د هغه څه لپاره چی مونږه یی پیدا کړو یی له مونږه کار واخلي
الله مو په صحیح ایمان خوشحاله لره

ناشناس
دوشنبه خرداد ۱۰, ۰۵:۱۷:۰۰ قبل‌ازظهر

سلامونه
ګرانه وروره ډیره په زړه پوری لیکنه ده.
الله مو تل د خپل دین لپاره هر قسم خدمت ته امده اوتیار لره زمونږسرهږ

یکشنبه خرداد ۱۶, ۰۳:۱۲:۰۰ قبل‌ازظهر

سلامونه !
ګرانه خاکسار جانه اول بښنه غواړم چي زه یو څه موده له آنټرنیت نه لري وم او ما نشو کولي چي خپل آمیل وگورم خو کله مو چی وکتل ډیره په زړه پوری معلومات مو لیکلي ول

الله مو تل دخپل دین خدمت ته تیار لره زموژ سره

دوشنبه خرداد ۱۷, ۰۶:۵۵:۰۰ بعدازظهر

عبید جانه الله دی وبخښه
امین ثم امین ستاسی د همکارۍ په هیله

ارسال یک نظر