د ملک داسې ژورنالیزم دې سر وخوري

Categories:

نورا جان بهير
بېګا بیا د څو چورلکو کڼهار وو

بېګا بیا تورې بلاوې غړمبېدلې
بېګا ډېرو مېندو سترګې پټې نه کړې
سوې چيغې له زانګو پورته کېدلې

شين سهار وو، ما لا چای غړپ کړی نه وو

یوه بد خبر مې وسکونډل غوږونه
له دې خپله ژورنالېزمه مې زړه تور شو
هره ورځ وایم د مړينې اعلانونه

له څو میله مزله وروسته مې پيدا کړ

د وړو خړو غونډیو تر څنګ کور دی
په نوم کور دی، خو جونګړه ترې ښایسته ده
په خانانو کې، د یو ملنګ انځور دی

د ريتاړې زېړ پټکي پېڅه يې خوله کې

بوډا چاودې پښې په سره مزي ګنډلي
د بوډۍ پر سر ټکری هم داسې څيري
لکه سپیو چې وي څو ځایه داړلی

پر صوفه د یو ځوان جنازه ايښي

ترې چاپېره تور پړوني ښځې ژاړي
پر سلګۍ سلګۍ وجود يې زلزله ده
ها یوه، چې لا هم خېر غواړي له خدایه

لږ ورتېر د ځړيدلې پردې شاته

یو بل ځوان سينه سورۍ پر تخته ايښی
اخ، تر څنګ يې یو معصوم ګلاب ماشوم هم
لکه زېړه ګلغوټۍ پر تخته ایښی

د ځوان تورې ږيرې سره څاڅکي نیولي

لا هم څاڅي د ماشوم له سترګو وينې
ستا له نومه خو درنه زمکه لړزيږي
های افسوس د نړیوال بشریت مينې

چې په ورځ هم بلا نه شي یادولی

په هوا چې د مرغۍ له پر ویریږي
دا دی سوځي په باروتو، خو پاچا مو
لا هم چوپه خوله، په خپل یو سر ویریږي

ای دا څه وينم! دا بله کربلا ده

په دې بل کور کې درې نورې جنازې دي
له لسګونو وچو ستونو کریغې خيژي
که دې سېل ویشتلو زاڼو قلقلې دي

پلار په خپل لاس د لک کړي توت ریښو ته

په اوبو کې ورکوي د پرهر وينې
یو ګېډۍ مالوچ يې لاس کې دي، خو بیا هم
ځای ځای ښکاري د ملا پر ټټر وينې

پر کوټه د لګېدلو ګولو نښې

په کې پروت لژند ماشوم، شونډې چيچلې
د کټ سر ته يې ملا کړوپه بوډۍ ناسته
له الله سره يې ژبه تالو نښلي

بوډۍ سپين سر د خړ کټ پر بازو کېښود

په مات مات اواز يې زوی او لمسی یاد کړ
دُر دُر اوښکي يې په ګونځې مخ شوې ماتې
په پردي اور کې يې خپل نغری یاد کړ

د لمسي په وينو سور ځاي يې ورټول کړ

لاس يې ريږدي، پښې يې ريږدي شوه روانه
د صوفې تر کونج لا نه وه رسېدلې
پښه نيولې بوډۍ درو کې شوه حيرانه

د ځوی غم، د لمسي غم خو يې لا څه چې

ځوانې نږور يې پر سينه ګولۍ خوړلې
په خپل لاس جوړ کړی شال پرې غوړېډلی
ترې چاپېره ښځې پنډې دي د کلي

ځوږ شو، هلۍ ها ماشومه ترېنه واخلۍ!

د ماشومې سپينه خوله په وینو سره شوه
له بېګا راهیسې یې تی رودلی نه دی
په پرهر پرهر سينه د مور خوره شوه

دا په داسې یوه کور د غم کيسه ده

چې د ژوند حال يې بدتر دی له سوالګرو
ژوند يې هم دا دی په سرو بارودو واخېست
د خنځير په غوښو مستو بلواګرو

چې چاپېر وي ترې، یو متر دېوالونه

څو کوټې يې نه کړکۍ لري ، نه ورونه
چې د تتې ډيوه ګۍ رڼا ته ناست وي
ایا شته دلته بمونه ریالونه؟
ناست يم، لولم د باګرام په اعلاميه کې
د مشهورو ترهګرو خطابونه
هم د سترګو حال او سرو وينو کې لت پت
د سور خولو او تور سرو تصویرونه
د ملک داسې ژورنالېزم دې اور واخلي
چې خبرونه وي، د مړينې اعلانونه

اصلاح انلاین 

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

1 Response to د ملک داسې ژورنالیزم دې سر وخوري

ذاهدالله
یکشنبه اردیبهشت ۱۹, ۱۰:۳۱:۰۰ ق.ظ.

ډیر ښکلۍ شعر وه الله دی دا یهود زموږ له خاوری ژر وباسي ځکه چی ټول افغانان یی د ویر په ټغر کینولي دي

ارسال یک نظر