د څلورم انځور پاتې برخه

Categories:


دغه انځور په وار وار رایادیږي  په کشمکش او مخالفت کې، په بحث او شخړه کې، په جنګو او لانجو کې، مونږ اکثره دغه انځور بیخي له یاده وباسو. مونږ دا هیره کړو چې زمونږ جګړه له مریض سره نه بلکه له مرض سره ده، مونږ له بدۍ نه کرکه لرو نه له بد انسان نه، بد انسان خو باید هغه وخت ختم کړای شي چی کله یې د شفا هیله نه وي.
په تیرپسې...
د نبي کریم (ص) دغه الفاظ چې ځوان ملګري حضرت زید بن حارثه رضی الله تعالی عنه عرض وکړ

ای د الله رسوله! دغو ظالمانو ته ښیرا وکړه!
مهربان نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
زه دوی ته څنګه ښیرا وکړم کیدای شي، که دوی ایمان رانه وړي نو راتلونکي نسلونه به یې ایمان راوړي.
یو لیکوال پدی اړه لیکي: دا دنبي مهربان (ص) د رحمت او زړه سوې شان وه،د الله پر بنده ګانو دبې پایانه شفقت او صبراو استقامت حیراوونکی مثال وه، دمخلوق لپاره بې انتها جذبه، دحق په پیغام پوره باور او دنیا ته ددغه پیغام رسولو نادره بیلګه چې په دغه وینا کې یې لیدلۍ شي په تاریخ کې یې سارۍ نشته، د انسانیت بل غوره شوي وجود مبارک قدمونه په مخلوق باندې د شفقت دغه مقام ته نشي رسیدلای.
له باغ نه ووت د مکې لار یې ونیوه او هغه ځای ته ورسید چی اوس احرام پکې تړل کیږي،دلته جبراییل علیه السلام تشریف راوړ او عرض یې وکړ:
الله پاک هغه ټولې خبرې واوریدې چی تاته ستا قوم وکړې، او ستا د دعوت ځواب یې درکړ، نو داده الله جل جلاله د غرونو ملکه رالیږلې ده څه چې دې خوښه وي حکم ورته وکه.
د غرونو ملایکې سلام وکړ او اجازه یې وغوښته:
ای محمد(ص) ته پوره اختیار لرې ، که دې خوښه وي د طایف شاوخوا غرونه به اوچت کړم او دغه خلک به ترې لاندې کړم.
لږ سوچ وکړئ!
څوک چې ټپي ټپي دی، ګریوان یې شلیدلی ده، اوس یې څه په واک کې نشته؟
څوک چې په ډبرو ویشتل شوی نن توان لري چې په ډیرې اسانۍ سره د غرونو په وسیله د هغوی ځواب ورکړي. اوس وګوری چاته چې د غرونو واک ورکړل شوی دغرونو ملایکه یې خدمت ته حاضره شوې هغه له خپل قوت نه څه ډول کار اخلي؟ که غوښتي یې وای نو هغوی چې دۍ یې ټپي کړای او په ډبرو یې ویشتلی به یی سنګسار کړي وای؟
مګر هغه تاریخ چی د نوح علیه السلام په قوم طوفان،په عاد قوم تندر،د ثمود په قوم اواز، دلوط علیه السلام په قوم د تیږو باران او دموسی علیه السلام د دریاب پیښې ثبت کړي دي هماغه تاریخ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دغه تاریخ هم ساتلی ده چې د غرونو فرشتې ته یې وویل:
زه مایوس نه یم، دغه قوم نه به الله پاک داسې مخلوق پیدا کړي چې دهغه عبادت وکړي او څوک ورسره شریک نکړي.
د طایف دغه خوځنده انځور څومره په زړه پوري دی،د محبت راونه چینه ده ، درحمت پریماني ده، دخپل رب په بنده ګانو څومره زړه سوی او شفقت دی، د امید څومره غټ کمر دی چې ددعوت کښتۍ ورپورې تړلې ده.
له خپلو سره خو هر څوک مینه کوي مګر څومره خلک دي چې له دښمنانو سره مینه وکړي؟
ښې خبرې ته خو هرڅوک ښه ځواب وایی، مګر داسې خلک څومره دي چې د کنځلو او ډبرو ځواب په دعاګانو سره ورکړي؟
د انتقام جذبه نشته،نفرت، غوصه، کنځلې او دطاقت غلط استعمال... دا هیڅ نشته بلکه زړه خوږي، همدردي،شفقت، رحمت او د ژوند پیغام دی. که طاقت یې کارولی نو په ډیره کمه کچه، دضرورت په اندازه او یواځې ددې لپاره چې د طاقت له استعمال پرته فتنه له منځه نه ځي، نه ددې لپاره چې فتنه نوره هم خپره شي. دهر څه نه زیات ددې خبرې فکر دی او ټوله هڅه او ناکراري ددې لپاره ده چې زړه رب ته تابع شي او دهغه په وړاندې سر کیږدي. داسې خلک پیدا شي چې د حق دعوت ته لبیک
سپینه درته وایم، ترڅو چې په تاسو کې دغه صبر او حوصله او دغه محبت او شفقت نه وي نو تر هغه د خلکو زړونه نه شې ګټلی.
داعي د چا ذاتي حریف او دښمن نه وي، هغه که مقابله کوي نو د خیر غوښتنې جذبه یې جګړې ته اړباسي، که وهل کوي نو دزړه خوږی له مخې لکه یو ډاکټر چی د کوم رنځور غړي پریکوي.

ووایي او که نن نه وي نو سبا ته یې ملګری شي.
دغه انځور په وار وار رایادیږي ، په کشمکش او مخالفت کې، په بحث او شخړه کې، په جنګو او لانجو کې، مونږ اکثره دغه انځور بیخي له یاده وباسو. مونږ دا هیره کړو چې زمونږ جګړه له مریض سره نه بلکه له مرض سره ده، مونږ له بدۍ نه کرکه لرو نه له بد انسان نه، بد انسان خو باید هغه وخت ختم کړای شي چی کله یې د شفا هیله نه وي.
دغه انځور وګوری او بیا ځان ته وګوری آیا په تاسې کې دومره محبت،نرمي ، شفقت، زړه خوږۍ، حوصله، صبر او قوت شته چې خلک درته کنځلې وکړي اوپه ډبرو مو وولي او تاسې ورته دعاګانې وکړی؟
ستاسې په لاره کې اغزي واچوي خو تاسې ورته ګلان فرش کړی؟
هغوی مو ورټي خو تاسې ورپورې هیلي وتړی؟
له تاسې سره اړیکي وشلوي خو تاسې یې ورسره ټینګې کړی؟
دوی درباندې ظلم وکړي او چی کله زور درته لاس ته راشي تاسې یې معاف کړی؟
داسمه ده چې بدی ته په نیکۍ ځواب ورکول اسانه کار ندۍ، خو دالله لور ته بلنې، نیک عمل او په اسلام باندې دکلک پاتې کیدو په موخه دغه څه ته ډیره اړتیا ده. دغه قیمتي پانګه نیکمرغه خلکوته په لاس ورځي هغوی چې د صبر په صفت نازول شوي دي. الله پاک فرمایي  :
(ومن احسن قولا ممن دعا الی الله و عمل صالحا وقال اننی من المسلمین................الا ذوحظ عظیم )
ژباړه:له هغه چانه به د بل چا خبره ښه وي چې د الله لور ته بلنه کوي،نیک عمل کوي او وایي چې زه مسلمان یمه،ای پیغمبره! نیکي او بدي سره برابر نه دي،د بدۍ ځواب په نیکی سره ورکړه او بیا وګوره چې هغه دښمن ستا نژدې دوست وګرځي،دغه صفت د هغه چا په برخه کې کیږي چې صبر کوي او دغه مقام د سترې برخې څښتنانو ته ورکول کیږي.
سپینه درته وایم، ترڅو چې په تاسو کې دغه صبر او حوصله او دغه محبت او شفقت نه وي نو تر هغه د خلکو زړونه نه شې ګټلی.
داعي د چا ذاتي حریف او دښمن نه وي، هغه که مقابله کوي نو د خیر غوښتنې جذبه یې جګړې ته اړباسي، که وهل کوي نو دزړه خوږی له مخې لکه یو ډاکټر چی د کوم رنځور غړي پریکوي.

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

2 Response to د څلورم انځور پاتې برخه

Khaksar Saib ta
شنبه خرداد ۱۵, ۱۰:۲۰:۰۰ بعدازظهر

Thanks sir can u alwas it is send me

خاکسار
دوشنبه خرداد ۱۷, ۰۶:۵۱:۰۰ بعدازظهر

why not but please leave or send me ur email address
thanks from u too

ارسال یک نظر