پنځم انځور--ژوند دبندګۍ په شرط

Categories:

پنځم انځور
ژوند د بندګۍ په شرط:
پیغمبر د سخت حالت سره مخ وه. دواړه لاسونه یې جوړه کړي او وايي:
ای الله له ماسره کړې ژمنې پوره کړه!
له ځان نه د ناخبری اوستونزمن حالت کې د مبارک له اوږې څخه څادر وغورځیږي خو هغه پرې خبر نه وي په سجده پروت وي او فرمایي:
ای الله که دغه څو کسان خاورې شول نو تر قیامته به ستا عبادت ونشي
مکې نه مدینې ته رهي شو په لاره کې یو وړوکی کلی راځي،بدر ورته وایي چې چاپیره ترې ځنګلونه او د شګو ډیرۍ او غونډۍ دي د هجرت دویم کال دی او پدې میدان کې هغه څه پیښیدونکي دي چې د انسانیت قافله د مرګ له لارې اړوي او د ژوند په لاره یې ودروي. یوخوا دهغه مهال دجهالت مرکز دمکې لوی لوی سرداران او د هغوی ځواک موجود دی او په وړاندې یې هغه قوت او ځواک ولاړ دی چې دلاشریک رب د دعوت پر بندګۍ په پنځلسو کلونو کې راټول شوی و چې پکې هغه بشري شتمني هم شتون لري چې دانه دانه راټول شوی وو او هغه چې مدینې ته یې په یوه اواز لبیک ووایه.
د باطل په خواکې زرکسیز لښکر ولاړ وو چې نه ورسره د تورو کمۍ وه او نه د اسونو او په مقابل کې یې د حق لارویان وه چې دری سوه او دیارلس کسان ول چې ورسره دوه اسونه او څو دګوتو په شمیر توري وې.
د بدر په لوړه څوکه حضرت سعد بن معاذ(رض) یو څپر جوړ کړ چې پکې حضور پاک صلی الله علیه وسلم او د غار ثور یار ابوبکر(رض) د غزا په اړه فکر او تدبیرکاوه.پدی شپه دحضورپاک صلی الله علیه وسلم پر یارانو هم خوب غلبه وکړه چې ددې خوب او سکینې موخه داوه ترڅو دزړونو څخه یې ډار لرې شي او ډاډ او باور ترلاسه کړي.
 خو پیغمبر ص ویښ وه او خپل رب ته یې د مسلمانانو د بري په حق کې لاسونه اوچت کړي ول دهماغه رب پر وړاندې ولاړ وه چاچې د خپل امر او رسالت لپاره ګومارلی وو.کله هم لاس په سینه مناجات کوي کله هم سر په سجده دعا غواړي. داهم نا اشنا ننداره وه چې په دې ویړه او پراخه نړۍ کې د توحید برخلیک په څو ځانونو کې منحصر وو. پیغمبر د سخت حالت سره مخ وه او دواړه لاسونه یې جوړه کړي او وايي:
ای الله له ماسره کړې ژمنې پوره کړه!
 له ځان نه د ناخبری اوستونزمن حالت کې د مبارک له اوږې څخه څادر وغورځیږي خو هغه پرې خبر نه وي په سجده پروت وي او فرمایي:
ای الله که دغه څو کسان خاورې شول نو تر قیامته به ستا عبادت ونشي.
د راز اونیاز دغه حالت خو مخې ته ونیسئ او په تیره داچې ددې امت ژوند له څه شي سره مشروط شوی، یانې تر قیامته به ستا بندګي ونشي، که دوی ژوندي پاتې شول نو دوی او ددوی وروستني به ستا بندګي وکړي او هره ساه به ستا عبادت ته وقف شي.
په دې دعا کې قربت او مطالبه هم شته او مدعا هم شته او د وعدې پیاوړتیا هم، داسې یې نه دي ویلي چې که دا امت نه وي نو حکومتونه به نه وي، کارخانې او مغازې به نه وي، ټکنالوژي به نه وي، انجینیري به نه وي،او دولت او تولیدات به نه وي، دا ټول شیان به وي مګر ددوی اړیکه به د واحد او لاشریک ذات له بندګۍ نه پرې شي
لکه دهر شي نه چې ساه وتلي وي که داسې وشي نو دا ټول شیان د کامیابۍ پر ځای د بربادۍ پر لور روانیږي.
دا وعده هم پوره شوه او په بدر کې بریا مسلمانانو ترلاسه کړه.
ترڅو که څوک هلاکیږي نو د روښانه دلیل سره هلاک شي اوکه څوک ژوندي پاته کیږي نو له روښانه دلیل سره پاته شي.(انفال ۴۲ آیت)
ددې انځور له لیدو وروسته لږ له ځانه هم وپوښتۍ چې ایا موږ د راز او نیاز پر دغه لار ترکومه حده روان یو؟
څو دخپل خدای نه د ځمکې دخلافت غوښتنه وکړو؟
د بریالیتوب اوکامیابۍ غوښتنه؟ او دسوبمن ژوند او کامیابۍ زیرۍ راباندې وشي. ددین د غلبې وعده، دویر نه دخلاصون وعده،له هغه نیک عمله ډلې سره شویده چې...یعبدوننی لایشرکون بی شیأ(نور ۵۵ آیت)
د یوخدای عبادت کوي او شریک ورسره نه مني.

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "پنځم انځور--ژوند دبندګۍ په شرط"

ارسال یک نظر