په تاسو کې غوره ځوان څوک ده؟

Categories:



لیکنه : بدیع الزمان سعید نورسی
ژباړه: خاکسار وقار
>>غوره ځوان هغه ځوان ده چې ځان سپین ګیری وبولي او بدترین بوډا هغه ده چې خپل ځان د ځوان په شکل وښایي<<.
پوښتنه: ایا دغه وینا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ده؟ او که وي نو هدف ترې څه ده؟
ځواب: هو نوموړې وینا دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ده او مقصد ترینه دا ده:
 غوره ځوانان هماغه دي چې له خپل ربه د غفلت په سمندر کې غوټه شوي نه دي،بلکه د ډیر عمر لرونکو په شان مرګ تل په یاد لري،د خپل د اخرت لپاره کوښښ کوي او ځان د ځوانۍ د هوس او شهوت له زنځیرونو ازادوي.
او بدترین زاړه هماغه دي چې د بوډاتوب په حالت کې یې هم د ځوانۍ فکرونه په ماغزو کې ګرځي او د کوچنیو په شان د ځوانۍ له هوا او هوس پیروي کوي.
ما په خپله کوټه کې یوه تابلو نصبه کړې چې هر سهار او ماښام له هغې څخه لیدنه کوم په هغې کې څه لیکنې دي چې واقعا د یو پراخ مفهوم لرونکي دي:
که سرپرست یا ولي غواړې نو بس ده چې الله جل جلاله دې ولي وي
هو که هغه دې ولي وي نو هر څه به ستا دوست وي.

که ملګری یا مونس غواړې نو قران بسنه کوي چې ستا ملګری اوسي
ځکه چې په قرانکریم کې به له پیغمبرانو او پرښتو سره وې،دواړه څومره ښه ملګري دي.

که د مال او ثروت غوښتونکی یې نو د قناعت ګنج او خزانه درته بس ده

که دښمن غواړې نو تالره د نفس دښمني بس ده>>
ځان غوښتونکی او مغرور انسان بې له شکه له ستونزو سره مخامخ کیږي په داسې حال کې چې متواضع او خاکساره انسان تل له خوښۍ او احترام سره مخ وي.

که وعظ او تقریر غواړې نو تالره د مرګ د یاد وعظ او تقریر بس ده
واقعا که له هر چاسره د مرګ یاد وي نو هغه د اخرت لپاره زیار باسي.

ناروغ ځوان ته:
ای ځوانه چې په مرض مبتلا شوی یې !
زما د تجربو له مخې په اوسنې وخت کې ناروغې دځینو کسانولپاره رحماني تحفه اوهدیه ده،په دې وروستیو کې یو شمیر ځوانان چې له ناروغیو ځنې یې شکایت درلود ما ته راغلل،برسیره پردې چې ځان یې وړ نه وینم،له مایې د شفا او خیر دعا وغوښتله.ما په دوی کې هغه کسان چې خپل نفس یې زیات تر کنترول لاندې راوستی وه او د ځوانۍ له شهواتو بې پرواه ول د زیات تکلیف په حال کې لیدل
ورته مې وویل:
وروڼو! زه پر تاسې احسان نه کوم،زه به حتمی تاسې ته دعا وکړم نو ددې ناروغیو په مقابل کې صبر خپله وظیفه وګرځوی ترڅو روغ شی،له الله هیله مند اوسۍ کله چې ناروغۍ خپله وظیفه پای ته ورسي مهربان ذات به تاسې ته شفا درکړي.
بیا مې وویل:
ستاسې ځیني همزولي د یوه ساعت خوند او ظاهري بریا لپاره خپله تل پاتې ټوله اخروي زندګي بربادوي،پدې معنی چې بې له ناروغیو له روغ صحت سره د غفلت کندې ته غورځیږي تردې پورې چې ځان غرق کړي.
خو تاسې په همدې ناروغه حالت کې قبر په یاد لری،دقیامت ورځ  مو تر سترګو ده او لپاره یې خپل ځانونه او حرکات جوړوی،له همدې کبله ناروغی درته د صحت زیری لري او ستاسو د هغو نورو همزولو لپاره صحت د ناروغۍ زیری لري

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

1 Response to په تاسو کې غوره ځوان څوک ده؟

ناشناس
پنجشنبه تیر ۰۳, ۰۷:۳۱:۰۰ قبل‌ازظهر

وقار صاحب تاته دې الله جل جلاله اجرونه درکړي
ښکلۍ مطلب الله دې مونږه ټول ځوانان د همدې حیث شریف مصداق وګرځوي
امین

ارسال یک نظر