د ناهید کیسه

Categories:


لیکنه: محسن امین
زه په یوې ډیرې عجیبې کورنۍ کې ژوند کوم، زه نه پوهیږم چې دلته ولې پیدا شوې یم…….دلته مې زړه ډیر تنګ دی……
دا جملې همیشه د ناهید په ذهن کې ګرځیدلي، ناهید اوس د شپاړسو کلو ده، د ځوانۍ دنیا ته په ننوتو، د ډول ډول خیالونو سره بلده شوه، خپل چاپیریال ته متوجه شوه، هر څه د ناهید د خوښې پر خلاف روان ول.
د ناهید مور پاڅیده او د کور دروازه یې ورته خلاصه کړه، ګوري چې مخامخ یې زوی ولاړ دی، غربي دریشي یې اغوستي ده او په سینه باندې یې د امریکایې فلمونو د یو ستوري انځور رسم شوی دی، په لاس کې یې موبایل وو او دې موبایل نه دوه تارونه راغلي او د غوږونو ګوشي په پوري نښتي ول او د هندي سندورو تت اواوزونه ترې راتلل.
مور ته یې سلام وانه چوه او همداسې پر مخ ولاړ
د ناهید قران کریم سره ډیره مینه وه، همیشه به یې غوښتل چې د قران کریم تلاوت وکړي او په معنی یې ځان پوه کړي، د قران کریم د تلاوت نه وروسته به یې غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث او سیرت مطالعه کړي، خپل دین سره یې له کوچنیوالي څخه مینه وه، خو د ځوانۍ ګل بڼ ته له ننوتو وروسته د ایمان څپې یې په خوځیدا راغلي او دیته اړ شوه چې په نیکۍ امر وکړي او له بدۍ نه خلک منع کړي، خو د ناهید کورنۍ بل ډول وه.
لکه د نورو ډیرو کورنیو په څیر د ماده پرستۍ او سیکولریزم ښکار شوې وه، د اسلامي ښوونو پر لارو تلل ورته ډیره ستونزمنه او ناشونې ښکاریده. د درې پیړیو څخه را پدیخوا د نړۍ دا نوی راټوکیدلی تمدن او تهذیب وزیږیده چې فلسفه یې ژوند ته د همدغې ژوند معنی ورکوي او مذهب یوازې د ژوند د یو څو رسوماتو او رواجونو پورې منحصره وي.
دا فلسفه د ساینسي انقلاب سره یو ځای راووته او ورځ تر ورځه یې ساینس پوهانو د بنسټ د ټینګښت لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتلي، کله چې په اورپا کې خلک د کلیسا او د پاپ د زورواکۍ څخه پوزې ته راغلل نو بله لاره یې نه لرله ترڅو د ساینس پوهانو پر غلطو تګلارو خپل پلونه کیږدي، د اورپا ولس یې الحاد او د مذهب نه د خپلواکۍ د اخیستو لپاره را وباله او دا یې عامه کړه چې ولس دي خپل منتخب مشران وټاکي او همدا مشران به د الهي احکامو پر ځای په خپلو لاسونو وضعي قوانین جوړ وي. همدغه تهذیب ورو ورو د خلکو پر زړونو واکمن شو او دایره یې پراخه شوه.
دغه غربي تهذیب د نړۍ ټولو تهذیبونو ته ماتي ورکړه او ټول یې د ځان غلامان کړل، خو یوازې یو تهذیب چې د پیل نه تر اوسه پورې ورته ګواښ وو هغه اسلامي تهذیب دی. د غربي تهذیب سالاران په دې ښه پوهیدل چې د نړۍ نور تهذیبونه مونږ په ځان کې هضمولای شو، خو یوازې اسلامي تهذیب د ځپلو لپاره وخت ته اړتیا لیدل کیږي.
د ناهید او همداسې په سلګونو نورې کورنۍ په ټولو اسلامي هیوادونو کې د غربي تمدن هر کلی وکړ او داسې یې پر زړونو راسخ شو چې د خپلو نیکونو تیر ویاړلی تاریخ یې له یاده ووت. د غربي تهذیب نشه دومره اغیزناکه وه چې یو ځل یې څوک وڅکي بیا نو د دې غلاف نه راوتل او څیرې کول ورته ناشوني ښکاري او خپل ژوند د غربي سالارانو تر واکمنۍ لاندې تیروي.
د ناهید په کور کې هم مذهب سره خداي پاماني شوې وه، یوازې د اخترونو پر لمونځونو اکتفا وشوه، د زکات د کلمې لپاره به قاموس ته اړتیا پیدا کیدله، روژه د عادت او خلکو سره د سیالۍ لپاره وه او یوازې اسلامي نومونه د ناهید په کور کې څرخیدل.
یو ماښام پلار یې د ناهید مور ته وویل”  د ناهید مورې، زه د پخوا نه ناهید ته متوجه یم، ورځ تر ورځه یې د دین سره علاقه زیاتیږي، زه ویریږم چې د طب مینه یې د زړه نه ونه ووځي او بیا به ما او تا خبر نه وو چې د طب پر ځای به یې شرعیات انتخاب کړي وي… “
د ناهید مور چې په تلویزیون کې یې هندي سریال په ډیرې ناکرارۍ تعقیبوه، یو ځل را نیغه شوه او د ناهید پلار ته یې په ځواب کې وویل ” هو…..ښه شوه چې تا دا خبره را یاده کړه، زه هم دې خبرې په اندیښنه کې اچولې یم، دا خو زما او ستا اشتباه وه چې مونږ ورته د ساینس، بیالوژي او د طب کتابونه وانخیستل او دې مسلک سره مو د هغې علاقه پیدا نه کړه“
د ناهید پلار وویل ” ما خپل پوره کوشش پرې کړی دی، ما ورته ډیر کتابونه راوړل، مختلفې ساینسې مجلې او فلمونه مې ورته واخیستل، خو ناهید هیڅ پاملرنه ورته نه کوي، همیشه همدا دیني کتابونه مطالعه کوي“
د ناهید مور د تلویزیون اواز لږ کم کړ، بیا یې وویل ” ناهید له مونږ ټولو نه ډیره بدله ده، هر کله که په تلویزیون کې هر ډول سندره راشي، د هغه ځای نه پاڅیږي، سریالونو او ډرامو سره یې هیڅ علاقه نشته، کله چې ورته ووایم چې راځه بازار ته ځو نو ماسره نه ځي، هره ورځ ورته د نوي فیشن جامې راوړم خو هغه نه اغوندي، همدا ساده افغانی لباس یې خوښ دی، پرون خبره شوم چې انګلیسي کورس ته هم نوره نه ځي…… “
دې وخت کې د کور زنګ ووهل شو، او بیا همداسې ګړنګیده تا به ویل چې د زنګ په بټن کوته ایښودل شوې ده او نه یې ترې لیري کوي، دوې دواړه ورخطا شول، خو بیرته یې ارامه ساه واخیسته او پوه شول چې اولس کلن زوی یې اوس کور ته راغی. د ناهید مور پاڅیده او د کور دروازه یې ورته خلاصه کړه، ګوري چې مخامخ یې زوی ولاړ دی، غربي دریشي یې اغوستي ده او په سینه باندې یې د امریکایې فلمونو د یو ستوري انځور رسم شوی دی، په لاس کې یې موبایل وو او دې موبایل نه دوه تارونه راغلي او د غوږونو ګوشي په پوري نښتي ول او د هندي سندورو تت اواوزونه ترې راتلل.
مور ته یې سلام وانه چوه او همداسې پر مخ ولاړ، د مور یې تمه وه چې اوس به یې زوی ورته سلام واچوي او د خیر خیریت پوښتنه به ترینه وکړي خو همداسې ناهیلي پاتي شوه.
د ناهید ورور راغی او خپل پلار او مور یې مخاطب کړل، په حیرانتیا یې ورته وویل ” پلاره، د ناهید په اعصابو کې خو به فرق نه وي راغلی…..!!! “
پلار او مور یې ورخطا شول، پلار یې ورته وویل ” څه خبره ده قیسه؟ څه شوي دي….؟ “
قیس ورته وویل ” پرون ناهید ماته خپله یوه د سرو زرو ګوته راکړه چې دا ورته خرڅه کړم، د هغه پیسو نه یې اته نیم زره افغانۍ زمونږ په دوو غریبو ګاونډیو وویشلي، ما چې ترینه پوښتنه وکړه چې دا ولي؟ هغې راته وویلي چې زما د سرو زرو ټول قیمت دري نیم لکه افغانۍ دی او اته نیم زره افغانۍ پکې زکات کیږي او دا پر ما فرض دی چې زه خپل زکات ورکړم….. زه ورته ډیره حیران شوم، ما ورته وویل چې که دا روپۍ در باندې اضافه وي نو ماته به دې راکړي وي، ما به پرې ځانته نوی موبایل اخیستی وو….خو ماته یې هیڅ ونه ویل او همداسې خپلې کوټې ته ننوته….. “
د ناهید پلار او مور حیران دریان پاتي شول او ناڅاپه یې د خولي نه دا راووتل ” …..زکات….. “
قیس خپله خبره پوره کړه ” هو رښتیا یوه بله خبره….پلاره، نن چې ته دفتر ته تللی وي، نو ناهید رانه زمونږ د کمپنۍ د اسنادو پوښتنه کوله او غوښتل یې چې د دې شرکت زکات هم معلوم کړي او تاسې لپاره یې محاسبه کړي او بیا یې تاسې ورکړﺉ….. “
د ناهید مور په حیرانتیا وویل ”  لکه چې د دې جلۍ اعصاب رښتیا هم خراب شوي…. د دې څه چاره وکړﺉ“
قیس په بې پروایې وویل ” تاسې ولي ورته پریشانه یاست، ناهید په ریاضي کې دومره تکړه ده، د طب پرځاي دي د ساینس پوهنځۍ ولولي“
پلار یې په غوسه شو، ورته یې وویل ” احمقه چوپ شه، خبره بل چیرته ده….. “
قیس هم نه پوهیده چې څه خبره ده، بیرته یې د موبایل ګوشي خپلو غوږونو کې کیښوده او خپلې کوټې ته ننوت.
د ناهید د پلار او مور ترمنځ فضا خاموشه وه، بیا د ناهید پلار وویل” ته راځه چې د ناهید کوټې ته ورشو او ویې ګورو چې په څه کار بوخته ده؟“
د ناهید پلار او مور پاڅیدل او د ناهید کوټې پر لوري لاړل، د کوټې دروازه یې چې خلاصه کړه، ګوري چې ناهید خپل کمپیوټر کې د ډاکټر ذاکر نایک تقریر ته په پوره پاملرنې سره ناسته ده، د دروازې د خلاصیدو اواز یې پام ور بدل کړ او ویې لیدل چې پلار او مور یې په دروازه کې ولاړ دي او په حیرانتیا ورته ګوري.
ناهید د خپلې څوکۍ نه پاڅیده، پلار او مور ته یې وویلي” مهرباني وکړﺉ، راځئ کینئ، دا د اوریدو وړ پروګرام دی…… “
د ناهید مور په غوسه وه، خو پلار یې زړه نا زړه وو، مور یې ورته په غوسې وویل ” ناهید، مونږ تا سره یو څو ضروري خبرې لرو، دا پروګرام دي اوس بند کړه او زمونږ با ارزښته وخت پرې مه ضایع کوه….. “
ناهید د کیبورډ اوږده بټن ووهله او تقریر یې ودراوه، د ناهید پلار او مور د ناهید پر کټ کیناستل او ناهید په خپلې څوکۍ کیناستله.
د ناهید پلار په ډیرې نرمې لهجې خبره پیل کړه” ناهید، ته پر مونږ ډیره ګرانه یې، مونږ تا پورې ډیر توقعات تړلي دي، ته باید زمونږ دا هیلې او ارمانونه را پوره کړي، په قوم او ټولنه کې ټول خلک ستا لیاقت او استعداد ته حیران دي، ته باید خپلو کارونو ته متوجه شي او بې ځایه خپل وخت ضایع نه کړي، مونږ غواړو چې ته د دې هیواد تر ټولو تکړه ډاکټره شي، که څنګه د ناهید مورې؟…..“
د ناهید مور هم خپله لهجه نرمه کړه ” هو کنه، ګوره ناهید جانې، زمونږ ټول خپل او خپلوان مونږ ته وایې چې تاسې ډیر نیکمرغه یاست چې ناهید مو لور ده…. او اوس خدای ته وګوره مونږ مه شرموه…..لږ ځان تکړه کړه، ته به ډیر زر پدې هیواد کې لوی نوم پیدا کړي“
ناهید په غور د دوې خبرې اوریدلي او په شونډو یې یوه معنی داره موسکا وه، خپله خبره یې داسې پیل کړه ” تاسې دا دومره خواري ما لپاره کوﺉ او که ځان لپاره…… تاسې سره خو زما د راتلونکي دومره غم نشته لکه څومره چې تاسې خپل راتلونکي ته پریشانه یاست، تاسې خو ما نه د خپل ځان لپاره د ویاړ یوه وسیله جوړوﺉ، او زه غواړم چې دا زیری هم تاسې ته واورم چې سر د سبا نه زه ښوونځي ته هم نه ځم او تر لسم ټولګې پورې مې زده کړه بس ده…. “
د ناهید مور او پلار چې د ناهید دا ځواب واورید، نور هم نرم شول او غوښتل یې چې په نرمۍ سره ناهید دې ته مجبوره کړي تر څو د دوې خبره ومني، اوس یې پلار غوښتل چې بل ډول استدلال ورسره وکړي ” ګوره ناهید، مونږ ستا دې کارونو سره مخالف نه یو، خو زمونږ ټولنه بل ډول ده او دا کارونه بد ګڼې، که ته غواړي چې پرمختګ وکړي نو باید د ټولنې سره ځان برابر کړي او ځانته بې ځایه خنډونه پیدا نه کړي، مونږ دا ویره لرو چې هسې نه خلک مونږ باندې د بنسټ پال او یا د تروریستانو نومونه کینږدي، او که ته یو ځل ښوونځي ته تګ بند کړي نو خلک به ډول ډول شکونه را باندې وکړي“
ناهید ورته بیا په نرم اواز وویل” پلار جانه، ماته چې څومره زده کړه په کار وه هغه مې ترلاسه کړه، زه اوس کولای شم چې خپلې نورې ضروري زده کړي په کور کې وکړم، زه اوس غټه شوې یم، زه باید بې موجبه بهر ته ولاړه نه شم، هسې نه هم ورځ تر ورځه اخلاقي فساد په ټولنه کې زیاتیږي، د ښوونځي، کورس او بازار نه راته همدا کور ښه دی، دلته کور کې راسره کمپیوټر شته، انټرنیټ شته، کتابونه شته، زه د همدې نه استفاده کوم، زه کوشش کوم چې اسلام باندې ځان پوه کړم او عمل پرې وکړم، او دا زما تر ټولو لویه نیکمرغي ده چې الله تعالی راته په یوې داسې ټولنه کې هدایت کړی او سمه لاره یې را ښودلي ده او تاسې ته هم دا وایم چې د الله خبره ومنئ تاسې خو د اسلام اساسي ارکانو باندې عمل هم نه کوﺉ، نو د قیامت په ورځ به الله تعالی ته څه وایې…….“
د ناهید د مور حوصله پای ته ورسیده او په لوړ اواز یې ورته وویل” چوپه شه بې عقلې…..ته اوس مونږ ته اسلام را زده کوي، ته څه فکر کوي چې مونږ مسلمانان نه یو……. مونږ د دې نورو په څیر د تشدد نه کار نه اخلو….مونږ معتدل مسلمانان یو…. “
د ناهید پر پلار باندې لکه چې د ناهید خبرو اثر کړی وو، د ناهید مور ته یې وویلي ” چوپه شه، اواز دې دومره مه لوړوه“
ناهید چې د خپل پلار وضعه ولیده، پاڅیدله او د څنګ المارۍ نه یې خپله تذکره را واخیسته، خپل پلار ته یې وښودله او ورته یې وویلي ” پلار جانه، دلته وګوره…..زما په تذکرې کې زما نوم ناهید لیکل شوی…..زه دا پوښتنه درنه کوم چې زما نوم جولیا یا کریستینا ولې نه دی لیکل شوی……هلته لاندې وګوره…… زما دین اسلام ښودل شوی…… او همدارنګه ستا نوم ابراهیم دی ولي مایکل ندی ولي جان ندی……. پلار جانه، زمونږ یوازې نومونه اسلامي دي، نور ټول کړه وړه مو د غربیانو په څیر دي…… پلار جانه، مونږ ټول دوکه شوي یو…. مونږ ته غربیانو دوکه راکړي…… هغوي غواړي چې همیشه زمونږ واکمن اوسي او مونږ یې همیشه غلامان اوسو….  نه دا نشې کیدلای…… زه به تر مرګه پوره خواري کوم او خپل اسلام نه به دفاع کوم، دا دین تر مونږ پورې په ډیرو خواریو را رسیدلی، د دې دین د ساتنې لپاره په لکونو خلکو ځانونه قربان کړي…. د هغوي قربانۍ باید هسې لاړې نشې…… او د دې دوه ورځې دنیا لپاره زه خپل اخرت نشم خرابولای…… “
د ناهید اواز چوپ شو او سترګو څخه اوښکې روانې وي، د ناهید پلار او مور هک پک ناست ول او سترګې یې بوټي را وتي وي او په خپلو غوږونو یې باور نه کاوه چې څه یې واوریدل.
لکه چې د ناهید دعا الله تعالی قبوله کړه او تقدیر دا پریکړه کړي وه چې د ناهید په کور کې به د غربي تهذیب دا اخرنۍ شپه وي.
سرچینه : اصلاح انلاین



Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

1 Response to د ناهید کیسه

ناشناس
پنجشنبه تیر ۰۳, ۰۷:۱۸:۰۰ قبل‌ازظهر

الله دې په هر کور کې داسې ناهیده پیداکړي ترڅو د اسلام لپاره هر اړخیز خدمت شوی وي

ارسال یک نظر