اوم انځور

Categories:


اوم انځور
زمونږ او ستاسې د دعوت کار
خلک به د واحد خدای بندګي ومني او که نه؟
په عدالت او انصاف ولاړ چاپیریال به رامنځ ته شي او که  نه؟
د لیدو پرته جنت یو حقیقت جوړیدل، او ددې په بدل کې د ژوند سودا کول، ددې د لاسته راوړلو لپاره د هر شي بایلل، ددې د خوښیو د احساس له مخې ورمنډه کول او میوو ته یې لاسونه ور وړاندې کول... په دې اړه زماسره البم کې دومره انځورونه دي چې
زمونږ دا اصل او دا منزل بیخي پوخ دی، او ددې حالت د له لاسه ورکولو پوښتنه هم نه پیداکیږي، دا زمونږ اصلي کامیابي او جنت ته  د تللو او د جهنم نه د ژغورنې لاره هم ده.
خو ددې مقام وعده له هغه چا سره شویده چې د رب بندګی او انصاف لوري ته د خلکو د رابللو په هڅو کې له هر څه نه تیر شي، آن سر هم ترې ځار کړي خو د جنت نه تیر نشي، ځکه اصلي موخه او پړاو همدغه دی.
زه ستاسو د هیڅ یو که نارینه دی او که یا ښځینه، عمل نه ضایع کوم که څوک زما لپاره هیواد پریږدي، یا له کوره ایستل شوي وي یا زورول  شوې وي، که زما لپاره جګړه وکړي او ووژل شي نو زه به یې اجر ورکړم او ګناه به ورته  وبښم، دوی به هغه باغونو ته داخل کړم چې ویالې ترې لاندې بهیږي. «آل عمران)
د لیدو پرته جنت یو حقیقت جوړیدل، او ددې په بدل کې د ژوند سودا کول، ددې د لاسته راوړلو لپاره د هر شي بایلل، ددې د خوښیو د احساس له  مخې ورمنډه کول او میوو ته یې لاسونه ور وړاندې کول... په دې اړه زماسره البم کې  دومره انځورونه دي چې اوس یې تاسوته ښودل ممکن نه دي، بیا به بل وخت ددې البم سیل  درباندې وکړم.
په بیړه ددې څو منظرو ننداره وکړی!!
دا انس بن نضر دی، د رسول الله  د شهادت اوازه یې واوریده، د احد له غره نه ورته د جنت بوی راغی، د ټپونو ډک بدن بیرته د جنګ ډګر ته ستون شو او د جنت پر لور یې ګام واخیست.
او دا هم عمیر بن حمام دی! چې د جنت  بلنه یې واوریده نو دومره انتظار یې ونه ویست چې، په لاس کې ورسره شته خرما یې  خوړلې وای، خرما یې وغورځوله او په منډه د جنت پر لوري روان شو.
او دا هم حرام بن ملحان دی! د جنګ په  میدان کې دښمنانو د شا لخوا په نیزه وهلی چې، له بې تابی نه په زمکه را ولوید، د ساه ورکولو نه وړاندې یې د خوښی موسکا پر شونډو خوره وه او بریالیتوب یې د سترګو پر وړاندې نڅا کوله، په ژبه یې دا الفاظ ول... فزت برب الکعبه...( د کعبې  په رب مې دې قسم وي چې زه بریالی شوم)
دا ابو دحداح دی چې جنت ورته  دومره نږدې او قیمتي وو چې خپل باغ یې یو یتیم ته وسپاره او خپله سرشاره خوښ وو. 

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

3 Response to اوم انځور

ناشناس
سه‌شنبه تیر ۱۵, ۰۵:۵۵:۰۰ قبل‌ازظهر

الله جل جلاله دې راته توفیق د عمل کولو پرې راکړي
او خپرونکیه تاته دې الله جل جلاله جنتونه نصیب کړي انشالله تل به درته دعاوی کوو

سه‌شنبه تیر ۱۵, ۰۵:۵۹:۰۰ قبل‌ازظهر

مننه وروره جانه!
الله دې وبخښه، دا چې تاسې دا وبلاګ ګوری او ماته د ډاډ پیغامونه پریږدی الله به مو له ثوابه نه بې برخې کوي، انشاالله ټول به په ګډه اسلام ته له وسه زیات خدمت کوو او همدغه مو هدف ده، الله دې راته توفیق راکړي تر څو واقعي مسلمانان رانه جوړشي

سه‌شنبه تیر ۱۵, ۰۶:۱۹:۰۰ قبل‌ازظهر

مننه گرانه الله دی کامیاب لره


دنورو مطالبو به تمه...

ارسال یک نظر