په هکله اتلس مهم ټکي IDM د

Categories:


سرچینه: ترفندستان
ژباړه : خاکسار وقار
Internet download manager چې IDM هم ورته واېي د انټرنټ د نړى د ډانلوډ لپاره خورا مهم او مشهور سافټ ویر دى. ډیر زیات داسې شیان پکې ځای په ځای شوي چې نوموړي پروګرام ته یې پوره والى وربښلى. په دې مطلب کې د هغه له اتلسو وړو خو خورا مهمو ټکو څخه غږیږو.
له هرڅه د مخه یې ژبه انګلیسي ته بدله کړئ ځکه دا ټكي په همدې ژبه لیکل شوي دي.
۱- که غواړى چې له IDM څخه په ټولو پلټونكو يا بروسرو کې کار واخلئ نو لومړى IDM خلاص کړئ بیا options ته لاړ شئ، د General په ټب کې Use advanced browser integration نښه او ok کړئ. یو ځل د سیستم بیا روښانه کولو ته ضرورت پیښیږي، کله مو چې سیستم وروسته له ګل کیدو بیرته روښانه شو نو په همدې برخه کې د براوسرو لست وینئ، هغه بروسر يا پلټونكي ماشيونه چې غواړى IDM سره یې یو ځای کړئ انتخاب او ok کړئ.
۲- که غواړئ چې هغه فایل ډانلوډ کړئ چې IDM نه پیژني، نو همدومره بسنه کوي چې له کیبورده د کنټرول تکمه ونیسئ او د فایل پر لینک کلیک کړئ.
۳ـ که غواړئ چې یو فایل د IDM پوسیله ډانلوډ نشي نو له کیبورده د alt تکمه ونیسي او د فایل په لینک کلیک وکړئ.
۴- که غواړئ چې په خپل سر IDM هیڅ کوم فایل ډانلوډ نه کړي نو له options څخه File Types ته لاړ شىئ او هلته ټول شته فرمتونه پاک کړى یا هغه فرمتونه چې تاسې یې نه غواړئ اتومات ډانلوډ شي پاک کړئ.
۵- لکه څنګه به مو چې لیدلي وي د هر ډانلوډ په اول او اخر کې ځینې نورې صفحې خلاصیږي که غواړی چې نوموړى صفحې خلاصې نشي نو له options څخه Downloads ته ولاړ شئ هلته
Show start downloading dialog او Show download complete dialog بې نښې کړى.
۶- د IDM د ډانلوډ شوو فایلونو له لسته که غواړى یو فایل کاپي کړى نو بسنه کوي چې هغه د نوموړي لست نه د موس پوسیله ونیسې او هر ځای ته چې یې غواړي کاپې یې کړې هلته یې خوشې کړې.
۷- په IDM کې د انترنت د سرعت ټاکل د فایلونو د ښه ډانلوډ سره مرسته کوي، نو په IDM کې له options نه  connection  ته ولاړشی ، چې څومره مو د انټرنټ سرعت وي ورته یې وټاکى.
۸- که له کم سرعته انټرنټDial-up  څخه استفاده کوى نو Options->Connection ته ولاړ شى اوMax. Connection number د ۴ پر مخ وټاکى.
۹- که غواړى یو ځانګړى فایل په بیل پسوند مستقیما له IDM ډانلوډ شي نو options نه File Types ته ولاړ شی او هلته د نوموړي فایل پسوند اضافه کړی.
۱۰- که له کوم داسې سایټ ډانلوډ کوى چې username او password غواړي نو هغه په Options کې       Site logins ته اضافه کړی تر څو هر ځل کاري نوم او پاسورډ ته ضرورت پیښ نه شي.
۱۱- که IDM له کوم ځانګړي سایټ سره ستونزه لري او ډانلوډ ترې نشي کولای نو هغه ادرس لهoptions  نه په File Types دوهمه برخه کې واچوی ترڅو په اتومات ډول ترې ډانلوډ وکړي.
۱۲- د IDM په دننه کې د Grabber په نامه یوه برخه شته چې د هغې پوسیله کولای شی د یو سایټ په ننه کې ټول فایلونه پیدا او چې کوم وغواړى ډانلوډ یې کړی.
۱۳- که له داسې یوه سایټه ډانلوډ کوی چې هغې په ډانلوډ محدودیت لګولى نو Options>connection ته ولاړ شی او  هلته په New کلیک کړی د یاد سایټ ادرس ور اضافه کړی، نور به له ستونزې سره نه مخ کیږی.
۱۴- له Options>Sounds نه کولای شې چې د ډانلوډ سره د مخ کیدونکو اتفاقي پیښو لپاره یو مناسب اواز وټاکی.
۱۵- که د ډانلوډ په جریان کې مو انټرنټ قطع شو نو options>Dial-up ته ولاړ شی هلته د خپل کنکشن اړوند معلومات ورکړی تر څو په اتومات ډول بیا له هماغه ځایه ستاسې ډانلوډ شروع شي.
۱۶- تاسې کولای شی مسلسل فایلونه له Tasks>Add batch download  له لیارې ډانلوډ کړی، دا د هغه فایلو لپاره ده چې پرلپسې ډول باید ډانلوډ شي.
۱۷- که غواړى چې IDM ستاسې د انټرنټ له ټولې برخي استفاده ونکړي او لږه برخه مصرف کړي نو کولای شې Downloads کې هغه ته ځانګړى سرعت  وټاکی تر څو هماغه اندازه مصرف کړي.
۱۸- د IDM په وسیله کولای شی له سایټونو تصویري یا صوتي فایلونه هم ډانلوډ کړی، ددې لپاره له Options نه General ته ولاړ شی، Edit کې پر Download panel for web-players in browsers  کلیک کړی.
دا لیکنه له اصلاح انلاین ویبپاڼې راخیستل شوې

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "په هکله اتلس مهم ټکي IDM د"

ارسال یک نظر