رجب طیب اردوغان

Categories:




رجب طيب اردوګان

رجب طيب اردوګان د ترکيې لومړې  وزير دعدالت او پرمختيا دګوند رئيس ،مشهوره سياسي څيره ، دسياسي ځيرکتيا څخه داسې برخمن کس ،چې دخپلو هیوادوالو زړونو ته يې لار موندلې نوموړې توانيدلې ، چې په نړيوالو او  اروپايي سياسي ناستو پاستو کې خپل ځان پر نورو ومني  ، خو پردې سربیره  درجب  طيب په اړه تل ناندرې راپورته کيږي  سيکولر خلک  دا او دده  ګوند  هروخت څاري .
اردوګان په خپل سياسي تاريخ کې  له يو لړ دريځونو او سياسي  ناندرو سره مخ شوی خو نوموړی  په ډير مهارت  ورڅخه سرلوړی  راوتی ډيری وخت يې داسې رول تر سره کړی ، چې هرڅه يې په خپله ګټه راڅرخولي  .
دترکيې لومړی وزير دهرې ورځې په  تيريدو د اتل  په څيره کې راڅرګنديږي  نوموړی  لومړی سياسي کس و ، چې پر غزة يې د اسرائيلو بريد وغنده همدغه دليل و ، چې ولسمشر شمعون  پيريس پرې د ډافوس په سيمينار کې نيوکې کولې کله ، چې نوبت  اردوګان ته  ورسيده دغونډې سمبالونکي به  يې خبرې ورپرې کولې ده څوځلې  ورنه غوښتنه وکړه ما پريږده ،چې خپلې خبرې پوره کړم ، خو سمبالونکی ، چې دواشنګټن پوسټ  ورځپاڼې مشهور ليکوال دی او له  اسرائيلو  سر ه يې خواخوږي له هيچا پټه نه ده اردوګان ته مناسب وخت نه ورکاوه هماغه و ، چې  اردوګان د ملګرو ملتونو دعمومي سر منشي بان کي مون  ، دعرب ليګ د مشر عمروموسی  په حضور کې  له تالاره اووت  او داغبرګون يې وښود ، چې سمبالونکو ډلې  دا نه پرېښود ، چې د غزې د جګړې په اړه د شمعون پیریس پر څرګندونو يو څه ووايي .
د حيرانتيا او ستاينې خو داده ،چې  نوموړي هغه مهال  له څوکۍ  راپورته شو ، چې ولسمشر شمعون پيريس څوځلې دده خبرې ورپرې کړې  کله ، چې ورته شمعون وويل : « که چيرې پر ترکيه په لسګونو توغندي وروتوغول شي تاسې به څه کوی ، حماس خوموږ ته بله لار نه ده پرېښی » . اردوګان ،چې دناستو خلکو چک چکو په غوسه کړ نو ده ورغبرګه کړه : « اسرائيل  د وژنو ښه تجربه لري ، وړاندې له دې ، چې توغندي وتوغول شي تاسې  دغزې پر غاړو په لسګونو ماشومان  له کومې ګناه پرته ووژل  . دا ډيره دخفګان خبره ده ، چې تاسې هغه  چاته لاسونه پړقوې ، چې  په  زرګونو ماشومان  او نور بې ګناه خلک يې  وژلي  دغسې وژنې هيڅ توجيه کیدای نه شي » .
وړاندې له دې ، چې له تالاره  راووځي  سمبالونکو ته يې وويل : « شمعون 25دقيقې خبرې وکړې او ما ته دومره وخت  رانه  کړل شو ،چې زه  نيمايي خبرې  وکړم زه وځم او فکر نه  کوم ، چې بيا به ډافوس ته راوګرځم » .
راځې ، چې د لومړي وزير رجب طيب  اردوګان د ژوند لوړو ژورو ته تم شو .
کورنۍ:
رجب طيب اردوګان د 1954  ز د فبرورۍ پر 26 نیټه  داستانبول د  قاشم پاشا په غريبه او بيوزله سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستي  پلار يې د ترکيې په شمال کې د ( رزا) په  ولايت کې دکانالونو د کیندلو  کار کاوه  استانبول ته په دې  موخه  راغی که بخت ورسره ياري  وکړي او دخپلې کورنۍ  ژوند يې  لږ ښه شي .
اردوګان خپلې لومړنۍ زده کړې تر سره کړې  ، بيا د امامانو او خطيبانو په ښوونځي کې شامل شو  له  دې وروسته په استانبول کې  دمرمرې  پوهنتون د اقتصاد او سوداګرۍ پوهنځي ته شامل شو اردوګان د خپل ماشومتوب پر مهال  پر سړکونو وچه ډوډۍ ، ليمو خرڅ کړي ، ترڅو بل چا ته یې لاس اوږد نشي او  له خپلې کورنۍ  سره يو څه مرسته وکړي ، دخپلو زده کړو لګښتونه  هم  پوره کړي  نوموړې دزده کړې پر مهال  دفوټبال  د لوبې مينه وال و . نوموړي د جمهوري ګوند له مشر سره په يوه تلويزوني  مناظره  کې  په ډاګه وويل «  دلومړنيو او منځنيو زده کړو پر مهال ما بله چاره نه درلوده  پرته له  دې ، چې هندوانې او وچه  ډوډۍ وپلورم  غوښتل مې ،چې له  پلار سر ه مې مرسته وکړم  او دخپلې زده کړې  لګښتونه  پوره کړم  ځکه پلار مې بيوزله و » .
سياسي ژوند
نجم الدين اربکان  ، چې داسلامي سوکالۍ د ګوند مشر او وروسته بيا د ترکيې  لومړې وزير شو يو له هغو کسانو ، چې  د  اردوګان  پرسياسي ژوند يې  اغيز له ورایه جوت و ، اردوګان به تل له  اربکان  سره ملګری و ان تردې ، چې دسياسي  بنديز  راوروسته  ، چې په 1980 ز کې له اوښتون  وروسته  پر اربکان  ولګول شو  اردوګان به له ده سره ليدل  کيده  اردوګان خپل سياسي ژوند د نجم الدین اربکان پر مشرۍ د ملي ژغورنۍ  دګوند له لارې پيل کړ او په 1976 ز کې  په  استانبول کې دګوند ولایتي مشر شو وروسته  بیا په 1985 ز کې په استانبول کې  دسوکالۍ  دګوند ولایتي مشر شو او دګوند له پلوه دوه ځلې  په 1987 ز او1991 ز کې دپارلمان دغړیتوب  لپاره ونومول شو ، خو بخت ورسره دواړه ځل یاري ونه کړه  .
په 1994 ز کې دهمدغه ګوند لخوا د استانبول  د ښاروالۍ  ټاکنو ته کاندید شو د استانبول ښاروالي په ټوله ترکیه  ستره او مشهوره هغه ده  اردوګان د خپل ریاست  پر مهال  د ښار پر ښکلا سربیره یو شمیر لاسته  راوړنې  درلودې ،. اردوګان دخپل ریاست پر مهال  د یومیلون ونو نیالولو پروژه رامنځته کړه او شین  چاپيریال یې راجوړ کړ  چې  نوموړې  یې خپل ولس ته نور هم نږدې کړ .
حکومت دسوکالۍ ګوند ناقانونه  اعلان کړ او نجم الدین اربکان یې  له  هر ډول سیاسي فعالیت څخه  منع  کړ د ګوند غړي پاڅيدل او د فضلیت په نوم یې بل ګوند جوړ کړ خو ددې ګوند برخلیک هم د پخواني هغه په څير و محکمې دا هم ناقانونه اعلان کړ او اسلامپال یې په ترکیه کې پسې واخیستل .
په همدغه ګوند کې نوو پالو دعدالت او پرمختیا په نوم  بل  ګوند جوړکړ  او مشري یې اردوګان ته ورترغاړې شوه  ، خو دټولټاکنو کمیسون  دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره رجب طيب اردوګان  په  ټولټاکنو کې له ونډې اخیستو  منعه کړ همدارنګه  محکمې دده  په حق کې پریکړه وکړه ، چې اردوګان  نه  د کوم  ګوند مشر ي کولای شي او نه یې غړیتوب  تر لاسه کولای شي او دا رښته ( حق ) نه لري ، چې پارلمان ته  کاندید شي .
زندان
سره له دې ، چې اردوګان په  ترکیه کې له پراخه ملاتړ او کاریزما څخه برخمن دی  ، خو په 1988 ز کې د دیار بکر محکمې حکم وکړ ، چې اردوګان دې زندان ته واستول شي  او 10 میاشتې دې هلته پاتې شي،  له دې وروسته هیڅ ډول سیاسي فعالیت نه شي کولای  لامل یې دا ، چې  اردوګان په خپلې یوې سیاسي  وینا کې دغه لاندې شعر ويلې  و « مسجدونه  زموږ قرارګاوې  ، پګړۍ زموږ  سپرونه  ،منارې زموږ نیزې او مومنان زموږ  سرتیري دي » . دا د یو  ترکي شعر پښتو ژباړه ده محکمې  دا  وانګیرله ، چې ديني انګیزه لري او په ترکیه کې د سیکولر نظام  د ړنګولو هڅه ده  نو حکومت  ځکه دده د نیولو امر کړې او نوموړې  له دې وروسته حکومتي  دنده نه شي تر سره کولې .
اردوګان په زندان کې څلورمیاشتې  تیرې کړې خو په خپل کور کې هم د حکومت تر څارنې لاندې و  د یو څه وخت په تیریدو حکومت ورته عفوه  وکړه او په ترکیه کې د سزا  په قانون کې یو څه اسانتیا  رامنځته شوه،  اردوګان دا زمینه تر لاسه کړه ، چې خپل سیاسي  فعالیت  بیرته  پيل کړي .

لومړی وزير
د 2002 ز په فبرورۍ کې په ترکيه  کې د لومړي وزارت لپاره  ټولټاکنې اعلان شوې  او يو شمير ګوندونو خپل کانديدان درلودل اردوګان دغه ټاکنې د 2003 ز دمارچ پر 14 مه نیټه  له اټکله پورته بري وګټلې  ، سره له دې ، چې په دغو ټاکنو کې د ترکيې سيکولر ګوندونو هم  ونډه  اخیستې وه  او د ترکیې سیاسي وضعیت د دوی په لاس کې  و ، خو ډیرو خلکو او رایه ورکوونکو پر اردوګان باور وکړ سره له دې ، چې اردوګان  دیني تمایلات لري،خو ځان یې  د ترکيې  له سياسي نظام او اساسي قانون سره  ، چې سیکولر هغه دی  او دین له سیاسته  جلا بولي برابر کړ خپله اردوګان په څو مناسبتونو  کې داخبره کړې ده ، چې دده ګوند سخت دریځه هغه نه دی بلکې منځلارې ګوند دی  اردوګان له سیکولر ګوندونو سره د ټکر تګلار غوره نه کړه ،بلکې یو پياوړې حکومت یې جوړ کړ او هغه کسان یې پر دندو  وګومارل ، چې دسمون او بدلون پلویان و . اردوګان د مختلفو ډلو له استازو سره خپلې دوستانه  اړیکې تودې وساتلېاو دایې  په اثبات ورسوله ،چې نوموړې له سیاسي زیرکتیا برخمن دی  او دده اسلامي شالید ددې لامل نه شو ، چې سخت دریځه تګلار خپله کړي .
اردوګان له یو شمیر شخصیتونو  اغیزمن شوې لکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نوموړې دیني روزنه او پالنه یې ښه بیلګه ده،  ورپسې دده استاد نجم الدین اربکان  ، دا زمینه یې ورته برابره کړه ، چې په 1999 ز کې د استانبول ښاروال شي او همدارنګه دوه مسلمان شاعران  محمد عاکف او نجيب فاضل  هم په هغو کسانو کې راځي ، چې اردوګان  ورڅخه اغیزمن شوې . اردوګان لومړې کس دی ،چې په ترکیه یې معلولو کسانو ته دا زمینه  برابره کړه ،چې د ترکیې په پارلماني تاریخ کې لقمان ایوا ، چې په سترګو ړوند و پارلمان ته لار ومومي .
اردوګان په 1978 ز کې له امنې  سره واده وکړ او څلور اولاده لري ، چې دوه یې زامن او دوه یې  لوڼې دي او په امریکا کې لوړې زده کړې  تر سره کوي .  
ډافوس کنفرانس 2009 ز
د 2009 ز دجنورۍ پر 29 مه نیټه دترکیې لومړي  وزیر رجب طيب اردوګان  له کنفرانسه په غوسه ووت  ځکه د کنفرانس سمبالونکو ورته مناسب وخت  ورنه کړ ، چې د شمعون پيرس پر خبرو تبصره وکړي  د اسراییلو ولسمشر  پر غزې له برید څخه دفاع کوله او په لوړ  اواز یې خبرې کولې او خپله ګوته به یې رجب  طيب اردوګان ته خوځوله  اردوګان  به څه کوي که چیرې هره شپه پر استانبول توغندی وتوغول شي  .
اردوګان داسې خبرې ورته  وکړې  ته  له ما مشر یې  خو دا تاسې ته نه ښايي ، چې په دغه لهجه  او لوړ اواز خبرې وکړې  له دې څخه دا ثابیتږي ، چې ته ګناهګار یې ، داسرايیلو لښکر په غزة  کې ماشومان وژني ستاسې وزیرانو او رئیسانو ماته ويلي که دوی چیرې  د ټانکو پر شا غزې ته ننوځي نو د ډيرې  نیکمرغۍ احساس به وکړي دغه  مهال د کنفرانس سمبالونکې ورته  وخت  نه ورکوه نو د احتجاج په  توګه لهغونډې ووت. د حماس  مشرانو یواځې دومر ه وویل:  عرب مشران یې باید له ده څخه زده کړي .
له روهي ویبپاڼې څخه په لږه زیاتونه 

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

1 Response to رجب طیب اردوغان

ناشناس
سه‌شنبه تیر ۱۵, ۰۸:۰۰:۰۰ بعدازظهر

الله دې تل ژوندی لري
د مسلمانانو لپاره یو ویاړ ده او د اسرائیلو او کفر لپاره د سترګو اغزی بس نر سړی خو ده نور یې څه کوی

ارسال یک نظر