لطفا ما ووهه!

Categories:


لیکنه: شیخ الغامدي
ژباړه: خاکسار وقار

د وینا له خلاصيدو وروسته مې یو ځوان خوا ته راغی، راته یې وویل:

- ښاغلى استاده! غواړم له تا سره څو خبرې وکړم!

- ولې نه ګرانه!

- زه ستاسو له خبرو څخه ډیر اغیزمن شوم او اوس یوه اراده لرم غواړم چې توبه وباسم.

- ښه تصمیم مو نیولی دى، ناهیلی کیږه مه، د الله د بښنې هیله مند اوسه.

هغه ته مې د توبې د فضیلت په اړه خبرې کولې چې متوجه شوم نظر یې په ناڅاپې ډول ځمکې ته غورځي او بیرته یې د کابو کولو هڅه کوي.

بالاخره يې را ته وويل:

- استاده! کولای شې ما ووهې؟

په اندیښمنه لهجه مې ورته وویل:

- هو؟!

بیا یې وویل:

- کولای شې چې ما ووهې؟

- ستا جدي غوښتنه ده؟

- هو بیخي جدي وایم.

- ولې؟

- دا اوس چې له تاسره په خبرو بوخت یم، زه په نشه کې یم، هڅه کوم چې ځان کابو کې راولم خو اعصاب مې په واك کې نه دي، په الله سوګند زه د خیر په لټه کې یم، غوښتنه کوم چې ته مې په سر ووهې تر څو مې حواس په کابو کې راشي.

ډیر اندیښمن شوم… زه د لومړي ځل لپاره له داسې پیښې سره مخ شوی وم…

- څوکلن یې؟

- ۱۸

- ته ۱۸ کاله عمر لرې او په شرابو روږدی شوی یې؟ که دې پلار له دې کړنې خبر شي بیا به څه کوې؟

- الله دې زما پلار ته هدایت وکړي… نور یې څه په ژبه رانغلل.

- ولې؟

- پلار مې زه په شرابو روږدی کړی یم.

- پلار دې شرابي دى؟

- هو، همدارنګه ورور مې، ترونه مې، او زه پرې هم له ډیرې مودې روږدی یم.

خپلو خبرو ته یې داسې دوام ورکړ:

- ښایي تعجب وکړى که درته ووایم زمونږ په کورنی کې یواځینی نیک انسان، زما مور ده. دیرش کاله کیږي چې مور مې له پلار سره ژوند کوي او ټوله کورنۍ هم پدې ډول ده. پلار مې مونږه نورو بهرنیو هیوادو ته هم له ځانه سره بیولو، هلته به یې د نڅا ځایونو (نایټ کلب) ته بوتلو، زما مور به یې هم پدې مجبوروله چې راسره ولاړه شي، خو مور به مې همالته هم د فساد په دې مجلس کې سر ځوړند نیوه او دا الفاظ به یې په خوله ول: سبحان الله… الحمدلله… لا اله الاالله… الله اکبر… تر دې چې بیرته به راوګرځیدو. زه هم غواړم چې توبه وباسم، ښایي د مور سترګې مې زما په توبه کولو روښانه شي…

- له شراب څښلو پرته، بله ستونزه هم لرې؟

په ځواب کې یې د څو نورو لویو ګناهونو یادونه هم وکړه…

- لمونځ کوې؟

- نه، څلور کاله کیږي چې له لمانځه سره مې خدای پاماني کړې ده، که کله له چا سره په کوم مسجد یا مدرسه کې ګیر راشم نو بیا لمونځ کوم خو هغه هم بې اودسه!

- عجیبه ده! څلورکاله بې لمانځه؟ له لمانځه پریښودو سره خو د دې ګناهونو کول طبیعې خبره ده. ځکه الله (جل جلاله) فرمایي: «لمونځ د فحشا او بدو کارو منع کوونکی ده» عنکبوت: ۴۵.

هغه ته مې وویل:

- که ریښتیا هم غواړې نو پر لمونځ کولو پیل وکړه، همدارنګه له شراب څښلو لاس ونیسه او نور بدکارونه هم پریږده، که ته رښتیا هم په خپلو خبرو کې ریښتینی یې نو له یوې اونۍ وروسته به دې وګورم…

له یوې اونۍ وروسته مې لیدلو ته راغی، ترې مې وپوښتل:

- څه دې وکړل؟

- پر الله سوګند چې له هماغې ورځې مې یو لمونځ هم نه دی پریښی او نه مې یو غړپ شراب خولې ته نژدې کړي…

- باید خپل ملګري بدل کړې، ډاډه اوسه چې الله به له هغوی ښه ملګري درکړي، یوه اونۍ وروسته مې بیا خواته راشه!

تر دې وروسته مې چې بیا ځل ولیده راته یې وویل:

- خوښ اوسه استاده! زاړه ملګري مې پریښودل، همدارنګه له بې معنی سندرو اوریدو مې هم لاس ونیوه، اوس هره ورځ کم تر کمه د قرآنکریم یوه پاره تلاوت کوم، خپل ټول لمونځونه هم اداء کوم او هر نیک کار مې چې له لاسه پوره وي مخ ترې نه اړوم. اوس احساسومه چې په نیکبختۍ او سعادت کې شپې او ورځې تیروم، داسې ارامي او نیکبختي چې دنیا یې په مقابل کې هیڅ ارزښت نه لري او دا د الله (جل جلاله) له طاعت نه پرته په بل ځای کې پيدا کیدای هم نشي.

له ځانه سره مې وویل:

- سبحان الله! د الله (جل جلاله) رحمت څومره ستر ده… یوه میاشت مخکې دغې ځوان ماسره د نشې او مستی په حال کې خبرې کولې او اوس ترې حتی د تهجد لمونځ هم نه پاته کیږي، او د ایمان روښنایي یې پرمخ ځلیږي…



Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "لطفا ما ووهه!"

ارسال یک نظر