لومړی انځورــ ژړه غونی سترګی

Categories:


لیکنه: مرحوم انجینرخرم مراد

ژباړه: قاضی سید اختیار سباوون

دا لومړی تصویر عبدالله ابن مسعود موږ ته خوندی کړی هغه وایی یوه ورځ داسی مهال د حضرت محمد ص خدمت ته حاضر شوم چی هغه مبارک په منبر ناست و او ماته یی وویل ای عبدالله! ماته قران پاک ولوله چی یی واورم.

ماپه ډیر هیښتیا او ادب سره وپوښتل:

زه یی درته ولولم په داسی حال کی چی پر تا نازل شوی دی؟

هغه راته وفرمایل هوزه غواړم چی له ما غیر بل چا څخه یی واورم.

عبدالله وایی : ماورته د نساٴسورت لوستل پیل کړل: ( فکیف اذا ﺠﺌنا من کل امة بشهید و ﺠﺌنا بک علی ﻫﺌولاﺀ شهیدا).هغه به څه ډول حالت وی چی په هر امت ګواه تیر شی او ته په دی ټولو انسانانو ګواهی ورکړی.

غږ یی راته وکړ چی ای عبدالله بس کړه. ماورته وکتل ګورم چی د نبی علیه السلام له داوړو سترګو مبارکو اوښکی بهیدی. ( بخاری،مسلم)

دی انځور ته ښه په ځیر سره  وګورﺉ چی دا د کومی ذ مه وارۍ او مسولیت دومره ژور احساس دی چی زړه یی وچیړه اوسترګی یی لمدی کړی. ځکه چی له درده پرته له سترګو څخه اوښکی نه راځی.

دا ذ مه واری د الله د بندګانو پر وړاندی په حقه او ریښتونی ګواهیو ورکول دی . دا د دعوت مسولیت دی او دا شد ت دهغه احساس دی چی یوه ورځ به الله پاک ما د ټولو انسانانو په وړاندی وپوښتی چی تا د ګواهی ورکولو مسولیت تر کومه حده ترسره کړی دی نو زه به څه ځواب ورکوم.

دی مینی ته ګوره چی له خپل رب سره یی لری او دی ډار ته ګوره چی د هغه پر وړاندی دګواهی لپاره له دریدو څخه یی لری دا څنګه د زړونود کابو کولو د مینی او ډار امتزاج دی! د خدای د مخلوق په اړه مهربانی او شفقت ته ګوره چی په زړه کی جوش وهی او په ربانی کلام دی باور ته ګوره چی د هغه په اوریدو سره له سترګو د ډار او مینی د اوښکو چینی روانیږی په داسی انځور به بی اختیاره مینه څنګه نه راځی؟.

اوس نو ددی انځور په هینداره کی خپل ځان ته وګوری اوسوچ وکړی چی د یومسلمان په توګه د خپل قوم او ټولو انسانانو پر وړاندی بالاخره  موږ د ګواهی امت یو او دا زموږ دژوند یواځینی مرام اوموخه ده ددی موخی لپاره را ټول شوی یو شپه او ورځ مو په ژبه د شریعت پلی کول ، اسلامی نظام، دین پیاده کول، دالهی حاکمیت او دحق د ګواهی توری څرخی ،خو رښتیا ووایاست چی تر اوسه څو ځله د شپو په تیارو یا د ورځی په رڼا کی ستاسی له سترګو اوښکی بهیدلی دی او په دی مو فکر کړی چی شاوخوا انسانانو باندی د ګواه په توګه الله پاګ موږ د ګواهی لپاره وغواړی نوهغه مهال به زموږ څه حال وی؟ فکیف اذا ﺠﺌنا من کل امة بشهید.

داتاسی ته بهتره معلومه ده چی څه ډول چی رسول اکرم ص زموږ پر وړاندی د حق ګواهی ورکړی نو همغه ډول موږ د ټولو انسانانو په وړاندی د حق ګواهی ورکولو ذ مه واریو.څه ډول چی هغه دالله تعالی په وړاندی ودریږی نو همغه ډول به موږ هم د ټولو انسانانوپر وړاندی د حق ویلو او ګواهی ورکولو ته ارومرو حاضریږو. له تاسو به هم پوښتل کیږی چی د خپلی کورنی غړی، همسایه ګان ، دخپل دفتر کارکوونکی اوخواوشا اوسیدونکی چی په ګمراهی کی بوخت دی آیا تاسی ورته دحق بلنه او ګواهی ورکړی ده ؟ ته ریښتونی ګواه وی که دروغجن؟ ته هوښیار وی او که د خپلی ګواهی د مسولیت نه غافل اوبی پروا وی؟ تاسره د ټولی نړی د انسانانو درد او غم وو کنه یوازی دخپل مال او ځان فکر؟

ایا پدی ټولو خبرو فکرکول ستاسی له سترګو نه اوښکی بهولی شی؟

که ځواب( نه) وی نو بیا ددی مانا داده چی د نبی علیه السلام داحقیقی تصویر ستا زړه ته نه ده ننوتی اوستا په زړه کی هغه درد او جذبه نه ده پیدا شوی چی له هغی پرته ستا ژوند له ښکلا او ښیګڼی نه محروم او بی برخی دی.

که تاسی تقریرونه وکړی، کتابونه ولولی، چیغی ووهی ، جلسی اوغونډی وکړی خو چی دغه درد او عشق مو زړه ته نه وی کیوتی ترهغی مو هیڅ نه دی کړی.

ددی تصویر له لیدو وروسته داکول پکار دی چی ورپیږو، وډارشو، وژاړو او په دی فکر وکړو چی دهر ګمراه او بی لاری انسان چی له خپل رب نه غافل وی په اړه به یی الله پاک له مونږه پوښتنه کوی ددی بی لارو پوښتنه  له موږ نه کیدونکی ده او ددی خلکو د ګمراهی مسولیت به ستاسی په غاړه وی.

ستاس ددعاو په هیله

 

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "لومړی انځورــ ژړه غونی سترګی"

ارسال یک نظر