حسن دی جانانه له مداره بغاوت کوی
بیا څه په عجیبه غوندی لاره بغاوت کوی
ته لاړی هوا کی ګرځی هسکو کی مزی کوی
زړه سره می ستا غمونه یاره بغاوت کوی
نشته ده درزی د مینی بیا می ګریوان وشلیدو
ستنه هم نفرت کوی له تاره بغاوت کوی
لری نه دغم د رباب ترنګ تر غوږو ورسید
بیا به د خوښیو سندرماره بغاوت کوی
دا څنګه؟ تعجب ده که جذبی بدلی شوی دی
سر دی منصوری وی خو له داره بغاوت کوی
بیا می د اشنا په زړګی حتما وریدلی څه
شونډو نه خبری یی وقاره بغاوت کوی
No Response to "بغاوت"
ارسال یک نظر