دویم انځورــ سوزونکی اسویلی

Categories:





اوس دویم انځور ګورو دا انځور کوم انسان نه دی جوړ کړی بلکی دا تصویر هغه چا اخیستۍ چی نوم یی المصور(انځورګر) دۍ چی ټول کاینات یی په انځورګرۍ ګواه دی .

لعلک باخع نفسک الا یکونوا مومنین (سوره کهف،۳)

ژباړه: (ته به په دی درد او غم کی ځان تباه کړی، چی ولی دا خلک ایمان نه راوړی).

دارنګ هم ووینۍ: په خپله ریښتینولۍ باندی باوري دۍ او داسی باور لکه په رڼا ورځ چی سړۍ یی د لمر په لیدو لري. هغه څه چی موږ ته غیب ګڼل کیږی نبی علیه السلام ته دسترګو لیدلی حال وی خو ددی یقین پر وړاندی انکار موجود دۍ څو ځله انکار، د دروغو تهمت تړل دی او پرلپسی تهمت،لکه د لمر په شتون چی په رڼا ورځ څوک انکار وکړی اصلا دا انکار نه بلکی ملنډه ده چی په لمر سترګی پټوی. دا ظلم دۍ ،تیرۍ دۍ او سربیره پردی مخالفت دۍ نو تاسی غور وکړی چی ددی پر زړه به څه تیریږی او المصور ددی څومره ښه انځور اخیستۍ ( باخع نفسک) دا ددی کیفیت څه ښه تمثیل دۍ.

او له دی زیات زړه راښکونکۍ انځور دا دۍ چی په انکار او تکذیب د زړه ریبل او دځان تباهی خو فطری خبره ده هر څوک دداسی حالت سره مخ کیږی. هغه خبره چی د تصور سترګی یی د تصویرولو توان نه لری او (المصور) یی انځور زموږ سترګوته ایښی دی لدی نه ډیره لوړه او هسکه ده خو نورو د ټول انکار او تهمت سره سره یی په زړه کی قهر او غوصه نشته د تباهۍ او بربادۍ پر ځای یی خیرخواهی غواړی ښیری ورته نه کوی . بس یو اور دۍ ، یوه جذبه ده ، یو درد دۍ ، یو غم دۍ چی څنګه به دا خلک ایمان راوړی او له عذاب څخه به وژغورل شی، جنت ته ننوځي او په دی نړۍ کی هم ورباندی دعدل او انصاف پیرزوینه وشی.

د شوق، فکر او غم د رنګونو یو ډیر په زړه پوری امتزاج دۍ چی د لعلک باخع نفسک......انځورد څرکونو څرګندونه کوی پدی کی هغه په ځان زور راولی ، ساه یی پکی دریږی او ځان پکی له لاسه ورکوی.

سوز او غم درد او سوچ یوازی ددی لپاره نه دی چی خلک ولی زما خبره نه منی او ځان ددی لپاره وژل نه دی چی ولی هغوی د ریښتونی هدایت نه انکار کوی پدی نه رنځیږی چی خلک ولی پرما باور نه کوی او ایمان نه راوړی بلکی درد ددی خبری دۍ چی خلک ولی د پتنګ په څیر د اور لمبو ته په منډو دي او ورغورځیږی اوپه تیره دا چی په دغه سوزیدو باندی خوښ او مطمین دی.

عجیبه ده چی اور کی سوزیدو ته هم چمتو دی (سوره بقره ۱۷۵)

یو خوا د رب او د هغه د مخلوق سره مینه ده د خپل فطرت له مخی سر ته پښو رحمت دۍ چی   رحمة اللعلمین یی ورته ویلی ، بل لور ته له چاسره چی مینه لري هغه له خپل عاشق نه لری تښتي او دتباهۍ په لور روان دي. لږ خو دداسی زړه کیفیت اندازه هم ولګوۍ پخپله نبی (ع) ددی کیفیت انځور داسی وړاندی کړۍ دۍ:

زما مثال داسی دۍ چی یو سړۍ اور بل کړي او پتنګان یی شاو خواته راټول شي او پکی غورځیږي خو یو کس داسی هم وي چی هغه یی ژغوري خو پتنګان د هغه پر هڅو غالب شي او همداسی په اور کی غورځیږي، زه په همدی ډول تاسو له ملا رانیسم چی اورته ځان مه اچوۍ خو تاسو اور ته ځان ور غورځوۍ .(بخاری او مسلم)

اوس ددی انځور په رڼا کی لږ خپل ځان ته سوچ وکړۍ! چی ایا پر خپل پیغام مو همدومره باور شته چی خلک تری انکار وکړي نو تاسی ورته ځان په کړاو کی ووینۍ ؟

آیا د الله د بنده ګانو مینه همدومره زوروره ده چی ستاسو په زړه کی د مایوسۍ ، غچ،غصی او نفرت پر ځای دهغوی د هدایت فکر او شوق غالب شي؟

آیا په ګمراهۍ کی دخلکو په لیدو سره مو همدومره زړه زوریږي لکه یو خواخوږۍ مو چی په اور کی سوزي؟

پدی خلکو کی خو ستاسی مور او پلار، وروڼه اوخویندی،ښځه او ماشومان،خپل او خپلوان،دوستان او ملګري،ټولګیوال او ددفترملګري دی د دنیا له تشویشونو،سوچونو او مالی فکرونو سره مو چی مینه ده نو د هغوی په دنیوی ستونزو او مالي تاوان خفه او فکرمند کیږو،دا زمونږ دټولو تجربه ده نو آیا ددعوت فکر،بندګانو ته دالله پیغام رسولو درد،لارورکي انسانان د دوزخ نه ژغورلو او جنت ته رسولو جذ بی دغه ډول او لدی څخه زیات څخه زیات ستاسو زړه ناکراره کړۍ دۍ ؟

ایا د الله د نافرمانه خلکو په لیدو سره مو محسوسه کړیده چی دا سرغړونکي به په اور کی سوزی او پر دوی د ګمراهۍ د فتواء لګولو پرځای څنګه دوی له لاسه راونیسو او له خطرناک پای نه یی وساتو؟

باور وکړۍ تر څو چی د (لعلک باخع نفسک ) انځور او رنګ زموږ زړونو ته نه وی ننوتۍ تر هغی پوری موږ د هغه کار چی نبی علیه السلام سرته رساوه د کولو څه چی د نوم اخیستلو وړ هم نه یو.

لیکنه:ارواښاد خرم مراد

 

 

 

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "دویم انځورــ سوزونکی اسویلی"

ارسال یک نظر