که کمپیوټر اخلۍ نو پام مو وي!!!

Categories:


حمید الله حنیف

درنو لوستونکو ډیر ځله داسی پیښ شوی چی یو ملګري داسی کمپیوټر رانیولۍ چی RAM ،PROCESSOR  او HARD DISK یی بلا زیات ده خو کله چی یی له پیرلو وروسته راوړي او په بل مسلکی کس یی ګوري نو نوموړی شیان بیخی له خپلی اندازی نه کم وخیژی! دا ولی؟

ایا په سبب یی پوهیږۍ؟

سبب یی زه درته په ګوته کوم هغه داسی چی نوموړی پلورونکی لاندی پروسه عملی کړی وی که تاسی هم غواړی دا پروسه زده کړی نو راځۍ راسره تعقیب یی کړۍ.

۱: لومړی د NOTEPAD پروګرام خلاص کړۍ هلته لاندی عبارت ولیکۍ

[general]

Manufacturer=Hameedullah Hanif

[support information]

Line1=RAM:512 MB

Line2=Processor:2.0 GH

Line3=H.Disk:120GB

۲: تردی وروسته فایل په لاندی ځای کی save کړۍ

C driveèwindowsèsystem32èoeminfo.ini

یعنی د ویندوز په system32 فولډر کی به یی د oeminfo.ini په نامه save کړۍ.

تاسی کولای شی دلته د Ram,processor او hard disk اندازه پخپله خوښه څومره چی غواړۍ زیاته ولیکۍ

اوس که چیری د کمپیوتر په properties کلیک وکړۍ نو هغه معلومات چی تاسی ورته ورکړی به درته وښایی

ولی که غواړی چی اصلی اندازه د نوموړو څیزونو معلومه کړۍ نو په Run کی dxdiag ولیکۍ او Enter یی کړۍ کله چی هم کمپیوتر پیرۍ نو ځیر اوسۍ او تل Dxdiag استعمالوۍ

                                                                   بریالي اوسۍ

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

1 Response to که کمپیوټر اخلۍ نو پام مو وي!!!

kamal
شنبه اردیبهشت ۱۸, ۱۲:۱۶:۰۰ ب.ظ.

hmmmmmmmmmmmmmmmmmmm
what a beautiful trick
hope u post more of them
thanks

ارسال یک نظر