دریم انځور__دخپل رسالت فرض یی سرته ورساوه

Categories:




اوس دا انځور وګورۍ، هغه چی ښکلی او زړه وړونکۍ منظر انځوروي پایله یی دا ده چی دحسن او جمال هغه انځورونه چی مخکی وښوول شول که دا دوه انځورونه نه وای نو دا دریم انځور هم نه شو ترلاسه کیدای.

د عرفات پراخه میدان دۍ...............دعربو د کونج کونج نه لوی واړه ، ځوانان او زاړه او نر او ښځی په لکونو خلک د رشد او هدایت د امام حضرت ابراهیم خلیل الله له خوا د ورکړی بلنی پر بنسټ راټول شوی وو چی ددی بلونکي د سلسلی وروستني استازي حضرت محمد (ص) دغه بلنه ژوندۍ کړه ، دعربی نړۍ ګوټ ګوټ ته یی ورسوله تر قیامته یی انسانانو ته د هغی د رسولو اهتمام وکړ.

نبي علیه السلام په اوښه سپور دۍ....او خپل امت ته ورستۍ لارښوونې کوی، وینا پای ته رسیږی نو په زرګونو راټولو شویو خلکو ته وايي: سبا به په قیامت کی الله (ج) تاسی نه زما ددعوت په حق کی پوښتنه کوي همدا اوس راته ووایاست چی تاسی به څه ځواب لرۍ؟

نو ټولو خلکو ورته په یوه غږ وویل چی موږ ګواهي ورکوو چی تاسی د خپل رسالت حق ادا کړ، تاسی د نصیحت کار سرته ورساوه او الهی امانت مو په سمه توګه مونږ ته راورساوه.

حضرت محمد (ص) خپله د شهادت کلیمی ګوته اوچته کړه کله به یی اسمان ته او کله به یی د خلکو لورته نیوله او ویل یی: ای الله ته ګواه اوسه، ای الله ته ګواه اوسه، ای الله ته ګواه اوسه.(ابوداؤد،مسلم)

څوک دۍ چی دغه ډول انسانان او الله ج د خپل رسالت په سرته رسولو ګواه ونیولای شی؟؟

دغه کوم انځور دۍ ، دا ستاسی پر وړاندی یوه پوښتنه ده ځکه تاسو د نبی علیه السلام دمبارک دعوت توغ په لاس کی نیولۍ او هغه مو دخپل ژوند موخه اوتګلاره ګرځولی ده او ددی لپار شپه او ورځ تیروۍ. تاسی به ددی شکایت کوۍ چی دومره وخت تیر شه خلک زموږ خبره نه اوري خو له تاسی یوه پوښتنه کوم هغه دا چی ایا تاسی کله هم داسی کړي چی ټول انسانیت نه ، ستاسی خواوشا ته میشت نامسلمانه وګړي هم نه،خپل هیواد هم نه، خپل ښار او ټولنه هم نه، بلکی خپل شاوخوا خپلوان او همسایګان مو راټول کړی ترڅو تری ګواهي واخلۍ چی ایا ما درته د الله (ج) پیغام ورساوه؟

ایا تاسی به دخدای (ج) پر وړاندی دا ګواهی ورکړۍ ؟ او هغوی په یوه غږ ووایي چی هو!

دا د رسولو دنده یعنی ابلاغ، د بلنی دنده یعنی دعوت ، دګواهۍ مسؤلیت یعنی شهادت، دخپل کور د غړیو ، د خپل کلي د اوسیدونکو او بلاخره د ټول ملک او نړۍ د انسانانو په حواله ستاسی په غاړه ده او که رښتیا ووایو د هرانسان په اړه چی تاسی ته راځي او یا تاسی ور رسیدلای شئ او هغه له هدایت نه محروم او شفاء ته اړ دۍ دا پوښتنه له تاسی کولای شي چی زه په تیاره کی وم او تاسره رڼا وه او مونږ لار ورکي وو تاته سمه لاره معلومه وه خو تا راته ونه ښوده،نو نن که زه د الله (ج) په وړاندی له هلاکت سره مخ یم ته د خپل دندی او مسؤلیت له مخی خلاصیدلای شی؟؟؟؟ نوبیابه ته څه وایی؟؟؟

ددی دری انځورونو نه چی ددعوت د اخلاقو کوم نقشونه څرګندیږي او په ژوند کی یی راوستل پکار دي هغه روښانه دي.

ـ د دعوت او د دعوت د مرتبی پیاوړۍ احساس

ـ په ژوند کی تر ټولو زیات دا سوچ کول پکار دي، چی دی خلکو ته د الله (ج) د احکامو رسولو مسؤلیت لرم

ـ تل له ځان سره حساب کول پکار دی چی هغه کسان چی ستاسی اړیکی ورسره دي ایا دی ګواهۍ ته چمتو دي چی تاسی د هغه خیر خواهی غوښتی ده ؟؟

او یا مو له منکراتو منع کړي او داحق مو ور اداء کړۍ؟

 

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

2 Response to دریم انځور__دخپل رسالت فرض یی سرته ورساوه

ahmad
شنبه اردیبهشت ۱۸, ۱۱:۴۷:۰۰ قبل‌ازظهر

واقعا ډیره سخته ده مونږه خو خپل اصلی هدف یعنی دعوت پریښۍ خدازده په څه او څه اخته یو الله دی راته معافي وکړي او الله دی توفیق ددعوت راکړي تر څو خپل هدف ته کار وکړو
مننه

یکشنبه اردیبهشت ۱۹, ۱۲:۰۴:۰۰ قبل‌ازظهر

امیین ثم امین
بیشکه چی هدف ته کار کول پکار دي او مونږه ویده پاتې یو د ټولو مسلمانانو د بیا ویښیدو په هیله

ارسال یک نظر