د قرضاوي تر څارنې لاندې د پيغمبر ص د ژوند فلم جوړيږي

Categories:


په لويديځ كې د اسلام په هكله د ناسمو آندونو د لرې كولو په موخه د قطر هيواد يوه فلم جوړونكي شركت د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د ژوند د ريښتيني انځور د وړاندې كولو په تكل د فلم جوړولو اعلان وكړ.
ټاكل شوې ده چې د دوكتور يوسف قرضاوي په مشرۍ به د مسلمانو علماوو يوه كميټه د اسلامي لارښوونو په رڼا كې د دغه فلم څارنه كوي.
د اسلام آنلاين په وينا، د (نور) فلم جوړولو شركت څرګنده كړې چې دا فلم به د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ټول ژوند له زيږيدو څخه تر رحلته پورې رانغاړي او تر ډيره به د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د ټولنيز ژوند انځور وړاندې كوي.
دا فلم به ۱۵۰ ميليونه ډالره بوديجه يوسي چې په ۲۰۱۱ كال كې به يې كار پيل شي او فلمبرداري به يې له ۲۵ څخه تر ۳۰ مياشتو وخت ونيسي.
عبدالله، د نور شركت په استازيتوب ټينګار وكړ كه دغې شركت له شيخ قرضاوي سره موافقې ته رسيدلى چې هغه به د فيلم د متن، فلمبردارۍ، او د توليد د ټولو پړاوونو څارنه كوي.
قرضاوي هم د مسلمانو علماوو د نړيوالې اتحاديې د رئيس په توګه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د ژود د فلم د جوړولو هركلى وكړ او څرګنده يې كړه چې دا فلم به د اسلام د خدمت په موخه جوړيږي.
د ښاغلي عبدالله د څرګندونو له مخې، دا فلم به مسلمانانو او غير مسلمانانو ته په يو شان پيغام لري او د اسلام او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په هكله به د هغوى ذهن روښانه كوي.
په ۲۰۰۵ كال كې د دنماركي ورځپانې يولند پوسټن له خوا د پيغمبر صلى الله عليه وسلم، ۱۲ كاريكاتورونو خپرولو د نړى د مسمانانو غوسه او د ډيرو نړيوالو شخصيتونو نيوكې را وپارولې. له هغې وروسته د ډنمارك مسلمانانو په اروپا كې (د پيغمبر د درناوي اروپايي اتحاديې) په جوړولو لاس پورې كړ. همداراز ګڼ شمير مسلمانانو علماوو د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د سپكاوي په وړاندې يو نړيوال سازمان او بين المللي صندوق جوړ كړل.
سرچينه: اسلامي آنلاين
له نور وبلاګ څخه په مننی

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "د قرضاوي تر څارنې لاندې د پيغمبر ص د ژوند فلم جوړيږي"

ارسال یک نظر