ژباړه: هدايت الله حميدي
زيرك هلك
كابو پنځوس كاله وړاندې د فرانسې په هيواد كې يوه په خټه تركى كورنى اوسيدله مسلمان اوسيده د دې كورنۍ مشر ابراهيم وو. ابراهيم خپل كور ته څيرمه يو كوچنى دوكان درلود چې د گاونډ خلكو به ترينه د ورځنۍ اړتيا توكي اخيستل. هغه دوه پوړه كور درلود. په لاندني پوړ كې دى له خپلې كورنۍ سره اوسيده او دويم پوړ يې يوې يهودي كورنۍ ته په كرايه وركړى وو. جاد د دې كورنۍ اوه كلن ماشوم وو چې تل به يې د ابراهيم له هټى څخه سودا راوړله. جاد به چې كله د سودا له اخيستلو څخه وروسته له هټى څخه وتلو نو يو دانه چاكليت به يې په پټه اخيستلو. شپې ورځې تيريدلې او د جاد همدا عادت ګرځيدلى وو.
يوه ورځ جاد د سودا اخيستلو وروسته په بيړه له دوكان څخه وتلو چې ابراهيم پرې غږ وكړ:
جاده! چاكليت دې له ياده ووت. كله چې جاد دا خبره واوريده نو له ويرې څخه ولړزيد ، هغه پوه شو چې ابراهيم يې په ورځنى غلا باندې خبر دى. هغه اوس ويريده هسې نه چې ابراهيم د هغه پلار او مور له دغې كيسې څخه خبر كړي.هغه له ابراهيم سره ژمنه وكړه چې نور به د هغه له دوكان څخه چاكليت نه پټوي، خو ابراهيم به د هغه پلار او مور لدې كيسې څخه نه خبروي
خو ابراهيم ورته وويل: ته چې هې كله دوكان ته راتللې نو يو چاكليت درسره اخله، خو دا په ياد لره چې هيڅ كله بيا غلا ونكړې ځكه دا ډير ناوړه كار دى
جاد د ابراهيم له شفقت او مهربانى څخه ډير خوښ شو او هوډ يې وكړ چې نور به هيڅكله غلا نه كوي
زړه سواند ملگرى
كلونه په همدې توگه تيريدل او جاد به تل د ابراهيم دوكان ته تله راتله. هغه په دې پوهيده چې ابراهيم د يوه زړه سواند او مهربانه مشر په توګه له هغه سره چلند كوي .
اوس جاد ځوان شوى وو، هغه به هر وخت د ابراهيم ليدو ته راتله، خپلې ستونوزي به يې له هغه سره شريكولې او له هغه څخه به يې د ستونزو د حل لپاره مشوره غوښتله .ابراهيم يو كتاب درلود، هغه به يې راواخيست او له جاد څخه به يې وغوښتل ترڅو د هغې يوه پاڼه پرانيزي ، جاد به د كتاب پاڼه خوښه كړه . ابراهيم به هغه ورته لوستله اوبيا به يې ورته ژباړله، كله به چې ابراهيم د كتاب د پانې ژباړه پاى ته ورسوله نو جاد به داسې انګيرله چې ګواكي د خپلې ستونزي د حل لاره يې موندلې او په خوښى به د ابراهيم له هټۍ څخه ووت .
د كتاب معجزه
كلونه تيريدل او جاد او ابراهيم د زوى او پلار په شان له درناوي او شفقت څخه ډك ژوند تيراوه. اوس جاد څلورويشت كلن شوى وو او د ابراهيم عمر اووه شپيته كلونو ته رسيدلي وو، ابراهيم په همدي كال له نړى څخه سترګې پټې كړې خو له مړينې څخه وړاندې يې جاد ته يو صندوق د ډالى په توګه پريښود او اولادونو ته يې وصيت وكړ چې د ده له مړينې څخه وروسته هغه جاد ته وركړى . جاد د ابراهيم په مړينه ډير خواشينى شو. ولې به نه خواشينى كيدو؟ هغه خپل يوازينى زړه سواند او ريښتينى مونس له لاسه وركړى وو. د ابراهيم كورنى هغه صندوق جاد ته وسپاره.
مودې وروسته يو ځل بيا جاد د څه ستونزې سره مخ شو، هغه نه پوهيده چې د ستونزې د حل لپاره چيرته ولاړ شي. حيران پاتې وو چې له چاسره مشوره وكړي، نور خو ابراهيم هم پدې نړى كې نشته چې له هغه سره مرسته وكړي، هغه ناكراره په سوچونو كې ډوب وو چې ناڅاپه د ابراهيم حلال المشكلات كتاب ور په ياد شو چې تل به يې د هغه د ستونزو لپاره حل ورته راويستلو ، هغه صندوق ورپه ياد شو چې دا عجيب كتاب پكې ايښى وو. په بيړه پاڅيد او كتاب يې له صندوق څخه راواخيست، هغه يې پرانيست تر څو د خپلې ستونزې د حل لاره پكښې ومومي خو ډير ژر ترينه مايوسه شو ځكه دا كتاب په عربي ژبه ليكل شوى وو او جاد خو يهودي ځوان وو چې په فرانسه كې يې ژوند كولو او په عربې ژبه باندې هيڅ نه پوهيده.
څو شيبې وروسته يې د پوهنتون ملګرى ور په ياد شو چې د تونس وو او ژبه يې عربي وه. جاد په بيړه كتاب را واخيستاو ملګري ته يې ورغى ، له هغه څخه يې هيله وكړه چې ورته ويې ولولي ځكه هغه د يوې ستونزې سره مخ شوى دى او پوهيږي چې حل يې په همدې كتاب كې شته ده. جاد د كتاب يوه پاڼه پرانيستله او ملګري يې هغه ولوستله او ورته ويې ژباړله. جاد له خوښۍ څخه په جامو كې نه ځايده ځكه هغه د خپلې ستونزۍ حل موندلى وو .
د رڼا په لور
د جاده په ذهن كې د لومړې ځل لپاره يوه پوښتنه پيدا شوه. په حيرانتيا سره يې له خپل ملګري څخه وپوښتل:
دا كتاب د څه په هكله دى؟
ملګري يې ورته وويل : دا كتاب قرآنكريم دى، دا د مسلمانانو ديني كتاب دى چې د الله له لوري هغوى ته را ليږل شوى او د هغوى هر اړخيز قانون دى.
جاد په بيړه وپوښتل: زه څنګه كولاى شم مسلمان شم ؟
: دا ډيره آسانه خبره ده. يوازې د شهادت كلمه ووايه نو مسلمان به شې.
يهودي ځوان د خپل تونسي ملگري سره غبرګ په لوړ غږ د شهادت كلمه وويله :
اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده و رسوله
زه شاهدې وركوم چې پرته له الله څخه بل هيڅ برحقه معبود نشته او شاهدي وركوم چې محمد د هغه بنده او رسول دى
جاد الله القرآني
جاد مسلمان شو او د هغې مينې او علاقي له امله چې له قرآن كريم سره يې درلوده خپل نوم يې جاد الله القرآني كيښود. هغه هوډ وكړ چې خپل پاتې ژوند به د الله د كتاب په چوپړ كې تيروي .
جاد قرآن كريم زده كړ ، د هغه اصول يې په ځان باندې پلي كړل او هغه ته يې دعوت او بلنه پيل كړه. الله تعالي د هغه په وينا او كړو وړو كې داسې بركت واچولو چې له امله يې په اروپاكې شپږ زره يهودان او عيسويان مسلمان شول. خو جاد پدې باندې بسنه ونكړه ، د هغه په غوږ كې د پيغمبر صلي الله عليه وسلم هغه وينا چې حضرت علي ته يې كړې وه انګازې كولې چې: كه چيرې الله تعالي ستا د هڅو په پايله كې يو تن ته لارښونه وكړه ، نو تا ته له سرو اوښانو څخه غوره دي" شپږ زره كسانو د هغه د هڅو په پايله كې د دوزخ له اور څخه د خلاصون نسخه په لاس كې اخيستې وه ، آيا تر دې نه پورته بل لوى نعمت د يو مسلمان لپاره شته دى؟ هيڅكله نه ، خو جاد ژمنه كړې وه چې د دين په بلنه او تبليغ كې به ژوند تيروي او د ژوند هره شيبه يې بايد له حمر النعم څخه ډكه وي
جاد په ماموريت كې
يوه ورځ جاد هغه مصحف چې ده ته د ابراهيم د لاس سوغات وو تلاوت كولو. د تلاوت په ترڅ كې د هغه پام د قرآن كريم وروستى پاڼې ته شو چې پكې د نړى نقشه كښل شوې وه. هغه متوجه شو چې د افريقا د لويې وچې پر سر باندې د ابراهيم لاسليك وو او تر څنګ يې دا آيت ليكل شوى وو:
" ادع الي سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنه"
" د خپل پالونكي لور ته په حكمت او نيكو خبرو سره بلنه وكړه"
جاد پوه شو چې دا هغه ته د زړه سواند او ريښتيني دوست ابرايهم وصيت دى چې افريقا ته لاړ شي او خلك د الله دين ته راوبلي .جاد د اروپا خوندونو او نعمتونو ته شا كړه ، هغه نعمتونو ته چې ډير خلك ورته د رسيدو لپاره ټول عمر هڅې كوي آن دا چې له دين او ايمان څخه هم تيريږي او هغې ته رسيدل خپله يوازينۍ هيله او د ژوند هدف گرځوي . خو جاد د حمرالنعم په حقيقت باندې پوه شوى وو . هغه پوهيدلى وو چې هغې ته د رسيدلو لپاره بايد ربړونه او كړاوونه وگالي ، همدا وه جې جاد د سفر جامې واغوستلې، اروپا يې پريښوده او د افريقا د گرمې او سوزونكې وچې په لور روان شو .
هغه كينيا، اوګندا، سودان او هغې ته څيرمه ملكونو ته سفرونه وكړل.
الله تعالي په خپلو وعدو كې ريښتينى دى ، جاد هم د الله تعالي د دې وعدې سره سم مزل پيل كړى وو چې فرمايي : والذين جاهدو فينا لنهدينهم سبلنا ( هغه كسان چې زمونږ په لار كې هڅې كوي نو مونږ به هغوى ته خپله لار وروښيو ). د جاد د كوښښونو او د الله تعالي د لارښونې له امله كې په افريقا كې شپږ ميليونه وګړي مسلمان شول او الله ته څرګنده ده تر نن پورې چې دا كرښې كښل كيږي ،څو ميليونه نور وګړي به د هغو كسانو په لاس اسلام ته ننوتي وي چې جاد د بلنې په پايله مسلمان شوي وي او د شجرة طيبة په څير چې ريښې يې په ځمكه كې كلكې وي او ښاخونه يې په آسمان كې لا پسې اوږديږي.
د مولا په لور
خو د افريقا لويه وچه چې د مصيبتونو او ستونزو څخه ډكه ده جاد الله ته تر ډيره د ژوند كولو كور نه وو. هغه وژونكو ناروغيو چې هره ورځ د زرګونه انسانو ژوند اخلي د دين د دغه داعي لور ته هم مخه كړه او بالاخره په ۲۰۰۳ زيږديزكال كې په دغه لويه وچه كې د پوره ديرشو كلونو دعوت او تبليغ څخه وروسته د څلورپنځوس كلنى په عمر د خپل بادار خواته ورغى ، الله د هغه ته بښنه وكړي او نيك بدل د يې وركړي. انا لله و انا اليه راجعون
ترمړينې وروسته
هغه حكمت چې د جاد په دعوت كې نغښتى وو د هغه په مړينې سره پاي ته ونه رسيد، بلكه د هغه مور چې د روزنې په څانګه كې متخصصه ده پدې هكله وايي: ما په پوره ديرشو كلونو كې د هغې تجربې او تخصص سره سره چې درلودل مې ونه شواى كولاى چې په جاد باندې اغيزه وكړم او هغه د اسلام څخه واوګرځوم خو هغه پدې باندې بريالى شو چې ما له دين څخه واړوي او زه مسلمانه شم . د جاد مور د هغه له مړينې څخه دوه كاله وروسته په ۲۰۰۵ زيږديز كال كې اسلام راوړ.
جاد ولې مسلمان شو ؟
جاد وايي : ابراهيم په پوره اولسو كلونو كې چې ما ورسره تير كړل هيڅكله هم ما ته ونه ويل چې اي كافره ! يا اي يهوديه او نه يې هم كله ماته وويل چې اسلام راوړه ، ابراهيم د قرآنكريم له تلاوت څخه پرته د دين په هكله ډير نه پوهيده خو هغه حكمت چې الله تعالي ورله وركړي وو دا وو چې په پنځوس كلنى يې وكولاى شول په فرانسه كې د يو يهودي ماشوم زړه ځان ته رانږدي كړي او الله تعالي په دغه اړيكه كې داسې بركت واچولو چې د هغه له مړينې څخه وروسته جاد اسلام راوړ
په يوه غونډه كې له جاد څخه وپوښتل شول چې د دومره كسانو په هكله چې الله تعالي ستا په لاس دوي ته لارښونه كړې څه احساس كوي ؟ هغه ځواب وركړ: دا ټول د ابراهيم د زړه سوي او مهربانى پايله ده .
خوږې خاطرې
يو مصري عالم دكتور صفوت حجازي وايي: په هغه كانفرانس كې چې د دارفور د لانجې په هكله په لندن كې جوړ شوى وو د زولو د قبيلې له يوه مشر سره مخ شوم. له هغه څخه مې وپوښتل چې آيا جاد الله القرآني پيژني ؟
هغه راته وويل : آيا ته يې پيژنې ؟ ما ورته وويل:هو ما څو ځله ورسره ليدلي دي .
دغه مشر له خپله ځايه راپاڅيد او زما د لاسونو په ښكلولو يې پيل وكړ او بيا يې هغه په سترګو مښل.
ما ورته وويل ، دا كار ولې كوې؟
هغه په ژړه غوني غږ راته وويل: زه ستا لاسونه نه ښكلوم بلكه زه هغه لاسونه ښكلوم چې د جاد الله القرآني په لاسونو باندې لګيدلي دي او له هغه سره يې روغبړ كړى دى.
ما ترينه وپوښتل : آيا تا جاد ليدلي دي؟ هغه وويل :نه، ما هغه ندي ليدلي خو زه د يو كس په لاس مسلمان شوي يم چې هغه د جاد د كوښښونو په پايله كې ايمان راوړى وو.
وروستى خبره
هوكې ! د الله تعالى سره اخلاص او د هغه دين ته د بلنې پايله داسې وي. د جاد الله القرآني د هڅو او هاند په پايله كې په ميليونونو وګړي په اسلام باندې مشرف شول، پداسې حال كې چې ټولې نړۍ د دغې دين د له منځه وړلو لپاره لاس سره يو كړى دى.
موږ پداسې حال كې چې د دين زده كړې ته سخته اړتيا لرو خو له سره يو ځاى حكمت ډير اړمن يو . لكه څنګه چې زمونږ ريښتينې پيامبر فرمايي : الحكمة ضالة المومن فاين ما وجد ها فهو احق بها
حكمت د مومن ورك شوى څيز دى، هر چيرته يې چې بيا مومي نو دي يې تر ټولو زيات وړ دى
هو ! دا دين په حكمت سره پيل شوى دى او تل يې خپل وګړي حكمت ته رابللي او دوى ته يې دنده وركړې چې د همغې حكمت په رڼا كې خلك د الله دين ته راوبلى.

ستاسو د دعا په هيله
No Response to "د پتاسو له غلا تر نړيوالې دعوتګرۍ"
ارسال یک نظر