حمیدالله "حنیف" د ننګرهار اسلامی پوهنتون د کمپیوترساینس پوهنځی محصل
درنو لوستونکو هوډ لرم چی په بیلو لارو د user account جوړول دروښایم ښایی چی ځینی طریقی تاسی لپاره په زړه پوری او اسانی وی او هیله لرم چی تری خوندی واخلی.
لومړی طریقه :
له start نه run ته ولاړ شی هلته یواځی لاندینی عبارت ولیکی او Enter کښیکاږې ستاسی user به جوړ شی.
net user ali 123 /add تاسی کولای شی چی د علی پر ځای خپل خوښ کړی نوم ولیکی.
دوهمه طریقه :
له start نه run ته ولاړ شی هلته cmd ولیکی او enter یی کړی یوه توره صفحه به خلاصه شی په هغه کی دغه عبارت ولیکی بیایی enter وروسته صفحه بنده کړی net user ali 123 /add
دریمه طریقه :
د notepad پروګرم خلاص کړی او دغه عبارت پکی ولیکی net user ali 123 /add وروسته د file نه save ته ولاړ شی او فایل مو په یوه نوم save کړی خو البته له نوم وروسته به د (.bat) وروستاړی اضافه کوی یعنی پدی شکل asad.bat تردی وروسته په save شوی فایل ډبل کلیک وکړی چی user مو جوړ شی.
څلورمه طریقه :
په Task bar ښی کلیک وکړی بیا toolbars ته لاړشی اوهلته په address کلیک کړی دلته هم دغه عبارت ولیکی net user ali 123 /add تردی وروسته یی enter کړی.
(دلته یوه خبره په پام کی ونیسی چی lock the taskbar چیک باید نه وی)
پنځمه طریقه :
په my computer ښی کلیک او manage ته لاړشی په Local users and groups اوپه هغه کی users باندی ډبل کلیک وکړی په ښی طرف خلاصه شوی صفحه کی ښی کلیک وکړی او new user انتخاب کړی
یوباکس به درکړی هغه ډک کړی او enter یی کړی.
شپږمه طریقه :
کنټرول پینل نه user account ته لاړ شی هلته create a new account باندی کلیک کړی او خپل account جوړ کړی
یوه خبره باید تل په یاد ولری چی کوم users غیر له کنټرول پینل نه په بله لار جوړیږی هغه محدود (limited) دی خو د کنټرول پینل له لاری limited اوadministrator دواړه جوړولای شو.
No Response to "xp وینډوز کی په شپږو بیلو لارو د user جوړول"
ارسال یک نظر