ژباړه : خاکسار وقار
د ځوانی په موسم کې هغه وخت چی اسلام یواځې رواج او عادت وه
ما ته وویل شول:لا اله الا الله ووایه او لمونځ وکړه ،ته به جنت ته لاړ شې
بی شکه چی اسانه او بی کړکیچه لاروه
تردی وروسته په جنت کی زما پرهمیشني هستوکنځي باندې ایمان دومره پوخ شو چی زه یی بیرته په حرکت راوستم اونوۍ شوم
که الله ج زما زړه ته د خپل د نور په وسیله هدایت نه وای کړی نوهیڅکله به می هم په جنت کې ځای نه وای موندلای
ما دغه هدایت له هغه چا واخسته چی د رسالت له پیله استوار او محکم و
دهغه چا له داستان نه، چی په عمل کی ریښتونۍ او په وینا کی ډیر فصیح وه ،هغه ته د مهربانئ لارې او طریقې ډیرې ښې معلومې وې
هغه چې هیڅکله یې دحقیقت له ویلو مخ نه ګرځاوه، پر اسلام یې عقیده او باور حقیقي،سمه اوسیخه عقیده وه
هغه چی لاسونه یی لکه وریښم نرم ، د ماشومانو ژړه غونی وجود یی کراروه، په همدی مبارکو لاسونو یی خپلوکاليوته پیوندونه ګنډل او په ځمکو او پټیو کی یی کرکیله کوله
هغه چی هیڅکله یی تندۍ تریو نه شو اوتل یی پر روحیه او شونډو تبسم میلمه وه
هو هغه یو قهرمان وه ، له نني قهرمانانو نه بیخي بدل قهرمان، داسې قهرمان چې له وجود یې د مشکو بوی حس کیده نه دشرابو بد بویي
د خپلو ملګرو لاسونه یی په ارامۍ او مهربانۍ سره نیول، او هیڅکله یې د کوچني د خوشحالولو پر منظور له هغه سره له لوبی انکار نه کاوه
هغه چې هیڅکله هم مغرور نه شو او همیشه خاکساره او بهترینه اسوه وه ،هر څومره نا بلده د هغه له لوړو صفاتو سره اشنا ول
د هغه معمولي خوب او ویده کیده د شپی پر مهال د شپی لپاره ډیر ارزښتمند وه خو د شپی دعاګانې یې تردې هم ارزښتمندې او ډیره قیمتي خزانه وه
هغه د شپې په زړه کی جګیده ، د تهجد لمونځ یې کاوه ،له ربه یې بخښنه غوښته او دعا یې کوله چې خپل رب ته نور هم نژدې شي
غاښ مبارک یې په احد کی زما لپاره شهید شو
په طایف کې زما لپاره ټپي او په وینو رنګ شو
هغه زما لپاره له ساتونکو سترګو اوښکې وبهولې
ځکه چې نن زه وکولای شم پدې ایمان او باور کلک اوسم
حتی دښمنانو یې هم د هغه کړنې ستایلې
هغه کړنې او لارښوونې چې ټول قومونه او اودینونه سره یو او متحد کوي
هغه وخت چې اسلام د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیده
اه! واقعأ هماغه غیرت ډیر ښه پیژندلی وه
د اسلام خپراوی او ټینګښت ورته تر ټولو غوره اومهم وه
نه یې د ځان لپاره بلډنګ جوړ کړ نه ترې مال پاتۍ شو
ټول کوښښونه او هڅې یې ددې لپاره وې چې په نړی د امن او عدل ټغر خپور شي تر څو دحق حکومت تر سیوري لاندی په امن کی واوسو
ایا د الله له حساب کولو نه وړاندې د هغه د شفاعت غوښتونکي نه یاست؟
آیا همدا هیله نه کوۍ چې د کوثر د حوض په غاړه یې له مبارکو لاسونو او به وڅښۍ
هو ! له هغه سره زه له ټولو مخلوقاتو زیاته مینه لرم
زموږ خاکساره رهبر او پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې د ټول بشریت لپاره رحمت ده ان ترما
پورې، هغه زما محبوب ده.....!
سرچینه : اسلام انلاین

No Response to "زما محبوب زما جانان"
ارسال یک نظر