قبر

Categories:



ژباړه: خاکسار وقار

ټولې ستاینی او صفات یواځې الله لره دي،درود او سلام دې وي پر حضرت محمد(ص) دهغه په آل او اصحابو

قبر:د یوازیتوب او تنهایې کورده، د ډار او زړه تنګۍ کور،د تیارو کور چی ملازم یې بې خوبه او اوسیدونکی یې غلۍ ده، ملګرۍ او همدم یې ژړا و فریاد، اوښکې او چینجي دي،د مړو کورده، د افسوس او نا امیدۍ ځای ده.
هلته قبر پوښتي:
 چیرته ده مال او دولت دی؟
 څه شوه هغه ښکلا او ښایست دې؟
 نا تواني او رنځونه دی څه شول؟
 څه شو زور او توان دې؟ شان او دبدبه دی چرته ده؟
پرځان خواري دې څه شوه؟
قبر: حضرت محمد(ص) یې په اړه فرمایي: «إن القبر أول منازل الآخرة، فإن نجى منه فما بعده أیسر منه، وإن لم ینج منه فما بعده أشد منه». (رواه الترمذی).
قبر د اخرت له منزلونو نه لومړۍ منزل ده، نو که چا ترې نجات ومونده وروستني منزلونه یی اسانه دي خو که چا تری خلاصون ونه مونده نور یې تر دې هم سخت دي.
حضرت محمد(ص) یی په اړه په بل ځای کې فرمایي: «ما رأیت منظراً قط إلا والقبر أقطع منه».
له قبر پرته مې کومه بله داسې سخته او غمجنه منظره نه ده لیدلې.
قبر هغه کور ده چی څو شیبې یا څو ساعته یا څوکاله وروسته به یې پر لور ولاړ شې او هیڅ مسلمان له دې شیبې څخه انکار نشي کولای.

قبر: هغه منظره ده چې په لیدو سره یې زړونه نرمیږي او سترګې په ژړا راځي. انسان له دې فاني دنیا بې میني کوي،هغه تل پاتې ژوند او اخرت لوري ته یی متوجه کوي. هغه څوک چې مرګ یې په یاد وي ددې دنیا له بې ځایه خوندونو ستړۍ ، له بیکاره ټولنو تښتیدونکۍ او له غفلتونو پند اخستونکۍ وي.
قبر: په ګونګ حالت او د حال په ژبه ژوندیو ته د عبرت درس ورکوي،ترڅو اخرت په یاد راولي او زیات یې په اړه غور وکړي تر څو ځان ورته تیار کړي.
حضرت محمد(ص) وفرمایل: «کنت نهیتکم عن زیارة القبور، فزوروها، فإنها تذکر الآخرة».
تاسې مې د قبرونو له زیارت څخه منع کړي واست خو تر دې وروسته یې زیارت وکړۍ ځکه چې د اخرت لوري ته متوجه کوونکۍ ده.
هلته قبر پوښتي: چیرته ده مال او دولت دی؟ څه شوه هغه ښکلا او ښایست دې؟ نا تواني او رنځونه دی څه شول؟ څه شو زور او توان دې؟ شان او دبدبه دی چرته ده؟ پرځان خواري دې څه شوه؟
هو قبر نازک او قوي څلي چې تل به په مزو کې ول او د عطرونو بویونه تری ختل کیکاږي، او څه کارونه ورسره کوي.
فریبناکې څیرې، ستمکار لاسونه،دروغجنې ژبې،خائنې سترګې،او تور زړونه هلته په قبر کې په تورو هډوکو بدلیږي،غیر له هغه اعمالو چې د قبر خاوند له ځانه مخکې لیږلي نور څه ورته نه پاته کیږي،یواځې دنیوي نیک کړه وړه دي چې په قبر کې د انسان مدد کولای شي او بس.
د قبرعذاب: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هیڅ داسې لمونځ نه کاوه مګر چې په هغه کې به یې د قبر له عذابه الله نه پناه غوښته،ویل به یې: : «إذا فرغ أحدکم من التشهد الأخیر فلیتعوذ بالله من أربع: من عذاب جهنم ومن عذاب القبر ومن فتنة المحیا والممات ومن فتنة المسیح الدجال». (رواه ابن ماجه
هرکله به چې په لمانځه کې دویم تشهد کې کیناسته نو په اخر کې به یې له څلورو شیانو الله ته پناه وړه:۱ـ دجهنم له عذابه ۲ـدقبرله عذابه ۳ـ دژوندیو او مړو له فتنو ۴ـ د دجال له فتنې.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به خپلو ملګرو ته ویلې: «استعیذوا بالله من عذاب القبر فإن عذاب القبر حق»؛ (رواه احمد)
د قبر له عذابه الله جل جلاله ته پناه وړۍ بې له شکه چې نوموړۍ عذاب حق ده.
او پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلې: «إن هذه القبر مملؤة ظلمة على أهلها وإن ‌الله عزوجل ینورها لهم بصلاتی علیهم»
بیشکه دا قبرونه خپلو خاوندانو لره ډیر تیاره دي،الله جل جلاله زما ددعا په سبب هغوی لره دا روښانه کوي.
ورورجانه!
قبر یو ساکت نصیحت کوونکۍ ده،اوس چې تا د هغې پندونه او نصیحتونه واوریدل نو ووایه چې څه دې ورلره تیار کړي دي؟
ایا نیک او صالح عملونه او کړه وړه چې تا له نوموړي عذ ابه خلاصوي ورته تیار کړي؟
 او یا دا چه ته لا تر اوسه ترې خبر نه یې چې یوه ورځ به هلته هرومرو ځې؟
ورورکه!
غوره ده تر څو ځان هغې ورځې ته تیار کړې او ورته توښه ولرې. ته کولای شې چې نیک کارونه وکړې او نیک اوسې،پاتې عمر دې غنیمت وګڼه، دا ژوند د هاغه ځای د خلاصی او نجات لپاره یو فرصت ده.
 پاڅه او ملا وتړه!
تصمیم ونیسه چې له دې وروسته به نیک کارونه کوې او نیک به اوسې،مخکې له دې چې د مرګ په وخت پښیمانه او شرمنده شې چې هیڅ ګټه بیا نه لري.

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "قبر"

ارسال یک نظر