اوس دا بل تصویر وګوری!
ددعوت لومړی وخت وه تر اوسه پورې څوکسانو د دعوت، اطاعت او جهاد وعده کړې وه او چاچې وعدې کړې وې پر هغوې د مصیبتونو غر راپریوتی وو.څوک به ېې په ګرمو شګو څملول او تیګې به یې په سینه ورته کیښودې،څوک به ېې په ځنځیرونو او رسیو تړل او په کوڅو کې به یې راښکودل.
په دوی کې یو هم خباب بن ارت وو، دایې تر هغه په انګار څملولی وه چې له بدن نه یې غوړي ووتل او انګار یې مړ کړ، دا د حضور صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شوی وو. دا انځور به نور د هغه په خبرو کې ووینو:
” رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې دیوال ته ډډه لګولې وه او څادر یې په سر را خپور کړی وو ما ورته د خپلو حالاتو او مصیبتونو په اړه ګیله وکړه او ومې ویل ته زمونږ لپاره دعا نه غواړې؟
زما ددې خبرې په اوریدو سره مبارک سیده کیناست او څیره یې سره شوه، او ویې فرمایل تانه مخکې چې کوم خلک ول او د دعوت کار ورسپارل شوی وه، نو هغوی سره به داسې عمل کیده چې په کندو کې به یې ژوندي ښخول یابه یې په سر باندې ورته اره کیښوده او دوه ټوټې به یې کړ، یا به یې غوښې ترې په انبور شکولې او په هر رنګ او نیرنګ به یې دین نه اوړیدو ته اړ کول خو سره لدې هم هغوی له خپل دین نه وانه وښتل، په خدای قسم چې یو وخت به دا کار الله پوره کوي تر دې چې یو وخت به داسې راشي چې سړی به له صنعا نه تر حضرموت پورې سفر کوي او له الله پرته به نور له هیچا څخه نه ویریږي. پرته لدې چې څاروي یې څه ونه داړي، نور به هیڅ غم نه وي خو تاسو خلک بیړي راخیستي یاستئ“ .(بخاري او مسلم)
په دې نړۍ کې د خپل دعوت پړاونه د سر په سترګو وګورۍ، یو د واحد الله بندګي،او بل چې د هغې په پایله کې داسې ټولنه رامنځ ته شي چې هلته یو انسان پر بل ظلم ونه کړي او ځواکمن دې کمزوری شي، چې که پر چا یې ظلم وکړ یا یې د پردي حق وخوړ او کمزوری دې زورور شي چې خپل حق واخلي،داسې ټولنه وي چې که هلته په یو لرې ځای کې یوه اوزه له لوږې مري نو د درد تصور یې د واکمن او حکمران په بدن لړزه راولي.
لږ سوچ وکړئ!
آیا ستاسو دعوت د همداسې پړاوونو ښکارندویي کوي؟
ځکه خو د پیغمبرانو ددعوت لنډیز همدا وه چې د واحد خدای بندګي وکړئ، هر پیغمبر خپل قوم ته همدا خبره کړې ده، او د ټولو انبیاؤ په اړه قرآن فرمايي چې ما خپل رسولان د ښکاره نښو او څرګندو دلایلو سره مبعوث کړي وو، کتاب او تله مې ورکړې وه تر څو له خلکو سره انصا ف وکړي ( الحدید )
د جهاد او سیاست له لیارې د عدالت ټینګول د الله او د هغه د رسولانو سره د مرستې کار بلل شوی دی.
اوسپنه یې پیدا کړه چې په هغه کې زور او د خلکو ګټې دي ترڅو الله معلومه کړي چې څوک دهغه د رسولانو مرسته کوي( الحدید).

No Response to "شپږم انځور -- دمنزل نښه"
ارسال یک نظر