ځوانان او د مطالعې کمزورتیا

Categories:




لیکنه: آبتین امیري

ژباړه: خاکسار وقار



اسلام او علم
الله «جل جلاله» د ټولو امتونو له منځه اسلامي امت د خپل دین د ابلاغ او رسولو لپاره غوره کړ. د اسلام راتګ سره سم مسلمانانو ډیرې سترې لاسته راوړنې درلودې، ډیری هیوادونه یې فتح کړل. نړۍ ته یې پریمانه اخلاقي ارزښتونه وړاندې کړل. لا دوه پیړۍ پرې نه وې تیرې شوې چې د خپلواکۍ، عدل او برابرۍ ازانګې یې په نیمه نړۍ کې خپرې شوې.

دې دین سره د مسلمانانو د تړاو له کبله نړۍ د یو ستر تمدن درلودونکي شوه چې، په مادي او معنوي علومو کې یې بشر ته ډیری خدمونه وړاندې کړل، ډیری مفکرین یې نړیوالو ته وروپیژندل تر دې پورې چې له ختیځه تر لویدیځه نړۍ د مسلمانو علماؤو تر اغیزې لاندې وه.

«ایمان» او «هدایت» د هغه وخت د مسلمانانو دوه سترې پانګې وې. د ټولو دینونو تر منځه یواځې اسلام ددې آیت ویاړ تر لاسه کړ چې الله (جل جلاله) پکې فرمایي:

(الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا) مائده: ۳

د دغه خوځښت او ویاړ پیل له هاغه ځایه کیږي له کومه چې پر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) وحی نازله شوه او هغه د پیغمبری لپاره غوره شو، هغه وخت چې هغه ته له اسمانه دا اواز راورسید:

(اقرا باسم ربک الذی خلق* خلق الانسان من علق* اقرا وربک الاکرم* الذی علم بالقلم* )

پدې توګه د رسالت او دعوت د پیل ټکۍ د لوست او مطالعې پر بنسټ وه، او د اسلام معجزې، قران او هغو ته د رسیدو لاره په مطالعه او هغه کې تدبر کولو کې نغښتې وه.

په اسلام كې د ليك لوست ارزښت
په لومړیو کې مسلمانان د قرآن په لیکلو او لوستلو، د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له رحلت وروسته د احادیثو په لیکلو او لوستلو او تر دې وروسته په دې وروستیو پیړیو کې د نورو علومو په ټولولو او لوستلو بوخت شول، آن تر دې چې د دنیا او معنوي علومو کې تر هر چا مخکې شول.

د لوست او مطالعې ارزښت په نوموړي وخت کې داسې وه چې کله د بدر په غزا کې مسلمانانو ډیری مشرکین یرغمل ونیول، اعلان وشو چې که هر یو له مشرکینو فدیه ورکړيی یا لسو مسلمانانو ته لیکل اولوستل وروښیي ازآذ به شي.

آیا د نړۍ په نورو جنګونو کې د بندیانود خوشې کیدو لپاره دا شرط ایښودل کیږي؟

بلکه نه! اصلا دا په اسلام کې د علم او لوست د اهمیت او ارزښت خبره ده، چې حتی د جنګ له مصلحتونو نه یو دا هم ګڼي.

د مطالعې كمزورتيا د امت د شاتګ نښه
متاَسفانه چې دې امت خپل تاریخې شالید او یادښت لدې کبله له لاسه ورکړ چې له علم او لوست سره پردي شول، د خپلو پخوانیو مخکښو علمي لاسته راوړنې یې هیرې کړې، تر دې چې د لوست او مطالعې د کمزورتیا له کبله یې په نړۍ کې خپل مخکښتوب هم له لاسه ورکړ.

د نني مسلمانانو د مطالعې کچه د دوی د رسالت او اوسني تمدن لپاره بسنه نه کوي. هغه څوک چې غواړي پدې نړۍ کې یو څو کلیمي د ویلو لپاره ولري او خپل د اسلامي رسالت دروند پیټۍ پورته کړي نو باید علمي، فکري او د مطالعې اړخونه یې ډیر پرمختللی وي. بایده په اسلامي علومو کې، د مسلمانو علماوؤ په اثارو کې، د موجوده وخت په لاسته راوړنو او نورو ټولو علمي اړخونو کې پوره پوهه ولري. که داسې نه وي نو له نورو ایډیالوژیو او فکرونو سره د رقابت او مقابلې ډګر ته نشي دانګلی. په اوسني وخت کې که څوک غواړي چې یو عادي او ساده مسلمان اوسي یا که یو داعي او مسؤل مسلمان، اړینه ده چې یوه اندازه مطالعه ولري، یواځې د قرآنکریم له تفاسیرو، نبوي احادیثو او اجتهادونو سره بلدتیا په اوس وخت کې د اسلامي کلتور د عامولو لپاره بسنه نه کوي.

نن شرایط بل ډول دي او نړیوالې اړیکې دومره ترینګلي شوي چې له مطالعې پرته ډیره ستونزمنه ده که په دې نړۍ کې څو خبرې هم د ویلو لپاره ولرې. له ننه وروسته نور نشې کولای چې دیني زده کړې یواځې په څو ویناوؤ کې راونغاړې.

ننۍ نړۍ د ډول ډول نژدې ایډیالوژیو زیږنده ده. لدې امله ډیری اسلامي علماء او مفکرین د کار پر ډګر ورننوتي او له اسلام څخه د غورې دفاع پخاطر یې د ډول ډول کتابونو او لیکنو په لیکلو او کتلو او د ډول ډول ویناوو په اوریدلو او وړاندې کولو پیل کړی. ډیرو خو لا خپل ژوند او ځان هم دې لارې ته وباښه.

دا ټولې هڅې د اسلامي امت ویښتابه او نړۍ کې ددوی د هویت د څرګندیدو لپاره کیږي، او که د اسلامي امت ځوان نسل وغواړي چې له لوست او مطالعې نه لرې پاته شي، دا ټولې هڅې بې ځایه ځي، او پردۍ کلتور طبیعي ده چې پر اسلامي ټولنې ځان واکمنوي.

د مطالعې دا کمزورتیا یواځې اوپه ځانګړي ډول ځوانانو کې نشو رانغاړلای بلکه د اسلامي ټولنې په ټولو برخو کې یې لیدلای شو حتی ډیری علما هم پدې رنځ اخته دي.

همدا سبب ده چې د اسلامي هیوادونو د مطالعې کچه له نورو، حتی د نړی له فقیرو هیوادونو ځینې هم ټیټه ده.

هغه ‌دین چې پیل یې په لوست او مطالعې کیږي او ویاړ یې هم په همدې کې نغښتی ده، د پیروانو حالت یې اوس دې پولي ته رسیدلی ده چې د لوست په وروستی لیکه کې ولاړ دي، په خپل میراث او نړیوالو علمي لاسته راوړنو کې ځانګړې ونډه نه لري. زمونږ په ژوند کې لوست او مطالعه یو حیاتي اصل ده، پدې باید پوه شو چې هر انسان که په هره علمي کچه (نبوغ، فوق الاستعداد، بااستعداد…) کې اوسي لوست او مطالعې ته اړتیا لري. د نوي علمي لاسته راوړنو لپاره کوښښونه او پر هغو پوهیدنه، په اوسني وخت کې د ناپوهی د لمنځه تللو یواځینی لاره ده، د اسلام صحیح فهم ته د رسیدو لپاره هم باید له علمي لاسته راوړنو او د نورو علماوؤ له فکرونو څخه خبر اوسې.

نن د پوهې او فکري چمتوالي یوه ډیره مهمه لاره مطالعه ده، بې له مطالعې نشې کولای چې په یو پیاوړي فکر او کړنلارې ټولنې ته ننوځې، لدې امله هیڅ عالم یا متعلم له یو څو کلونو درس ویلو وروسته دا نشي ویلی چې په پاتې عمر کې مطالعې او لوست ته اړتیا نه ویني، او که دا تصور منځ ته راغی نو په جرآت سره ویلی شو چې د ټولنې زوال په پیل کیدو شو او ددې پر ځای چې په نوموړې ټولنه کې مصلح او له دین څخه صحیح فهم لرونکي کسان راښکاره شي، ځای به ناپوهو، بدفهمو او متعصبو خلکو خپل کړای وي.

مطالعه کول، یعنې ښه او ډیر پوهیدل،یعنې ترټولو ښې خبرې کول، یعنې ښه فکر او ښه عمل کول، نو داسې څوک پیدا کیدای شي چې له دې ځانګړنو بې نیازه وي!!؟

د پوهې د لاس ته راوړلو يوازېنۍ لاره
لوستل پوهې ته د رسیدو یواځينی لاره او پرته لدې کومه بله لاره شتون نه لري، که مطالعه نه وي نو طبیعې ده چې پوهه به هم شتون ونه لري. الله (جل جلاله) فرمایي:

(هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون) الرعد : ۹

«آیا برابر دي هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي»

دې حکم کې هغو کسانو ته هم اشاره ده چې د عبادت په بهانه یې د مطالعې او زده کړې لاره پرایښې او ددوی په اند چې دغه د ثواب له لیارې ښایي نیکمرغۍ ته ورسي، خو حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمایي:

« د عالم لوړوالی پر عابد دومره ده لکه زما لوړوالی ستاسې پر تر ټولو ادنی باندې» روایت الترمذی

د مطالعې دا کمزورتیا ددې سبب ګرځیدلی چې مسلمانان تر ټولو وروسته پاتې او د دښمنانو په دام کې ښکیل شي.
پدې شرایطو کې باید د مسلمانانو ځوان نسل ددې خطرناک زیان خواوې ښې وپيژني او په ټولنه کې د مطالعې د کچې لوړول او ددې کلتور عامولو ته د خپلو پلانونو په لومړیو لیکو کې ځای ورکړي، یعنې هم باید خپله په ورځ کې د مطالعې لپاره یو ځانګړی وخت ولري او هم دغه زمینه نورو ته په ځانګړي ډول ښځو ته برابره کړي.
په اوس وخت کې ښځې ځانګړی داسې ځای نه لری چې په هغه کې ګډې دیني ناستې وکړي، زیاتې دیندارې ښځې په کورونو کې ناستې دي او دیني پیغامونه ورته درست او پوره نه رسیږي. نو ددوی د مطالعې د کچې د لوړولو لپاره کوښښونه اصلا دداسې خلکو لپاره کوښښونه دي چې د راتلونکي نسل د روزلو دنده پر غاړه لري نو بایده چې دوی له دین څخه درسته پوهه ولري.

له یاده دې پاته نه وي که له یوې خوا د اسلام دښمنان زیاتې پروپاګندې په اوس وخت کې په اسلامي فکر پسې کوي نو له بلې خوا زیات داسې اسلامي علما‌ء راښکاره شوي چې خپل ټول ارزښتناک عمر یې د اسلامي فکر د بیا رغونې، د اسلام د حقیقي څیرې پیژندنې، د معاصر مسلمان تړاو له دین سره او د درستو اسلامي عقایدو د خپرونې لپاره وقف کړی.

ځوان مسلمان نسل که غواړي چې د وخت له پولي واوړي او په نړۍ کې څه د ویلو لپاره ولري نو باید پدې پوه شي چې «څه باید وکړي؟» باید د لوست پر اسلحه خپل ځان او فکر سمبال کړي، ځکه د سیالی په اوسنی نړۍ کې کمزوری انسان ځای نه لري، هغه څوک چې پیاوړی فکر او د هویت ځانګړنه لري نو د یو درست او صحیح پلان له لیارې یې هدف ته د رسیدو لاره هم لنډه ده، نو باید لوست او مطالعه په ځانګړي جدي ډول په پام کې ونیول شي ځکه هغه د اوزګار وخت له مشغولتیا ډیره هاخوا خبره ده.

پورتنۍ لیکنه له اصلاح انلاین څخه راخستل شوی

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "ځوانان او د مطالعې کمزورتیا"

ارسال یک نظر