رمضان د نیکیو پسرلۍ

Categories:



ليكنه: شهید امام حسن البنا

ژباړه: زاهدالله مصلح

امام حسن البنا د رمضان د نيکمرغه مياشتې په اړه ډېرې ليکنې کړي چې وخت په وخت  د مصر په اخوان جريده کې خپرې شوي، دغو ليکنو اوس د يو کتاب بڼه غوره کړې چی د (خواطر رمضانيّه) په نامه سره ياديږی.

له نوموړي کتاب څخه څو مهم سرټکي ستاسو مخې ته ږدو:

ای د خير غوښتونکيه پاڅه!

رمضان په کال کې يواځې يو ځل راځي،  د دې مياشتې په پيل کې د اسمان دروازې پرانيستل کيږي، د الله په نيکو بند ګانو ډېر برکتونه وريږي، او د الله د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځي.  په دغه مياشت کې الله د خپلو نيکو بندګانو دعاګانې مني، د اطاعت کوونکو بدله زياتوي، او د ګناهګارانو او خطاکارانو څخه  مخ اړوی. زمونږ خوږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي:

کله چی رمضان راشي نو د اسمان  دروازې پرانيستل شي او د جهنم دروازې وتړل شي، سرکښ شيطانان تړل کيږي او د الله له  پلوه يو اواز کوونکی داسې اواز کوي: ای د بديو غوښتونکيه! ودريږه، او ای د خيرغوښتونکيه  پر مخ ځه!     بخاري

د روژې مياشت په داسې حالاتو کې  راغله چې مسلمانان د ډول ډول ستونزو او کړاوونو ښکارشوي دي، د دې ستونزو سره  مقابله د الله د تأييد او مرستی څخه پرته امکان نلري، لکه څرنګه چی الله جل جلاله  د خپلو مومنو بندګانو سره ژمنه کړې: ( مومنان هغه کسان دي، که چیرې مونږ دوی ته پر ځمکه ځای ورکړو نو دوی لمونځ دروي، زکات ورکوي، د نیکۍ امر به کوي او له بدۍ څخه  به ایسارول کوي، او د ټولو کارونو پای الله لره ده.) الحج ۴۱:۲۲

نن مسلمانانو ته د نيل سيند، د فلسطين او د عربو جزيرې،  د بر  عظیم، او د هندوستان او حيدر آباد په رياست کې  د مسلمانو لږکيو ستونزې پرتې دي او له دې پرته په اروپا او افريقا کې د مسلمانانو مشکلات او داسې نورې ډېرې ستونزې شته چې ترې وتل د الله د مرستې او تأييد پرته ممکن  نه دي. او د الله مرسته په نافرمايۍ سره نه، بلکې په اطاعت او مننې سره راځي، نو له دې امله خو د دې سترې موکې څخه د ګټې اخيستلو په خاطر خپلې ملاګانې وتړئ، زړونه  مو له وسوسو څخه پاک کړئ، نفسونه مو چمتو کړئ، په زړه او روح دواړو سره د رمضان هرکلی وکړئ، ډېره زياته توبه او استغفار وکړئ، او تل د الله سره اوسئ او اړيکې  ورسره ولرئ تر څو هغه لوی ذات له تاسی سره وي، نو بيا به هيڅوک هم پرتاسې ځواکمن  نشي .

د عبادت حکمت

په اسلام کې چې هر څومره عبادتونه او عملونه فرض کړی شوي هغه له حکمت څخه خالي نه دي .

اصلا الله جل جلا له په خپلو بندګانو يو ستر رحم کړی چې داسې اصول او ضوابط يې ورته ټاکلي چې په پلي کولو سره يې  د دنيا او اخرت دواړو برياليتوب تضمينيږي. د الله په وړاندې د عبادت د قبليدلو  لپاره تر ټولو مهمه او بنسټيزه قاعده داده چی د نيت اخلاص او د زړه ګډون پکې وي.  که چيرې د عبادت بنسټيز محرک د الله رضا او خوښي نه وي نو داسې عبادت بيا نه کوم  حيثيت لري او نه هم کومه بدله، بلکې حديث دی چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي: ډېر داسی روژتيان شته چې هغوی ته د هغوی له روژې څخه د لوږې او تندې پرته بل هيڅ شی هم  نه رسيږي.

دوهم اصل دا دی چې اسلام عبادت  کوونکي په کړاوونو  نه اخته کوي، بلکې د عبادت لپاره يې آسانه شرايط ټاکلي او رخصت يې هم پکې ورکړی، لکه څرنګه چی څوک ناجوړه  وي نو هغه ته دا ازادي شته چی روژه ونه نيسي او بيا يې کله د ځواکمنيدو پر حال  ونيسي او که يې د ځواکمنيدو څه هيله نه وي نو بيا دې فديه ورکړي. (دا هم مه هيروی  چی بې له کوم عذره له عبادت څخه محرومي هميشنۍ محرومي ده)

دريم ډېر مهم اصل دا دی چې دا ټول عبادتونه بايد د انسان پر وګړيز او ټولنيز ژوند ژور اغيز ولري، دغه عبادتونه  د  اخروي بريا سره سره بايد په دنيوي ژوند هم ډېر اغيز ولري، او ګټه ورته ورسوي،  اسلام هيڅ داسې عمل نه دی فرض کړی چی پايلې او اغيزې يې د انسان په عملی ژوند کې  را څرګندې نه شي. شريعت چې کوم عمل هم فرض ګرځولی نو هغه ټول په ټوله خير دې او د انسان پر ژوند يې نيغه اغيزه وي، او چې له کوم عمل څخه يې منع کړی نو هغه هم له دې  امله  چی د انسان د ژوند لپاره ضرر رسوونکې  وي.

زه له اسلامي هیوادونو دا غوښتنه  کوم چې هغوی د نورو هیوادونو د قوانینو د سرغړوونکو په څیر د روژی نه نیوونکو ته  درنده سزا وټاکي، تر څو هیڅوک هم د دې سپیڅلې میاشتې د حرمت د پایمالولو جرات ونکړي.  په دی ضمن کې څو سرکاري محکمو ته زما د رسمي هدایاتو جاری کول بسنه نه کوي، چی نه یې پیروي کیږي او نه یې هم د سرغړونی په صورت كې کومه سزا ورکول کیږي. حکومت باید خپلی  دندې  او مسولیت ته پاملرنه وکړي او په داسی  مواردو کې دروند غبرګون وښیی. (جولای، ۱۹۴۶)

د نیکیو پسرلى!

په اسلام كې د عبادت حیثیت د  ماليې یا جریمی د اداکولو په څیر نه دي، بلکی ټول اسلامی عبادتونه د رب او بنده تر منځ یوه سپیڅلې اړیکه ده، چې په دې سره دبندګانو په زړونو كې یو تلپاتی نور را پیدا کیږي او ګناهونه، وسوسې او چورتونه یې له منځه ځي. تر ټولو په زړه پورې خو لا دا چې  دا د انسان عزت او تکریم دی، چې د خاورین پیدایښت سره سره بیا هم د عبادت له لارې  د خپل ذوالجلال رب سره اړیکې ټینګولای شي. د رمضان میاشت د عبادت او اطاعت پسرلی دی،  او په دی سره الله جل جلاله د بندګانو شپو او ورځو ته ښکلا ور بخښي او همدا د دې  مياشتې د ښايست لامل دی،  اطاعت خو تل يو غوښتل شوی صفت دی، خو د رمضان په مياشت كې نو بيا د هغی په قدر،  قیمت او ښکلا کې څو پلا ډیروالې راځي. د الله  جل جلاله په وړاندی د عبادت ثواب او قدر ډیر زیات دی، خو په رمضان كې یې بیا بدله  او ثواب بې شميره دی. د رمضان د مياشتې تر ټولو ستر او مهم عبادت روژه ده. د فقهي  له اړخه که روژه د ماتیدونکو شيانو څخه د لرې والي نوم دی، نو له روحاني اړخه روژه  يواځې او يواځې د الله راضي کولو، د هغه نږدېوالي، د خپل نفس، فکر،ارادې، سوچ او شعور د محور جوړولو ته وايی، په دې مياشت کې د قرآن سره د ځانګړیو اړيکو جوړول په کاردي، او په ډیروالي سره د قران تلاوت په کاردې ځکه چی دا مياشت د قرآن مياشت ده.  جبراييل (ع) به په رمضان کې په ځانګړي ډول راته او د پیغمبر ص څخه به یې قرآن اوریده،  پیغمبر ص د خپل ژوند په وروستي کال کې دوه ځلې جبراییل ع ته قرآن اورولی. دا هماغه  قرآن دې چی د صحابه کرامو او زمونږ له مخکنیو سره موجود وو، مونږ يې هم هماغسې  اورو او وايو لکه څرنګه چې هغوی اورېدلی او ويلی، نو بيا کوم لامل دی چی دې سپیڅلی  قرآن زمونږ ژوند هاغسې بدل نکړ څرنګه يې چې د هغوی ژوند بدل کړی وو؟ په دی سپیڅلي  کتاب سره ولې زمونږ په اخلاقو او معاملاتو کې هاغسې بدلون رانغی کوم چې د هغوی په  ژوند کې راغلی وو؟
 دا ځکه چې هغوی په دې کتاب ټینګ  ایمان راوړی وو،  په تدبر سره یې لوست،  احکام به یې پلي کول او خپل ځانونه یې په بشپړ ډول ورته وقف کړی وو، مونږ او تاسو هم د هغوی په څیر کیدای شو، که چیرې د هغوی په  څیر ایمان پرې راوړو، د هغوی په څیر سم ورسره لاړ شو، حرام یې حرام او حلال  یې حلال وګڼو، په ایتونو کې یې غور او فکر وکړو، احکام یې پلی کړو، او د قران سره  سم خپل ژوند عیار کړو، نو ایا مونږ دې کارته چمتو نه یو؟

د دې میاشتې د ځانګړيو او امتیازي عملونو څخه د بې وزلو سره مرسته او ډېره صدقه هم ده، پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې د ورکړې او سخا یوه نمونه وه، په دې میاشت کې به یې سخا د تیز باد په څیر کیدله.

همدارنګه دعا او په ډېر والي  سره استغفار هم د دې میاشتې له ځانګړنو څخه شمیرل کیږي، دا میاشت د دعا د قبلیدو میاشت  ده، الله جل جلاله د دعا غوښتونکو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي، د توبه کونکو توبه  قبلوي او د روژتیانو دعا نه ردوي.

نو ای مسلمانانو ورونو!

پام چې د دې میاشتې نیکمرغه شپې  درباندې د الله جل جلاله د خوښۍ او رحمت راټولولو پرته تیرې نه شي.
د رمضان مبارکه میاشت الله جل جلاله د روح د ډاډ وسیله ګرځولې ده
په دې کې د ورځې په روژې سره د ټولو دنیاوي خوندونو او بې هوده کارونو څخه لیرې والی را منځ ته کیږي، او د شپې د الله  جل جلاله په وړاندې د ودریدو او د قران په تلاوت سره زړونه روښانه کیږي او روح ته ډاډ حاصلیږي.

نو ای زما ورونو!

د دې لپاره چې د دې فرصت څخه مو  بشپړه ګټه اخیستې وي، نو د پیل له ورځې په ټینګ هوډ سره دې مدرسې ته ورننوځئ، هر وخت او هره شیبه خپلې توبې نوې کړئ، په غور او فکر سره د سپیڅلي قران تلاوت کوئ،  خپل نفس د روژې له ګټو سره اشنا او روښانه کړئ، څومره چې کولای شئ د شپې د ودریدو  اهتمام وکړئ، ډېر وخت په ‌ذکر تیر کړئ، خپل روح د مادیت له فتنې وژغورئ، او هڅه وکړئ  چې د دې نیکمرغه میاشتې څخه متقیان او پرهيزګاران ووځئ!
حسن البنا

۱۹۳۶، نومبر، ۱۷

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "رمضان د نیکیو پسرلۍ"

ارسال یک نظر