كه څوك دلته راغلل راځړو يې، مننه

Categories:


هدایت الله حمیدی
ټاكل شوې وه چې دوه بجې مركزي دفتر ته ځان ورسوم او په هغه مجلس كې ګډون وكړم چې ورته بلل شوى وم. په لاره كې مې په سوچ كې راغلل چې دا ښه موكه ده تر څو د مجلس سربيره د اصلاح راډيو ستډيو هم وګورم او كه وخت وو د اصلاح دارالمعلمين ته به هم سر ور د ننه كړم. آخر شرم دى چې تر اوسه مې نه د خپلې راډيو ستډيو او نه هم دارالمعلمين ليدلي دي.
پنځه دقيقې دوه بجو ته پاتې وې چې دفتر ته ورسيدم او ډير خوشحاله وم چې دا دى پدې بيروباري ښار كې په وخت خپلې وعدې ته راورسيدم.
 دهليز ته ننوتم خو هيڅوك مې هم ونه ليدل. حيران شوم چې اوس مجلس په كومه خونه كې روان دى تر څو ځان ورورسوم. دا چې هيڅوك نه وو، نو همالته ودريدم تر څو كوم د خداى بنده را پيدا شي او لارښوونه راته وكړي.
د ميز پر سر مې يو جالب كتاب وليد نو ومې غوښتل دغهپنځه دقيقې د هغه په كتلو تيرې كړم. كتاب مې راواخيست خو مخكې لدې چې د هغې پاڼې واړوم، د ميز پر سر مې هغې اطلاعېې ته پام شو چې په غټو كرښو پرې ليكل شوی وو:
(د ميز پر سر د ايښودل شوو شيانو له بيځايه كولو څخه په جدي توګه ډډه وكړئ!)
د ګواښليك په لوستلو سره ځاى پر ځاى ودريدم او وويرېدم چې خدايه خير كړې چې دا څه كيسه وشوه. كتاب مې پرته لدې چې واز يې كړم بيرته د ميز پر سر كيښود، خو كاشكې پدې آسانۍ سره ستونزه حل شوې واى. په ليكنه كې ګواښ شوى وو چې د شيانو له بيځايه كولو څخه په جدي توګه ډډه وكړئ، خو ما اوس كتاب راپورته كړى وو او نه پوهيدم چې څنګه يې په اول حالت كيږدم، هسې هم زما حافظه ډيره برابره نه وه، ځكه يو ځل مې د حافظې د پياوړتيا شربت اخيستى وو خو بيا ستونزه دا وه چې تل به مې يې څښل هيريدل، داكټر راته سپارښتنه وكړه چې موبايل په زنګ برابر كړم، خو بيا به چې موبايل زنګ ووهلو زه به يې په هدف نه پوهيدم نو ژر ژر به مې اودس وكړ چې ګواكې د لمانځه وخت رارسیدلی دى.
له كيسې نه لرې لاړ نه شم، د كتاب په بيرته ايښودلو ډير ستومانه شوم، كله به مې ويل چې كتاب پدې زاويه ايښودل شوى وو او كله به مې واړولو چې نه، پدې بله زاويه به وي.... كله به مې د ميز له څنډې نه فاصله په لويشت كوله او كله به مې بيا د نورو كاغذونو له حالت سره پرتله كولو... پدې تكل چې كتاب كټ مټ په هماغه ډول كيږدم چې وو.
 پدې ډاډه وم چې حتما پدې كې څه چل ول شته چې د دې څيزونو په نه ښورولو دومره ټينګار شوى. ځكه دا اصول دي چې خلك هغه پيغامونه تر ټولو وړاندې ليكي چې ډير مهم وي، مثلا څوك چې د خلكو زړونه غواړي لاس ته راوړي او ډاډه يې كړي، نو په خپل دفتر كې يې هرې خوا ته د ښه راغلاست پيغامونه ليكلي وي. خو دلته چې داسې كيسه ده، نو حتما دا پيغام له ښه راغلاست نه هم مهم دى. انسان خو هسې هم ډير وخت په ګومانونو باندې ځان ګناهګاروي نو ما ته به هم شيطان د ښه راغلاست پيغام د نشتوالي په هكله سودا را اچوله، خو ما به په پرلپسې توګه ځان ته دلايل راويستل تر څو اويا عذرونه پوره كړم.
كيداى شي د پرنټر رنګ به يې خلاص شوى وي...
نه، سپين كاغذ نه وو موجود...
سريښ به خلاص شوى وي...
د ميز پر سر به د هغه پيغام لپاره نور ځاى نه وو...
كه يې هغه ليكلى واى كيداى شي د خلكو پاملرنه به بيا دې مهم پيغام ته نه كيدله...
د ژبې پر سر به نه جوړيدل چې په پښتو يې وليكي كه دري،عربي او يا انګريزي...
مطبعې ته به يې فرمايش وركړى وي، تر څو يې ښه رنګه چاپ كړي....
 نه، حتما به د دغې ميز د څښتن دنده همدا ښه راغلاست ويل وي، تر څو له كاغذ او ليكنې نه پورته، په خپله خوږه ژبه ميلمنو ته ښه راغلاست ووايي... خو كاشكې چې دا انځرګل اوس دلته موجود واى چې زه په دومره ستونزو كې نه واى لويدلاى.
په هر حال، بالاخره له لسو دقيقو اخ او ډب وروسته چې خولې راباندې ماتې وې نو ايله مې په خپل ګومان كتاب په هماغه ډول كيښود، چې وو. د دې تر څنګ مې ټولې هغه دعا ګانې وويلې چې مور مې آن په كوچنیوالي كې راښوولې وې، له ډيرې وارخطايۍ نه به كله دعا را نه غلته شوه او ويل به مې خدايه اول ما وبښې بيا مې مور او پلار.... بيا به را په ياد شول چې دا دعا نو دلته څه ګټه لري. دلته داسې دعا وكړه چې هغه كتاب دې په سمه توګه ايښودلى وي او څه آفت رانازل نه شي.
لنډه دا چې كتاب مې كيښود او له جيبه مې دستمال راوويست تر څو خولې پرې وچې كړم. په همدې مهال مې ناڅاپي په هغه كاغذ سترګې ولګيدې چې د ميلمنو د درناوي په خاطر! په چپ لاس دروازه لګول شوى وو:
(د اصلاح غږ راډيو د كاركوونكو اتاق)
(د ميلمنو له ننوتلو څخه په جدي توګه معذرت غواړو، آن له تاسې څخه )
د دوى زيركۍ او چالاكۍ ته مې په زړه كې شاباسی وويلو چې په ما څه خبر شوي چې راځم به، او ليكلي يې دي (آن له تاسې څخه!) خو بيا مې سوړ اسويلى وويست او ومې ويل چې دوى خو كابل خوړلى، ما غوندې اطرافي خلك خو ندي چې د هيڅ څيز وړاندوينه نه شي كولاى.
سر مو ونه خوږوم چې، دلته مې بيا لاس او پښې ساړه شول او هغه لږ دمه مې چې په ځان كې چليده هم وخته. خدايه! دا څه آفت رانازل شو؟ دا يې هغه د ميلمه ښه راغلاست وو چې ما ورته ګوړې ماتولې. حيران وم چې څه وكړم. كومې خوا ته لاړ شم، له ډاره مې نور ديوالونه ته نه كتل چې خداى ناخواسته نور څه ونه وينم.
په همدې مهال كې مې د انشتين په څير مبتكرو ماغزو كار وكړ او هغه تخنيكونه چې په كوچنوالي كې ماين پاكوونكو راته په جومات كې ښوولي وو، په ياد راغلل: هغوى راته ويلي وو چې كله كومې خطرناكې سيمې ته ننوتلئ او بيا مو د خطر څه نښې وليدې، نو په ډير احتياط سره د خپلو پښو پر چاپونو بيرته شا ته راشئ چې په ماين كې وانه لوزئ.
په ډير احتياط مې مخ راواړولو او عينكې مې راوويستې او په فرش كې مې له ډيرو هڅو وروسته د خپل يو يو پل نښه موندله او پرشا راتلم، لڼده دا چې تر څو د دهليز تر دروازې چې ټوله پنځه متره فاصله وه بيرته راتلم نو ۱۵ دقيقې وخت راباندې وتلى وو.
له ځان سره مې ويل چې خير دى، كه هر څومره وخت مې په بيرته راګرځيدو كې تير شي پروا نلري، خو هسې نه چې خداى مكړه هغه كوچنۍ اسما مې بې پلاره نه شي.
څه سر مو خوږوم، لنډه دا چې دروازې ته نږدې په څوكۍ كښيناستم تر څو له يوې خوا دمه جوړه كړم او له بله پلوه تصميم ونيسم چې اوس څه وكړم.
د دري ژبو وروڼو متل دى چې وايي: (چشم درياست) كه څه هم چې ما هوډ كړى وو چې نور به د ديوالونو اعلانونه نه لولم، خو دا ځل مې بيا په مخامخ دروازه باندې يوه ډير مهم اعلان ته چې تر هغو دوو زيات جدي وو، پام شو.
(لطفا دروازه وتړئ. مننه!)
شكر مې وويست چې دا دى دا اعلان خو يوه وچه مننه لري.

د ويرې خوب

دروازه مې په بيړه پورې كړه او بيرته په خپل ځاى كښيناستم. له ځان سره مې سوچ كولو چې هسې بلا وه خو بركت يې نه وو، اوس نو بايد هوښيار شم او هسې نه چې په بل ګواښ ورپيښ شم.
سوچ مې وكړ چې كه اوس دويم پوړ ته وخيژم نو كيداى شي ليكلي يې وي چې:
(كه څوك دلته راغلل، راځړوو يې!)
د راډيو سټديو مې په ذهن كې راغله، ويل مې هلته به حتما ليكلي وي چې:
(كه څوك دې خوا ته راغلل په سوټي يې وهو!)
دار المعلمين خو هسې تاديبي ساحه وه نو ما ويل چې هلته يې حتما ليكلي چې:
(كه دلته څوك راغلل، نو په ديوال يې ميخ كوو)
څومره نور ځايونه مې چې په ذهن كې راتلل، نو تر دې نه سختې جزاګانې مې په سر كې تاويدلې...
زه له كوچنیوالي نه ډير ډارن وم، دې سوچونو داسې حال ته ورسولم چې نږدې وه حمله راباندې راشي، اوس نو دوې نيمې بجې شوې وې او مجلس خو مې هسې له ياده وتلى او يوازې د سر دعا مې كوله.
ماشومان به مو ليدلي وي چې كله يې ميندې ويده كوي، نو ډاروي يې او ورته وايي چې سترګې پټې كړئ! بس ما ته هم خداى دا ډيازيپم په رڼا ورځ را په نصيب كړل. سترګې مې پټې نيولې وې چې خداى مكړه بيا كوم اعلان ووينم او له ترېېدلي زړه نه خو مې بس يوازې د زړونو څښتن ښه خبر وو.
لنډه دا چې يو وخت مې پورته ترپ كړل او له خوبه راويښ شوم چې د مجلس ټول غړي مې سر ته ولاړ دي او وايي: ته مو مجلس ته راغوښتى وې او دلته ويده شوى يې. پاڅه څلور بجې دي چې د مازديګر لمونځ درنه قضا نه شي. د دې تر څنګ به جريمه هم وركړې چې ولې مجلس ته نه وې راغلى.
راپورته شوم او چې ملګري مې وليدل آرامه دا خوا، ها خوا ګرځي نو شكر مې وويست چې اضطراري حالت خو پاى ته رسيدلى دى. بس ملګرو ته مې وويل چې له جريمې نه پورته شكرانه خو به هم دركړم چې لدې كړاو نه خداى خلاص كړم.
لمونځ مې په بيړه وكړ او بيرته را روان شوم. ماښام مهال خوشحال خان ته راورسيدم او غوښتل مې چې له جواد صاحب سره د تايمنيو كيسه شريكه كړم. پدې تكل كې وم چې داسې جملات راجوړ كړم چې زما هغه حالت په ښه توګه تمثيل كړي، خو كله چې دوهم پوړ ته وختم هلته ګورم چې بيا مې په سپينو كاغذونو سترګې ولګيدې، زما خو لدې كاغذونو څخه نوره ويره كيده نو حالت مې سره ښه نه شو، خو خير ځان ديوال ته تكيه كړ او په دروازه تړل شوى اعلان مې ولوست چې په غټو كرښو پرې ليكل شوي وو:
(ساحة العمل)
زه خو هسې هم په عربي نه پوهيدم، خو دومره مې زده وو چې ايراني وروڼه عمل، جراحي عملياتو ته وايي نو ما ګومان وكړ چې ولا ځاى دې غلط كړى او كوم روغتون ته راغلى يې.
وارخطا شوم چې زه خو له ځايه هم طالع نلرم، هسې نه چې په پټو سترګو مې عمليات خانې ته ننه باسي او يو ځل بيا كوچنۍ اسما را په ياد شوه...
يوه شيبه ځنډ مې هم مناسب ونه ګڼلو، نفس مې په سينه كې قيد كړ او په ډير احتياط سره د ګوتو په سرونو په زينو كې راښكته شوم او مخكې لدې چې څوك را باندې خبر شي له تعمير څخه ووتلم. څنګه مې چې كوڅې ته پل كيښود نو دوې پښې مې خپلې كړې او دوې پردۍ او په منډو شوم.
 شيخان كاكا له شانه ډيرې چيغې راپسې ووهلې چې ډاكتر صايب! چي مي كنى، چرا مې دوي... تو هم لګه كدي... خو ما ويل چې نوره خبره له لګه نه تيره شوې او مخكې لدې چې په بله بلا ګير شم نو بايد ژر ځان كور ته ورسوم.

Spread The Love, Share Our Article

Related Posts

No Response to "كه څوك دلته راغلل راځړو يې، مننه"

ارسال یک نظر